د مسکو فارمټ غونډې په اړه بېلابېل نظرونه

167
د کتلو شمېره

د مسکو فارمټ پنځمه غونډه د روان کال د سپټمبر میاشتې پر ۲۹مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې جوړه شوه.
د غونډې په اعلامیه کې چې د ناستې په پای کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوه، له اسلامي امارت څخه غوښتنه شوې چې د خلکو ازادیو او حقونو ته دې درناوی وکړي او د یوه پراخ‌بنسټه، مسوول، ځواب ویوونکي او متوازن حکومت د جوړولو لپاره دې له ټولو قومي او سیاسي ډلو ټپلو سره خبرې اترې وشي.
دا غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې په یاده غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د ګاونډ، سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې افغانستان ته دې د حکومتدارۍ نسخې نه ورکوي:
«موږ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو هیله لرو؛ لکه څرنګه چې موږ نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د نسخې وړاندې کولو پرځای، د افغانستان له اسلامي امارت سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي.»
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، د مسکو فارمټ پنځمې ناستې د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې درلودې:
«د افغانستان اسلامي امارت هغه پیغام چې درلود، نه یوازې د فارمټ ګډونوالو ته؛ بلکې په مستقیمه توګه یې ټولې نړۍ ته ورساوه، بل دا چې له هېوادونو سره د تعامل په رغېدو کې ډېر کار وشو، د بېلګې په توګه د غونډې په څنډه کې د مختلفو هېوادونو له استازو، حتی له جمهور رییسانو او لوړپوړو استازو سره وکتل شول او بل دا چې د دغې غونډې په پایله کې به انشاءالله د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ اعتماد ډېرېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی امین الله احساس وایي، د روسیې اوسني وضعیت ته په کتو سره د مسکو فارمټ ناسته ډېره مهمه نه وه، ځکه په خبره یې اوس روسیه په سیمه کې هغه پخوانی ځای نه لري:
«خپله مسکو اوس په هغه پخواني سیاسي سټېج کې نه دی چې په افغانستان یا سیمه کې پخوانی رول ولوبوي، ځکه د اوکراین جګړې ډېر کمزوری کړی دی، یوازې د دې لپاره چې نړۍ ته وښيي چې د سیمې لپاره اجنډا لري، د سیمې هېوادونو په سیاستونو کې دخیل دی او په سیمه کې شته دی، نور مهم څه په کې نه وو.»
د سیاسي چارو بل شنونکی عزیز ستانکزی بیا وایي، داسې غونډې او لیدنې کتنې ښې دي او باید وشي، خو داسې غوښتنې باید په کې ونه شي چې هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وي:
«قومي او سیاسي مسایل د افغانستان په خلکو پورې اړه لري، دا نه په تاجکستان، نه په ایران، نه په پاکستان، نه په روسیه او نه هم په چین پورې اړه لري. د افغانستان خلک خپل برخلیک ټاکي، د بهرنیو چارو وزیر ښه ځواب ورکړ او یو ځل بیا یې دا په ډاګه کړه چې د افغانستان حکومت په بهرنیانو پورې اړه نه لري او دا زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.»
د مسکو فارمټ غونډې ګډونوالو د نورو غوښتنو ترڅنګ د بندیزونو په لغوه کولو او د مرکزي بانک د اسعارو د زیرمو په خلاصولو ټینګار وکړ، له امریکا او په ناټو کې یې له متحدینو یې وغوښتل چې د افغانستان په بیارغونه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د یادې غونډې ګډونوالو د بشري مرستو په سیاسي کولو نیوکه وکړه او له افغانستان سره یې د بشري مرستو پردوام ټینګار وکړ.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي