پکتيکا: ولسواليو ته پر ترانسپورتي سيستم د خلکو ټينګار

79
د کتلو شمېره

پکتيکاوال وايي، ترانسپورت ریاست ته په کار ده، چې د مرکز ښرنې سره نږدې او لرو سیمو او ولسوالیو لپاره دې ترانسپورتي سيستم جوړ او عام شي، ترڅو خلک هر وخت له یوې سیمې بلې ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکولی شي.
دوی زياتوي د نقليه وسايطو ستونزه يې مرکز ته د ناروغانو په انتقال د سوداګرو اموالو لېږدولو او نورو دېته ورته مسايلو له خورا اړينو ته غوښتنو شمېرل کېږي، ځکه چې ډېری لرې پرتې ولسوالۍ ته لارې او سرکونه خام دي موټر چلوونکي زړه نه ښه کوي چې په ښه زړه ولاړ شي.
دوی له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې د ياد ولايت لرې پرتو ولسواليو ته د لارو په جوړو او ترانسپورتي سيستم برابرولو کې ځانګړې همکاري وکړي، ترڅو خلک په دې برخه کې له سهولتونو برخمن شي.
د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی صدوخان دا ستونزه یادوي او وايي چې د پکتیکا په د نږدو ولسوالیو کې دا ستونزه شتون لري او خلک یې له سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي، کله چې یو څوک بازار ته ځي نو اړ دی چې د سرک په سر وداریږي او د لین موټر ته انتظار وکړي، د لين موټر چې ځای ورسره وي بيا یې پورته کوي او له اندازې زیاتې پیسې ترې اخلي او که د لین موټر نه و، بیا نو مجبور دی چې یا لاړنه شي او یاهم موټر شخصي ونیسي، ترڅو ځان تر خپل ځایه پرې ورسوي.
دی وايي: (( موږ او تاسې یې په خپلو سترګو وینو، د سرک پر سر ولاړ وي یو موټر ته لاس ورکړي، موټر سیکل ته لاس ورکړي هغه وخت ټکر هم کېږی ترافیکې پېښې کېږي نو په کار ده چې منظم ترانسپورتي سيستم رامنځته شي.))
نوموړی زیاتوي، چې د یوسف خېلو اړوند خربین سیمه چې له مرکز ښرنې سره په لسګونه کیلو متره مساحت لري، تر اوسه هېڅ د ترانسپورت سهولتونه نه لري او خلک یې وخت ناوخت خپل ناروغان په تراکتور او یا هم د موټرسایکلونو په وسيله تر مرکز ښرنې پورې تر ډاکټرانو رسوي، چې ډېری وخت له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.
په دې اړه یو بل ځوان احمدالله چې د لرې پرتې سیمې مشخېلو اوسېدونکی دی وایي، چې د دوی سیمې ته هم د ترانسپورت امکانات نشته او چې کله چاته ناروغ پیداشي، نو په ډېرو ستونزو سره یې تر مرکز ښرنې پورې د درملنې په موخه رسوي.
دی وايي: (( موږ دغه دې ترانسپورت او د سپرلۍ موټرو مشکل لرو که مریضان وي نو موږ ضرورت ورته لرو موږ له روغتونه لرې یو نو موږ اډې ته ضرورت لرو.))
هغه د اا له مسوولینو وغوښتل چې د دوی لپاره د ترانسپورت په برخه کې سهولتونه رامنځته کړي.
په همدې تړاو د یوې لرې پرتې ولسوالۍ اوسېدونکي جمال هم له یادې ستونزې سر ټکوي، او زیاتوي چې له ساعتونو انتظار وروسته که په لویه لاره کې موټر پیدا نه شي نو مجبوریږي چې په پښو تر بازاره ځان ورسوي او خپلې ورځنۍ چارې په دې ډول له خنډ او ځنډ سره مخ کیږي.
دی وايي: (( د ترانسپورت مشکل د زموږ په ځای کې ډېر دی نو هر سهار چې موږ بازار ته راځو نو موږ یو ساعت انتظار کوو او یا له بازاره کور ته ځو نو د یو ساعت لپاره انتظار کوو، موټرنه پیدا کېږي که څوک شخصي موټر یا موټرسیکل ولري نو ښه ده، که څوک موټر ونه لري نو ټوله ورځ انتظار کوي.))
دی وایي چې موږ له مسوولو کسانو څخه غوښتنه کوو چې دلته په پکتیکا کې د ترانسپورت یو سېستم فعال کړي، او وایي چې که د هندي ریکشو شرکت دلته راوړل شي،  نو یو خو به دا ځوانان مصروف شي بل خوا دا د خلکو ستونزه حل شي.
په مرکز ښرنه کې یو تن رېکشه چلوونکی چې د خوست ولایت اوسېدونکی زیاتوي، د مرکز ښرنې سربېره په لرو په سیمو کې دغه ډول سهولتونه برابره شي، ترڅو ټول خلک د یاد ترانسپورتي خداماتو څخه برخمن شي، او خپلو ورځنیو کارونو ته وخت سره رسیدنه وکړای شي.
رېکشه چلوونکی داسې وایي: (( بس شکر دی موږ پکتیکا ته راغلي یو او ډېر خوښ یو دا د پوهنتون محصیلین دي ځو او راځو پوهنتون ته، د پوهنتون سورلۍ وړو او دربس هم پیدا کېږي اول خو خلک دومره ورسره بلد نه وو خو ان شاالله ورځ په ورځ به ښه کېږي ورسره.))
هغه وایي، له یوه شخصي شرکت څخه یې رېکشه په ورځنۍ کرایه نېولې او په ورځ کې دوی یاد شرکت ته دری سوه افغانۍ ورکوي، او دوی هم په دې توګه یوه ګوله ډوډۍ حلال رزق د خپلې کورنۍ لپاره برابره وي.
سېلاب د پکتیکا پوهنتون زده کړیال دی وایي، چې مرکز ښرنې ته د هندي رېکشو په راتلو سره د دوی ترانسپورتي ستونزه تر ډېره بریده حواره شوې او پدې برخه کې د نورو خداماتو غوښتنه کوي.
د هغه په وینا پخوا به دوی پوهنتون په تللو سره له ګڼو ستونزو سره مخ و او که شخصي موټر نه وای پیدا شوی نو دوی به هم مجبورېدل ترڅو تر پوهنتون پورې په پښو لاړ شي، او خپلو زده کړو ته پدې شکل دوام ورکړي.
ده زیاته کړه : (( دلته چې دی د ترانسپورت مشکلات ډېر دي، مخکې خو بیخي ډېر وو اوس د رېکشو په راتګ سره یو څه اندازه راکم شوی دی خو بیا هم هغسې په صحیح طریقې سره دا مشکل حل شوی نه دی، دغه مشکل هغه وخت حل کېدای شي چې رېکشې زیاتې شي. مخکې به موږ په تراکتور کې سوارېدو کله په یو شي کې کله په بل شي کې.))
هغه غواړي چې باید ترانسپورتي ستونزه په ټوله پکتیکا کې حل شي تر څو خلک په اسانۍ سره تګ راتګ وکولای شي او خپل کارونه په سم ډول ترسره کړي.
د پکتتکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکی ولي الرحمن چي په مرکز شرنه کې چې په یوه درملتون کې درنده لري، زیاتوي، کله چې کور ته په رخصتي ځي نو د موټر نه پیدا کېدو له امله په خپل سره نشي کولی ترڅو کور ته لاړ شي، هغه پدې برخه د اډو فعالولو غوښتنه کوي.
نوموړی وایي، نېږدې ولسوالیو کې د موټرو اډې نشته او نه څوک د موټر څخه د سورلۍ لپاره کار اخلي.
ولي الرحمن داسې وایي : (( د موږ د خوشامند ولسوالۍ ترانسپورت زیات مشکل لري، کومه ورځ چې راځو هلته موټر نه پیدا کېږي مکمله ورځ په لاره تېرو سخت مشکلات دي بیا دلته مرکزښرنې ته ځّان راسوو، دلته چې ځان وظیفې ته حاضر و په وخت رسېده ګي نه کېږي هلته غیرې حاضر لیکل شوي و ډېر مشکلات دي ترانسپورت ته باید ډېره پاملرنه وشي.))
 موږ هم په ترانسپورتي برخه کې د خلکو ټولې ستونزې او غوښتنې د پکتیکاولایت د ترانسپورت ریاست له مسوولینو سره شریکې کړې.
د دې ولایت ترانسپورت د انسجام عمومي مدیر زرین ملنګ په ځواب کې وویل، چې له مرکز ښرنې سره د لویو ولسوالیو او ولایتونو لپاره منظمې ترانسپورتي اډې جوړې شوې دي او نېږدې سیمو ته ورته سهولتونه او د اډې جوړې شي، ترڅو پدې ولایت کې یاده ستونزه کمه او یا هم له منځه یوړل شي.
ښاغلی ملنګ خلکو ته ډاډ ورکوي، چې دغه ستونزې ته په خپل وخت سره رسېدنه کوي.
ښاغلی وايي : (( موږ ډېرمشکل حل کړی دی د اډو په برخه کې، دلته په داخل د ښار کې چې کومې اډې دي ان شاالله برابرې دي څلور طرفو ته مقصد د کټواز په طرف باندې د اورګون په طرف باندې د ګردېز په طرف باندې او پاتې شوه د نېږدې منطقو کې کوم د ښار مربوطات دي ان شاالله اوس ریکشې راغلې دي له دوی سره مو همه  هنګي کړې ده او کوشش کوو چې ښه ترتیب ورته برابر کړو او ان شاالله د ټولو پکتیکاوالو ستونزې به حل کوو.))
هېره دې نه وي، چې د پکتیکاولایت لرو پرتو سیمو ته یو شمېر سرکونه هم خام دي، چې د مسوولینو له لوري یې د جوړېدو ډاډ ورکړل شوی دی او په ځینو یې عملآ کار هم روان دی.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي