په هسپانیا کې د افغانستان د سفارت تعامل

252
د کتلو شمېره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر دې وروسته په هسپانیا کې د افغانستان د سفارت ټولې چارې قانوني او دوی ته د منلو وړ دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل وایي، په یاد هېواد کې د افغانستان سفارت د بهرنیو چارو له وزارت سره د تعامل په تړاو اعلامیه خپره کړې ده:
«ټول هغه اسناد چې هلته د افغانستان سفارت ته راجع کېږي، هغوی به یې تصدیقوي، بیا به د بهرنیو چارو وزارت ته رالېږل کېږي او ټول به په قانوني بڼه طی مراحل کېږي، د بهرنیو چارو وزارت هم ټول هغه اسناد چې په هسپانیا کې د افغانستان د سفارت له لوري رالېږل کېږي، د اعتبار وړ بولي او قانوني دي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم کلید ته وویل چې په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه فعال دي او د بهرنیو چارو وزارت لارښوونې عملي کوي:
«له نېکمرغه په وروستیو کې چې په هالنډ کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت اطاعت وکړ او اوس په هسپانیا کې، دا یو ښه اقدام دی، دا د دې سبب کېږي چې په ټولو هېوادونو کې افغان سفارتونه په مسوولیت سره خپل کار وکړي او هلته مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمتونه وړاندې کړي. اسلامي امارت هڅه کوي چې په نورو هېوادونو کې چې سفارتونه له نه دي په اړیکه کې شوي، هغوی هم په اړیکه کې کړي.»
د چارو کارپوهان وایي چې د مرکزي حکومت له همکارۍ پرته سفارتونه په نورو هېوادونو کې کومه معنی نه لري او نه څه کولای شي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی معین ګل څمکنی وایي، د افغانستان ډېپلوماټیکه دستګاه باید لا نوره هم فعال شي:
«ښه دا ده چې د بهرنیو چارو وزارت خپلې هلې ځلې نورې هم زیاتې کړي، لیده کاته وکړي، پلاوي ولېږي، ترڅو هم هلته د افغانانو ستونزې حل شي او هم هغه هېوادونه زموږ سره ډیپلوماټیکو تعاملاتو ته داخل شي.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی بیا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بهرنۍ پالیسي بریالۍ بولي او وایي چې دا اقدامات څرګندوي چې د نړۍ له هېوادونو سره به تعاملات نور هم پراخه شي:
«دا به په راتلونکې کې د افغانستان لپاره یو ښه زېری وي او زه پر دې باوري یم چې نور هېوادونه به هم په دې اړه خپل مثبت او جدي تصامیم ونیسي.»
په هالنډ‌ او هسپانیا کې افغان سفارتونه په داسې حال کې له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلانوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي روسیې او چین ته دوو نړیوالو غونډو ته رسمي دعوت او په هغو ناستو کې یې ګډون وکړ.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي