کمزوري کورني اقتصاد ګڼ شمېر ماشومان شاقه کړنو ته اړ کړي

97
د کتلو شمېره

خبريال: حمیدالله همیم
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې یو شمېر ماشومان پر سختو او درندو کارونو بوخت دي او له حکومت څخه د لازمو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي. 
شاقه او سختې کړنې هغه دي چې له ۱۸ کالونو کم عمر لرونکي ماشومان یې د ترسراوي توان نه لري، مګر د مجبوریت پر اساس یې ترسره کوي، چې دې کار تر ډېره د دوی پر وده او نمو هم خورا زیات منفي تاثیرات غورځولي دي. 
د معلوماتو له مخي د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هر ورځ زرګونه ماشومان د کورنیو اقتصادي ستونزو د حل له کبله بېلا بېل ډوله درانده او سخت کارونه ترسره کوي او خپلې ناچارې کورنۍ ته یوه ګوله حلاله روزي وړي. 
د پکتیکا یو شمېر ماشومان وایي: کورني کمزوري اقتصادي وضعیت دې ته اړ کړي چې، په تنکیو وجودونو درانده او تر خپل وس پورته کارونه ترسره کړي او د زده کړو له بهیره محروم شي. 
په سره ګرمۍ کې د ایسکریمو لاسي ګاډۍ ته ولاړ کوچنی ستړی ماشوم نبي وایي، د کمزوري کورني اقتصاد له کبله هره ورځ د خپلو زده کړو کولو تر څنګ د ایسکریمو لاسي ګاډۍ هم چلوي، څو یې د کورنۍ ورځنۍ چله وشي. 
نبي زیاته کړه:(( پلار مې بې دندې دی او موږ ټول څلور وروڼه یو، چې زه پکې مشر یم او هره ورځ له زده کړو وروسته د ایسکریمو لاسي ګاډۍ په کلیو او بانډو کې چلوم، کله د ورځې پنځوس او کله اتیا افغانۍ وګټم او بیا یې خپل پلار جان ته ورکوم او هغه پرې د کور شیان اخلي. ))
نبي له خپلې ټولنې هم سر ټکوي او وایي، چې په ټولګي کې ټول ماشومان راپسي خاندې او پېغورنه راکوي. 
دی زیاتوي:(( زه چې کله په کلیو او بانډو کې د ایسکریمو لاسي ګاډۍ چلوم او ایسکریم خرڅوم، نو همصنفیان مې راپسي خاندې او راته وایي چې دی خو ګاډۍ چلوي.))
 کم عمره ماشوم میوند چې د خښتو په بټۍ کې څیري ګریوان او یبلې پښې کار کوي وایي: که حکومت ورته په نورو برخو کې کاري چوپړتیاوې برابرې کړي، نو له دې سختو کارونو به خلاص او زده کولو ته به وزګار شي. 
نوموړی زیاتوي: (( د کور ټولې چارې زه مخته وړم، نو له حکومت څخه غواړم چې د کار زمینه راته برابره کړي، څو له درندو کارونو خلاص او خپلې زده کړې بشپړې کړم او په راتلونکي کې ډاکټر لا انجنیر شم)). 
یو بل تن ماشوم سېلاب چې د اوبه درنده بوشکه یې پر نازکو اوږو اېښې وایي: پلار مې د کار توان نه لري او بوډا شوی، نو له پلار سره د مزدورۍ په چارو کې مرستې کولو د ښوونځي له دروازې لري ساتلی یم. 
سیلاب زیاته کړه: (( پلارمې سپین ږیری دی او په رخشه کې دوکاندارانو ته اوبه راوړي، نو زه ورسره همکار یم او ډېرې درندې درندې بوشکې پورته کوم، کله کله له بوشکې پورته کولو سره بیخي ډډ واوړم او ړنګ شم، خو مجبوري دی نو سړی څه وکړي.))
بل تن ماشوم، فاروق هم زیاتوي: «دلته د خټو کار کوو پیسې راسره نشته، خپل کور په خپله جوړو، پلار مې سپین ږیری دی، خور مې هم راسره کار کوي، له دولت نه هیله لرو چې یو کار موږ ته پیدا کړي، ترڅو موږ زده کړې او نور اسانه کارونه وکړو.»
د پکتیکا مرکز ښرنې نه بلکې د ولسوالیو زیاتره ماشومان چې د خښتو په بټیو او نورو سختو ځایونو کې کار کوي کمزوري کورني اقتصادي وضعیت یې ښوونځيو ته د تګ مخه نیولې، دوي له حکومت څخه غواړي چې په هیواد کې دننه دي ورته د حرفوي او نورو  زده کړو  او کار زمینه برابره کړي.
د سروضې ولسوالي سلطانو سیمې اوسېدونکی ببری: (( له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د حرفوي زده کړو او ساده کړنو په برخه کې دي دوی ته زمینه برابره شي.))
قومي مشر  عبدالعزیز وویل: په ماشومانو شاقه کړنې ترسره کول بد او ناوړه دود دی او باید کلک مخنیوی یې وشي. 
عبدالعزیز زیاتوي: « که څه هم په ټولنه کې د کورني کمزوري اقتصادي مجبوریت زور دی، چې په ماشومتنو شاقه کړنې تر سره کوو، خو دا وخت د ماشومانو د زده کړې دی، دوی غریبان دي دلته کار کوي، د څلورو او پنځو کالو ماشومان وي، خو دوی کورته د یوې ګولې حلالې روزي ګټلو لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې.»
په ورته مهال بیا د پکتیکاولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست مسؤولین د هغو ماشومانو کره شمېره په واک کې نه لري چې په دغه ولایت کې څومره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي، خو وايي: د مرکز ښرنې او ولسوالیو په شمول زرګونه تنه ماشومان د ورځې پر مهال په درندو کارونو بوخت دي. 
د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي اسلام حسین الهام وايي: اسلامي امارت ژمن دی، چې د نورو برخو تر څنګ په دې برخه کې هم د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره بېلا بېلې حرفوي زده کړې په لار وا چوي او د زده کړو تر څنګ د ماشومانو د سمې روزنې په پار روزنتونونه فعال کړي، چې اوس هم د ګڼ شمېر ګلالیو ماشومانو لپاره د زده کړو او روزنې یو شمېر مرکزونه فعال شوي او ماشومانو ته پکې زده کړه او روزنه ورکول کېږي. 
نوموړي وویل: (( اسلامي امارت د نورو برخو تر څنګ دې برخه کې کار کو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د خپل توان مطابق کړنې ترسره کړي، خو تر څنګ یې له پانګوالو هم غوښتنه کوم چې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه سازي شوې، نو دوی دي راشي او دلته دي په بېلا بېلو برخو کې کار خونې او فابریکې جوړې کړي، څو خلکو ته لا ښه کاري زمینه مساعده شي.))
د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلین هم وایي: چې د مشرانو مسؤولین د هدایت له مخي یې ګڼ شمېر پکتیکا والو ځوانانو ته د و ړیا زده کړو زمینه برابره کړې. 
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا محمد امین حذیفه وویل: (( چې په ریاست کې مو له خپلو شخصي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې ښونیز مرکز جوړ کړی، چې د انګلیسي، کمپیوټر، خطاطي او نورو برخو کې درې میاشتي پروګرامونه پکې ترسره کېږي او څو دورې مو فارغان هم ورکړي.))
د یادونې ده چې، پکتیکا کې په داسې حال کې ماشومان شاقه کړنې ترسره کوي، چې په دې ولایت کې پانګوالو هیڅه پانګونه نه ده کړې او په هیڅ برخه کې لویې کارخونې او فابریکې نه دي جوړې شوې، چې دوی پکې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي