خوست کې ۱۵ کلنه دښمني پر دوستي بدله شوه

92
د کتلو شمېره

د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پنځلس کلنه بدي نن شنبه ماسپښين پر دوستۍ بدله شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د موسی خېلو ولسوالۍ امنیې قوماندان ملا اسلام نور جهاد منګل راغلو مېلمنو ته زیاته کړه، چې هڅه کوي د خپل ورسپارل شوي مسوولیت ساحه کې د جنجالونو مخه ونیسي او پخوانیو شخړو ته د قومي سپین ږیرو او ځایي متنفذینو په ملتیا د پای ټکی کېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې د لسیزو سابقه لرونکې شخړې د سیمې قومي مشرانو او د ځایي مسوولینو په منځګړیتوب هوارې شوې او په دوستۍ پای ته رسېدلې دي.
په یادو مراسمو کې ملکي او نظامي چارواکو، د سیمې علماء کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي