روڼ اندي خلک په دې اند دي چې سواد د هېواد اساس او بنسټ جوړوي، نو په همدې اساس اړتيا ده چې د علم په ډګر کې سالم رقابت او د پرمختګ پر ميتودونو کار وشي، ترڅو ټولنه او هېواد مو په عصري او معياري ډول پر مخ ولاړ شي.
دوی وایي، چې د علم او پوهې برخې ته دې لا زیاته پاملرنه وشي او هڅه دې وشي، چې په معیاري شکل سره اوسني نوي ځوانان او راتلونکی نسل ورزو، تر څو په سیاسي او اقتصادي نظام کې هغه ځای ونيسو چې اړتيا یې تر سترګو کېږي.
د دې موضوع په تړاو ياسين وایي، که زموږ په هېواد کې پخوا لا د معياري زده کړو زمينه برابره وای، لرې نه وه، چې اوس به موږ هم د نوې او پرمختللې نړۍ هغه برخه وه، چې نورو به مو له ټيکنالوژي او برښنایي توکو څخه استفاده کوله.
د هغه په خبره، خو دا چې زموږ لپاره په هغه ډول زمینه ساز نه شوه لکه د نورې دنیا، موږ د خلکو له توليداتو څخه ګټه اخلو، چې دا زموږ په اقتصاد مستقيم تاثير لري او وينو چې زموږ سرمايې په یو او بل ډول د نړۍ پرمختللو هېوادونو او تجارانو ته انتقالېږي.
دی وایي: (( له نورې دنيا سره د سیالي لپاره زموږ يوازينۍ لار د علم حاصلول دي، چې له دې چارې بغير موږ نه شو کولی، چې د نوې او پر مختللې نړۍ سیالي وکړو، ځکه چې دوی د پوهې په زور خورا مخ ته تللي او موږ اوس په دې هڅه کې یوو چې دا لار تعقيب کړو.))
نوموړی دا هم وایي، چې زما هيله همدا ده، چې زموږ ټوږلنه د علم په ارزښت پوهه او دې برخې ته خاص کار ووایې، ځکه چې يوازې دولتونه نه شي کولی خلک د علم په ګاڼه سمبال کړي، بلکې دولتونه يوازې د پوهې د خپلولو لپاره زمينه برابروي او ټولنه به له دې اسانتيا څخه ګټه پورته کوي.
يو بل ځوان ډاکټر فضل الرحمن وایي، د زده کړو ارزښت دومره زیات دی، چې زه یې په اړه پوره معلومات نه شم بیانولی، خو زموږ د ټولنې تر ډېره دې برخې ته پام نه دی شوی او اړتيا دا ده، چې د علم څادر موږ ټول په ځان وغوړوو او په نږدې راتلوونکې کې دنیا ته يوه باسواده ټولنه وړاندې کړو.
نوموړی زیاتوي، نوې دنیا په خورا نوي شکل سره ژوند کوي، خو زموږ برخه لا هم هغه پخوانۍ ده او نه يو توانېدلي، چې د نوې دنيا سیالي وکړو، مګر که وغواړو ژر به داسې پېښ شي، چې افغانان به له نوې دنیا سره د علم او پوهې په برخه کې سیالان وي، ځکه چې موږ ښه استعدادونه لرو او د دې استعداودونو د را وېښولو لپاره کورنی، ټولنېز او دولتي ملاتړ ته اړتيا ده، چې باید اړوند کسان خپل مسؤلیت ادا کړي.
هغه زیاتوي: (( علم وکړئ که په چين کې هم وي، «الحديث». دې حادث شریف ته په کتو باید د پوهې لمن ونيول شي او تر هغو ټولو خلکو ورسېږي، تر دې دمه ياد خدمتونه نه دي ورته تر سره شوي او په دې برخه کې يوازې دولت نه، بلکې زه، ته او ټوله ټولنه مسؤلیت لري، چې باید کار تر سره کړي.))
ديني عالم مولوي واحدالله هم د علم او پوهې په ارزښت وایې، چې يوازینۍ لار علم دی چې دين او دنیا مو دواړه برابروي.
هغه وایې، د ديني علم تر څنګ دې په عصري پوهه هم پوکس وشي، تر څو وکولی شو چې له نورې نړۍ سره د ديني او عاصري علم په برخه کې سیالي تر سره کړو، چې په دې ډول سره زموږ د پرمختګ او هوساينې لپاره هم زمینه برابرېږي.
دی وایې: (( د اسلام مبارک دين هم په دې ټينګار کوي، چې علم دې وشي او په هره برخه کې دې زموږ د ټولنې وګړي پوهه تر لاسه کړي، ځکه چې د يوې ټولنې د پرمختللو لپاره د هرې برخې مسلکي کس ته اړتيا ده.))
واحدالله زیاتوي، علم به مو له سیالانو سره برابر کړي، او موږ به نورې دنیا ته دا په ګوته کړ، چې د علم او پوهې په برخه کې تر تاسو هم موږ ژر بېشرفت کولی شو، خو هغه وخت چې کله زموږ ټولنه دعلم په ارزښت پوهه شې او دې برخې ته لویواله شي، چې خوشبختانه تر پخوا زموږ د زده کړو بهیرونه چټک او زیات شوي، چې دا ړ يو روښانه راتلونکي پیغام را کوي.
قومي مشران بيا د دې موضوع په اړه وایې، چې که علم او پوهې ته توجو نه وای شوې، نن ورځ به موږ ځينې بد او ناوړه دودونه له منځه نه وای وړي.
ظاهرخان وایي، وروسته له هغه چې زموږ ټولنې نسبت پخوا ته زیات علم تر لاسه کړ، ومو لېدل چې زیاتره بد دودونه او رواجونه یې له منّځه ور سره يووړل، چې ښه مثال یې په بدو کېد نجونو ورکول دي، چې اوس دا دود ختم شوی او لامل یې پوهه ده.
هغه زیاتوي: (( زه ممکن د پوهې او علم په اړه زیات څه و نه شم ويلی، خو دومره پوهېږم چې هغه کس ړوند دی، چې زده کړې نه لري، خو هغه کس بيا بينا دی، چې زده کړې یې تر لاسه کړې دي.))
حاجي خان ګل هم په دې تړاو وایې، چې زده کړې په ټولنه کې د ناوړه دودو نو د ختمولو يوازیخۍ لار ده او په دې ډول سره به موږ ژر برالي شو، چې له خپلې ټولنې څخه د ناپوهۍ څادر لارې او د علم ډوه ورته بل کړو.
هغه وایې، چې زه هر هغه زده کوونکی په راتلوونکي کې بولم، کوم چې هر سهار زه له شنې بکسې سره د ښوونځي په لورې روان وينم، زه خوشاله کېږم او رڼا وطن هيلې مې په زړه کې زرغونېږي.
نوموړی زیاتوي: (( شه خوند راکوي، هغه ماشوم چې ښوونځي ته ځي، هغه ځوان چې پوهنتون ته روان وي، زه دوی په موټر کې را سره وړم، ځکه چې همدا مې په وس کې دی، ګنې د علم حاصلولو په موخه چې څه په وس کې لرم، د دې خلکو تر سر دې جار وي.))
هغه د ټولنې په ټولو مشرانو، ځوانو او مسؤلينو غږ وکړ، چې د علم او پوهې د تر لاسه کولو په موخه دې خپل ماشومان د نورو له مزدوري منعه کړي، کړي او په دوی دې زده کړې وکړي، تر څو راتلونکی افغانستان په ځان بسیا او ټول وګړي یې تعلم ولر.
د یادونې وړ ده، چې په دې ولایت کې حکومتي چارواکو وړاندې ويلي، چې دوی د پکتیکا هغو ولسواليو لپاره د پوهنې بهیر غځولی او ټولو ولسواليو کې د زده کړو چارې روانې دي، چې په نږدې راتلوونکي کې به يو شمير ښوونّځیو ته د ودانیو جوړولو تر څنګ ځينې ښوونځي به ارتقا هم وکړي، چې له دې سره به د زده کړو په برخه کې د پام وړ ښه والی راشي.
تبصرې 0