پکتیکا: د افغانیو ترویج او د خلکو په کاروبار يې مثبت اغېز!

76
د کتلو شمېره

د دې ولایت چارواکي خبر ور کوي، چې په مرکز او ولسواليو کې د افغانيو د ترویج په موخه وخت په وخت د عامه پوهاوي پروګرامونه په لار اچول شوي، چې د سوداګرو په کاروبار یې مثبت تاثیر کړی، او په همدې سره په افغانیو پیر او پلور هم زیات شوی دی.
دوی زیاتوي، چې د دغو عامو پوهاوي پروګرامو وروسته دوکانداران او سوداګر هم تر ډېره د افغانیو په ارزښت پوه شوي دي، او تر ډېره په راکړه ورکړه کې افغانۍ کاروي.
د پکتیکا د والي وياند امین الله مندوزی وایي، چې تر بل هر وخت په دې ولايت کې په افغانيو باندې راکړه ورکړه زیاته شوې، چې په دې سره د افغانيو قېمت هم د اثارو په بازار کې تر پخوا لا ښه شوی دی او د توکو بیو په کنټرول کې یې هم مهم رول لوبولی دی.
د نوموړي په خبره، دوی او ټول هېوادوال دا مسوولیت لري ترڅو په بازارونو کې په خپلو کرنسیو یعنې افغانیو باندې راکړه ورکړه ترسره کړي، ترڅو د افغانیو ارزښت نور هم لوړ شي.
هغه وایي، د حکومت له لوري وخت په وخت د خپلې ملي کرنسۍ د رايجولو په موخه په مرکز او ولسواليو کې له ولسونو سره غونډې نيول شوې او د دې تر څنګ د ديني عالمانو په مرسته د هغوی لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه برابر شوي، چې په پایله کې یې په افغانيو راکړه ورکړه په دې ولایت کې تر بل هر خت زیاته شوې ده.
د نوموړي په خبره: (( افغانۍ زموږ ملي کرنسي ده او هر هيوادوالو د دې کرنسي په دود کې مسؤل دی تر څو د خپل ځان او خپل کور لپاره ورځنۍ راکړه ورکړه په دې کرنسي باندې تر سره کړي، چې په پایله کې به یې زموږ ملي کرنسي د اثارو په نړيوال بازار کې خپل عزت او قدرت ساتلی وي او تر څنګ به د نرخونو په کنټرول کې مهم رول ولري.))
د ښاغلي امین الله مندوزي په وينا، چې تر لرې پرتو ولسواليو پورې د افغانيو د ترویج په موخه کار تر سره شوی، چې حتا په سرحدي ولسواليو کې هم را کړه ورکړه په بشپړ ډول باندې په خپلو پیسو يعنې افغانيو تر سره کېږي.
هغه د پکتیکا اوسېدونکو غږ وکړ، چئ د ملي احساس له مخې د خپلې ميلي کرنسي د رايجولو په برخه کې دې همکاري وکړي، تر څو په کمه فېصدي پاتي ساحو کې هم په افغانيو راکړه ورکړه شروع شي.
 
بل لورته د پکتیکا اوسېدونکي وایې، چې دوی د خپلې ملي روپۍ افغانۍ په قدر پوه دي او هڅه یې دا ده، چې په بشپړ ډول د پکتیکا په ټولو بازارونو کې په افغانيو باندې را کړه ورکړه تر سره شي.
نعمت الله چې د مرکز ښرنې اوسېدونکی دی وایې، د خپلې ملي کرنسي د رايجولو په موخه لومړی خپلې ټولې پیسې افغانیو ته اړولې دي، چې له هغه وروسته یې په ټولنېزه بڼه د دې کمپاین يو برخه ډکه کړې او دا هڅه به لا نوره هم وکړي.
نوموړی زیاتوي، چې افغانان باید د ملي احساس له مخې دې برخې ته جدي توجه وکړي او په ټوله راکړه ورکړه په خپلو کرنسیو ترسره کړي.
هغه وایې: (( ما چې کله هم ټولې ورځنۍ معاملې په افغانيو تر سره کړې او خپلې پیسې مې له بهرنيو اثارو خپلې کرنسي ته اړولې، د تجارت په برخه کې یې د زیان پر ځای یوازې ګټه لېدلې ده، ځکه چې اکثره وخت په پردیو پیسو باندې تجارتي معاملې مخته وړل د زیان لامل شي.))
 
د دې ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی میرولي وایې، افغاني زموږ ملي هویت دی، چې د ساتلو او په ښار کې د رايجولو لپاره یې زه، ته او هر څوک مسؤلیت لرو، او دوی هم هڅه کوي چې ټوله خریداري په افغانیو ترسره کړي
هغه وايې: (( افغانۍ ملي هوئت را کړی دی، موږ د همدې پیسو يا کرنسي په سر د نړيوال بازار په اثارو کې موږ بلل کېږو، نو لازمه ده، چې ولسونه په دې برخه کې د حکومت ملا وتړي او تر هر کور، دوکان او جيب پورې خپله ملي کرنسي ورسوي.))
 
هاخوا بیا دوکانداران وایې، چې د افغانيو له ترویج سره یې په کاروبارونو کې د پام وړ مخته تګ راغلی، او که چېرې په پوره ډول عملي شي په کاروبارونو باندې به نور هم مثبت تاثیر وکړي.
سلیم چې په ښرنه ښار کې د خوراکې توکو دوکان لري وایې،  چې په افغانيو به دوی سودا را وړه، خو په کلدارو يا نورو بهرنیو اثارو به یې دلته پلورله چې وخت ناوخته به یې زیان کاوو، خو د افغانيو له ترویج وروسته يوازې دا نه چې دوی له زیان څخه ساتل شوي، بلکې د یو شمېر توکو بیې هم را ښکته شوې دي.
دی وایې: (( موږ خپله سودا په مطلق ډول سره له افغانيو بغیر په نورو پیسو باندې بنده کړې ده، ځکه چې په دې ډول سره نه موږ او نه هم هغه مشتريان زیانمن کېږي، چې دوی افغانۍ لري او موږ بیا هم ځکه په دې برخه کې همکار يوو، چې یو طرف له زیان څخه ژغورل کېږو او له بل لوري به مو خپله ملي کرنسي افغاني په بازار کې رواج شوې وي.))
 
خو خلک  دا هم وایې چې په بازار کې د افغانيو کمښت وخت ناوخته ستونزې را ولاړوي او دوی غواړي، چې د کمښت مخنيوی یې وشي.
فدامحمد چې د سرروزې ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایې، چې که د افغانيو د ترویج موضوع ښه کېدل په کار وي، نو مهمه ده، چې په بازار کې افغانۍ زیاتي او د کمښت د مخنيوي په موخه یې بانکنوټونه تر خلکو ورسېږي.
هغه وایې: (( که څه هم چې د اوس لپاره دا ستونزه دومره لویه نه ده، خو د خلکو سرمایې له نورو اثارو افغانيو ته له اوښتو سره به په صرافیو کې د افغانيو کمښت راشي، چې تر اوسه هم که کله راغلی دی ستونزې یې زېږولې.))
هغه له مسؤلینو غواړې چې د افغانيو د زیاتوالي تر څنګ دې د زاړه بانک نوټونو موضوع ته هم فکر وشي او زړې روپۍ دي له بازاره ټولې کړل شي.
 
د پکتیکا ولایت وياند امین الله مندوزی په دې برخه کې هم ډاډ وړاندې کړ، چې تر ټولو صرافیو او بانکونو پوره بانکنوټونه رسېدلي، چې د کمښت تر څنګ د زړو روپیو مخنيوی هم شوی دی.
د ده په وینا: (( موږ ټول اړخونه سنجولي دي او بیا وروسته مو د افغانيو د ترویج په موخه اقدام کړی دی، چې انشاالله تر اوسه په کومه سیمه کې د کمښت يا د پیسو زړښت له امله ستونزه نه ده را پورته شوې.))
 
د یادونې وړ ده، چې په پکتیکا ولایت کې وړاندې له دې هم څو ځله د افغانيو د ترويج موضوع را پورته شوې، خو دا ځل د مسوولینو له لوري دا موضوع جدي توګه نيول شوې او د پکتیکا ولایت په مرکز سربیره په ټولو ولسواليو کې د خلکو تر منځ د نورو اثارو په ځای افغانيو ته ارزښت ورکړل شوی دی او داسې، چې هيله مندي شته، تر څو په لږ نور وخت کې په پوره ډول راکړه ورکړه په حپله ملي کرنسي افغانيو باندې تر سره شي.
هېره دې نه وي، چې د افغانستان هم د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه میلیونونه افغانۍ لېلاموي، ترڅو د افغانیو اوسنۍ ارزښت په بازار کې په خپل ځای پاتې شي، او د سوداګرو په کاروبارونو کې هم تاثیر پیداشي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي