شنونکي: اسلامي امارت دې د نړۍ ځینې غوښتنې ومني

162
د کتلو شمېره

محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له امریکایي رسنۍ «سي.ان.ان» سره په تازه مرکه کې د اسلامي امارت له مشر شیخ هبت الله اخندزاده سره د خپلې لیدنې جزیات شریک کړي دي.
د ده په وینا، تر دې لیدنې وروسته د اسلامي امارت مشرانو د نرمښت په منلو سره په ځینو برخو کې د ښځو له کار کولو سره رضایت وښود چې ښځې دې په ادارو او غیر دولتي سازمانونو کې کار وکړي.
که څه هم د اسلامي امارت اړوندو مسوولینو په دې اړه تازه جزیات رانه کړل، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې په افغانستان کې امن او ثبات راغلی، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې نه کارول کېږي، اسلامي امارت د ښځو حقونو ورکړې ته ژمن دی، د نړیوالې ټولنې شرایط یې پوره کړي او په وینایي، د رسمیت پېژندنې لپاره نورې پلمې نه دي پاتې.
شنونکي بیا وايي، اسلامي امارت باید له نړۍ سره د مثبت تعامل په خاطر ولس پر ځان راټول او غوښتنو ته یې لبیک ووايي، څو نړیوالو ته کومه پلمه پاتې نه شي او هر ډول همکارۍ ته چمتو وي.
د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک وايي:
«د افغانستان ټول ولس له دوو کلونو راهیسې غوښتنه کوي چې هغه قوانین له نړیوالو سره ومنل شي چې زموږ له شریعت سره په ټکر کې نه وي، خو له بده مرغه تر اوسه د سرپرست حکومت مشرانو په دې برخه کې نرمښت نه دی ښودلی او د خلکو غږ یې نه دی اورېدلی. افغانستان به د نړیوالې ټولنې له غړیتوب پرته له ستونزو سره مخ وي.»
د سیاسي چارو بل شنونکي احمد خان اندړ وايي، افغانستان له پخوا راهیسې د ملګرو ملتونو سازمان غړی دی او د نړۍ ټول هغه هېوادونه چې د یاد سازمان غړیتوب لري، د دغه سازمان منشور او قوانین مني.
د ده په خبره، اسلامي امارت ته هم په کار ده چې د هېواد د پرمختګ لپاره له نړۍ سره سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټکې اړېکې ورغوي.
«د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل چې ښځې هم په کې ځای ولري، دا ښه خبره ده، خو زما په نظر خپله افغانان باید پر دې وپوهېږي چې د هېواد په ابادۍ کې ښځې هم ښه رول لوبولی شي. ښځې باید نه یوازې په سیاسي، بلکې په نورو برخو کې هم چې اړتیا وي، باید زده کړې وکړي.»
د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم ویلي، تر هغه چې سرپرست حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل کړنلاره بدله نه‌کړي، د هغوی غوښتنو ته به هېڅکله هم پاملرنه ونه‌شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي