شنونکي: ګاونډیان د افغانستان له بې ثباتۍ ګټه اخلي

183
د کتلو شمېره

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو ترینګلتیا په اړه د چارو یو شمېر شنونکي وایي، پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي چې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي بې‌ثباتي رامنځته او خپلې ګټې تر لاسه کړي.
سیاسي شنونکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تازه د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ پرون په تاجکستان کې د هرات امنیتي کنفرانس ته ویلي چې له اسلامي امارت سره د خبرو پرځای د جګړې لاره غوره ده.
د ده په وینا، اسلامي امارت په زور واک ته رسېدلی او باید د زور له لارې راوپرځول شي.
د سیاسي چارو شنونکي د هغه څرګندونو ته په غبرګون کې وایي، ګاونډي هېوادونه له لسیزو راهیسې هڅه کوي چې په افغانستان کې اوبه خړې او خپل ماهیان پکې ونیسي.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی جنرال طاهر یرغل وایي، پاکستان نه‌غواړي چې افغانستان په پښو ولاړ او یو خپلواک هېواد پاتې شي.
د نوموړي په خبره، دغه هېواد له کلونو راهیسې د افغانستان له بربادۍ څخه سیاسي، اقتصادي او پوځي ګټه پورته کړې ده.
«پاکستان هر وخت هڅه کړې چې په افغانستان کې بې‌ثباتي راولي. هغه د چا خبره چې اوبه خړې کړي او ماهیان په کې ونیسي. تاسې فکر وکړئ چې په دغه وطن کې دا نیمه پېړۍ کېږي چې جګړه روانه ده او دا جګړه د پاکستان ده.»
د سیاسي چارو بل شنونکی ډاکټر معین‌ګل څمکنی بیا وایي، د پاکستان حکومت تل د افغانستان له ثبات او امن څخه وېره لري.
نوموړی زیاتوي:
«پاکستان تل زموږ له پرمختګ وېره لري، ځکه چې دوی په خپلو برنامو کې پاتې راغلي او دلته د افغانستان حکومت مخ په بره روان دی. دوی دغه وضعیت ته په کتو غواړي چې ټوله سیمه بې‌ثباته کړي.»
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو د محسن داوړ تازه څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی، خو په تېر کې یې بیا بیا ویلي، هېچاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت د بې‌ثباتۍ خواته یوسي.
د اسلامي امارت د مشرانو په خبره، د افغانستان سرپرست حکومت له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي او له دوی څخه هم د ورته اړیکو تمه لري.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي