پکتيکا: د ښه امنیت له کبله د خلکو په ورځني ژوند او کاروبار کې مثبت بدلون راغلی

73
د کتلو شمېره

پکتيکا: د ښه امنیت له کبله د خلکو په ورځني ژوند او کاروبار کې مثبت بدلون راغلی
د پکتيکا خلک وايي، چې د ښه امنیت په را تلو سره  دوی اوس په هر وخت کې هر ځای ته تګ او راتګ کولای شي او خپل کارونه د امن په فضاء کې په خورا ډاډمنه توګه ترسره کوي.
د دوی په وینا پخوا یې زړه نه شو ښه کولی چې په دې ولایت کې په ډاډه زړه خپل کاروبار وکړي، خو اوس په هېواد کې د سرتاسري امنیت په رارسېدو سره دوی هم هڅه کوي، ترڅو په خپله سیمه کې خپل کاروبارونه وکړي او هم نور تجاران او پانګوال تشویق کړي چې په دې ولایت کې سرمایه ګزاري وکړي.
په دې اړه د پکتیکا مر کز ښرنې یو تن هټۍ وال وایي، چې مخکې به چې کله دوی د هېواد له نورو ولایتونو او سیمو څخه د خپلو دوکانونو لپاره مالونه واردول نو په لویو لارو کې به د نا امنیو له امله له ډول ډول ستونزه سره مخ کېدل چې خوشبختانه اوس دغه ستونزه حواره شې ده او اوس په اسانۍ سره کولی شي، د خپلو هټیو لپاره هر ډول مالونه وارد کړي.
د ولې خان په خبره ډیری وخت به داسې هم کېدل چې د دوی دوکانونه به د اجناسو له کمښت سره مخ و، او دوی به نشوی کولی چې په وخت سره مالونه راوړي، خو اوس د اسلامي امارت په راتګ سره په ډاډمنه فضا کې د خپلو هېوادوالو په اسانۍ سره د اړتیا وړ توکي وارد کړي.
هغه د اسلامي په رتګ زیات خوشاله دی او دا څرګندوي چې د ژوند اکثره کارونه یې د ښه امنیت په اساس اسانه شوي دي.
نوموړي په خپلو خبروکې وویل: (( زه به مخکې دومره خفه وم چې د ما د دوکان مواد به ختم شول، چې دا بیا کله راسیږي دومره به یې  خرڅولوته ته وم خپه لکه لکه راوړلو ته، خو اوس حالت بل ډول دي ارمه یم امنیت دی هیڅ ستونزه نشته او خپل کار په پوره شوق سره تر سره کوم او دالله شکر ادا کوم چي زموږ پر وطن داسې ارمه ارمي ده.))
نومړی هیله لري چې دا د امنیت فضا تل تر تله برقراره وساتل چې تر څو زموږ کاروبار او او زموږ هېواد لا پرمختګ وکړي او د موږ ټولو ژوند تل په خوشالیو کې وي.
د پکتیکاولایت یو تن موټر چلوونکی  عبدالله افغان له مېلمه راډیو سره په خبرو کې وایي، دوی په تېرو نا امنیو کې خپل موټرواني په ښه زړه نشو کولی، خو اوس هېواد ته د سولې په راتګ سره شپه او ورځ هڅه کوي، ترڅو خپله موټرواني وکړي، او هېواد لپاره د ښه خدمت کولو سبب وګرځي.
نومړی زیاتوي، پخوا به دوی وروسته له ماذدګر څخه نورو سیمو ته سورلۍ نه وړلې ځکه چې په لویو لارو کې به د غلو او نورو ستونزو سره وخت ناوخت مخ کېدل، چې اوس د ااا په راتګ سره یاده ستونزه هم له منځه تللې او هر څوک په ډيرې اسانۍ سره کولی شي چې شپه او ورځ خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه: (( زه غواړم چې ټول ژوند مې  داسې په امن کې تېرشي بیا نه جنګ ووینم نه بدې پښې اونه باید په ژوند کې وډارشم، ما به مخکې  ټکسي په دا نېږدې سیمو کې چلوله اوډارېدم به چې  له کومې بدې پښې سره مخ نه شم، اوس شکر هرځای ته چې وغواړم ځم او تللی یم او تر اوسه هیڅ ستونزه نشته دا ټوله د امنیت اواسلامي امارت برکت دی.))
 هاشم خان د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي چې ریښتیا هم امنیت د د خلکو په کاربار مثبت اغېز کړی دی مخکې به چا کاروبار ته زړه نه شو ښه کولای چې کاروبار شروع کړي ځکه چې له خلکو سره به ویره او خوف و، خلکو د ته زړه نه ښه کاوه  چې پر خپلې شتمنۍ په د بد وضعیت کې پانګونه وکړي، او خپل هر څه په خطر کې واچوي علت یې د امنیت نه شتون وه.
هاشم خان  زیاتوي: (( که ووایم چې امنیت د خلکو په کاروبار مثبت اغېزلري، دا سل فېصده حقیقت لري ځکه چې مخې به امنیت نه  وه امنیت ډاډمن نه وه خلکوبه  کاروبار ته زړه نه ښه کوه ځکه دوی په ویره کې وه دوی په ډار کې وه نو خلکونه غوښتل چې  خپلې پیسې او خپله شتمني باندې دلته په هېواد کې پانګونه وکړي، دوی کاروبار ورباندې جوړ کړي او دوی بیا د خپل کاروباره ګټه وکړي په د خطر ډېری خلکو کاروبارته زړه نه ښه کاوه ځکه دلته وضیعیت بل قسم روان وو حلات خراب و. امنیت ډاډمن نه وه که د ښارونو وضعیت وه که کلیوالي سیمو کې وضعیت وه څنګه چې وای هغه سې نه وه.))
دی زیاتوي چې امنیت د یو هېواد د یوې سیمې او د ټولنې لپاره زیات مهم دی، هم يې د پرمختګ لپاره هم يې د خلکو د ژوند او ارمتیا لپاره، که موږ او تاسې وګورو چې هر هغه هېواد چې ښه امنیت ولري د هغه هېواد هر څه له نور ښه او مثبت وي او هم په خپلو کارونو کې بدلون موندلی شي.
په دې تړاوهاشم زیاته کړه: (( یو ښه مثال یې زه د پکتیکا ولایت او غزني ولایتونو ترمنځ پورت د چهاردیوال بازار یادولی شم.
چهاردیوال بازارمخکې کالونوکې ډېرجوش کې راغی او ډېره واده یې وکړه خو د امنیت د نه شتون له امله هغه بازاریو مخ سقوط وخوړه مکمل بازار بند شو دوکاندارانو هغه کسانو چې دوی کاروبارونه پکې بند کړي وو دوی خپل را انتقال کړه کلوالي سیموته یا هم لویو لویو ښارونو ته لکه غزني او پکتیکا ته یې یووړل خو اوس چې کله امنیت ډاډمن شو، د امارت په راتګ سره چې امنیت ډاډمن شوی دی الحمدالله، د چهاردیوال بازار ته که وګورې، که د پکتیکا سره سمون ونه خوري خو تر پکتیکا کم هم نه دی، ځکه زیاته اندازه باندې خلک غواړي چي هملته کاروبار وکړي، اوس زیاترو د غزني او پکتیکا خلکو هلته کاروبارونه شورع کړي خپل کاروبارونه په ډاډمن امنیت کې دوام ورکوي دوی هم خوشاله دي، دولت هم خوشاله دي اوخلک هم خوشاله دي.))
د نوموړي په وینا، ډاډمن امنیت د انسان په ژوند کې تر ټولو اړینه موضوع ده، ځکه که چېرې په کوم هېوا یا سیمه کې پوره او ډاډمن امنیت وي، نو خلک په ټولو برخو کې کولی شي، چې په خپلو ورځني ژوند کې هر ډول پرمختګ او لاسته راوړنې ولري، خو که چېرې امنیت یا سوله نه وي، نو هېڅوک هم تجارت، اقتصاد، تعلیم او صحي برخو کې نشي کولی پانګونه او یا هم پرمختګ وکړای شي.
اجمل د پکتیکا ولایت اوسېدونکي دی وايي چې ښه امنیت د یو هېواد او خکو او ټولنو لپاره د اوبو په څېر مهم  او حیاطي ارزښت لري، د ده په  وینا ټول موږ مسؤلیت لرو چې د خپل ولایت او سیمو امنیت په برخه  کې له خپل حکومت سره یو ځای ودرېږو.
ښاغلی اجمل په د اړه وايي  (( په  پکتیکا کې ډاډمن امنیت او ښه امنیت د خلکو په کاروبار او تجارت باندې مثبت اغېز کړی دی، مثبته پایله یې ور کړې ده هغه که په مرکز ښرنه کې ده که په ولسوالیو کې ده، د ولسوالیو خلک مرکز ښرنې ته ښه په ډاډه زړه راځي، د شپې وي که د ورځې وي هیڅ ستونزه نه لري، ورسره په څنګ کې یوه غټه او مثبته پایله د امنیت دا ده چې د غلاوو مخه نیول شوې او له دې سره یې د خلکو په ژوند باندې په ټولو برخو کې مثبت اغېز کړی .))
دی زیاتوي ،چې امنیت د یوهېواد لپاره په هره  برخه کې مهم دی، که چېرته د یو هېواد امنیت ښه وي نو هغه هېواد به د نورو په پرتله ډېر زر پرمختګ وکړي.
په دې اړه د پکتیکا ولایت د امنیت امر جاوید بدري وویل چې الحمدالله په پکتیکا کې تراوسه داسې پیښه نه ده شوي، چې د چا سر او مال ته پکې زیان اوښتی وي، دی زیاتوي چې موږ ټول کوشش کوو چې په هر قیمت کېږي او دموږ مسؤلیت دی چې د پکتیکا خلکو ساتنه وکړو، او موږ ډاډ ور کوو چې ان شاءالله هیڅوک نه شي کولای چې د زموږ د هېوادوالو خوبونه خراب کړي.
نوموړي زیاته کړه: (( د اسلامي امارت په رتګ سره الحمدالله په پکتیکا کې د خلکو سر او مال ساتنه شوې سرمایه داران او تجاران په ډاډه زړه  سرمایه ګذاري کوي خپلو تجارونو او کارونو ته پرختیا ور کوي، او همدارنګه د اسلامي امارت سره په ګډه د امنیت په برخه کې همکاري کوي، اسلامي امارت د امنیت، تجارت او دځوانانو د بوختیا په برخه کې لېولتیا لري.))
ښاغلی بدري زیاتوي چې په ټول افغانستان کې اوس امن امنت دی د هر چا مل او سر خوندي دی او هر څوک په ښه زړه سره خپل ورځني کارونه پرمخ وړي او هیله مند ژوند ته  دوام ورکوي.
هېره د نه  وي چې د اسلامي امارت په راتګ سره، خلکو دامنیت په برخه کې هیلې را ژوندۍ شوې دي، او د مخکې په پرتله اوس خلک په هره برخه کې ډاډه شوي دي او په هېواد کې د پوهنې، روغتیا، اقتصاد او نورو برخو کې د خلکو او حکومت ژمنتیا ډېره شوې ده.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي