سبا ورځ هرات کې عمومي رخصتي اعلان شوه

126
د کتلو شمېره

ټاکل شوې سبا د افغانستان په هرات ولايت کې د ټاپي پروژې عملي چارې داسې مهال پيل شي چې افغان او ترکمني چارواکي به پکې ګډون ولري.
د دغې پروژې د چارو هوکړه په ۱۳۹۴ کال شوې وه؛ خو له ۱۳۹۶ کال را وروسته یې چارې په ټپه ولاړې وې.
دا پروژه د افغانستان او ترکمنستان څخه د څو کمپنیو لخوا پلې کېږي او همدا راز افغانستان د ګازو تصدي د ترکمنستان دولتي ګازو شرکت او له افغانستان څخه دوه خصوصي شرکتونه پکې ګډون لري.
د ټاپي ګازو نل ليکه ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لیږدول کېږي.
د دې نل‎لیکې ۱۴۷ کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې افغانستان کې چې له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له پاکستان څخه لېږدول کېږي.
د هرات کندهار د لویې لارې ترڅنګ د نل‎لیکې له تېرېدو سره به د پاکستان د کوټې او ملتان له ښارونو تېره شي او په پای کې به د هند فازیلیکا ته ورسېږي.د دې پروژې ټول لګښت ۲۲ مېلیارده او ۵۰۰ مېلیونه ډالره ښودل شوی دی.
افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰ مېلیون ډالره د ترانزیت، او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه نو تر لسو کلونو۵۰۰ مېلیونه متر مکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو مېلیارد مترمکعب کاز ترلاسه کوي.
د يادولو وړ ده چې د ا.ا په راتګ سره د ځينو لويو او وړو پروژو چارې پيل شوې او ځينې نورې تر کار لاندې دي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي