ننګرهار کې له ۴۸۷ کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

135
د کتلو شمېره

د ننګرهار لایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست په چوکاټ کې د ماشوم ساتنې، کډوالۍ نړۍوال سازمان او اسلاميک ريليف مؤسسو له لوري بېوزلو او د طبيعي پېښو له امله ۴۸۷ زيانمنو شويو کورنیو سره د څلور مېليونه، نهه سوه څلور نوي زره  او دوه سوه افغانيو نغدي مرسته وشوه.
د معلوماتو له مخې ماشوم ساتنې مؤسسې د دوربابا ولسوالۍ ۲۳۹ بېوزله کورنيو سره د دوه ميليونه، ۴۴۳ زره او ۷۰۰ افغانيو نغدي مرسته وکړه چې ۱۵۲ کورنيو ته يې ۱۲۷۰۰ او ۸۷ کورنيو ته ۵۹۰۰ افغانۍ ورکړې.
بل لور ته د ډنمارک کډوالۍ سازمان له لوري دره نور ولسوالۍ کې ۹۴ بېوزله کورنیو ته يو مېليون، لس زره او پنځه سوه افغانۍ ووېشل شوې، چې هرې کورنۍ ته ۱۰۷۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.
په ورته مهال اسلاميک ريليف مؤسسې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د طبعي پېښو په ۱۵۴ زيانمنو شویو کورنيو يو ميليون او پنځه سوه څلویښت زره افغانۍ ووېشلې، چې هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورسېدې.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي