د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغانستان په اړه څه ویل شوي؟

236
د کتلو شمېره

د ملګرو ملتونو ۷۸یمه کلنۍ عمومي غونډه پرون ناوخته د دغه سازمان د سرمنشي «انتونیو ګوتېرېش» په وینا پیل شوه.
نوموړي د نړۍ د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې ناسم بشري وضعیت ته په اشارې سره ویلي، دا مهال د دغه هېواد ۷۰ فیصده وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
ګوترېش په خپلو خبرو کې زیاته کړې، افغان ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو په سیستماتیک ډول بې برخې شوې دي.
د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان هم د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې او ویلي یې دي چې په یاد هېواد کې باید پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي.
د ازبکستان جمهور رییس شوکت میرضیایف د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په وینا کې ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان یوازې پرېښودل لویه تېروتنه ده.
هغه زیاته کړې چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ٣٠ ميليونه وګړي د ملګرو ملتونو جدي مرستو ته اړتيا لري.
که څه هم ومو غوښتل چې د ملګرو ملتونو د ناستې په اړه د اسلامي امارت تازه نظر هم واخلو، خو له بیا بیا هڅو سره بریالي نه‌شوو.
تېره ورځ د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید راډیو ته ویلي وو ، هغه غونډې چې د اسلامي امارت له استازي پرته ترسره کېږي، عملي پایله نه لري.
د چارو شنونکي وایي، له نړۍ سره د اړیکو ښه کېدو په هدف اړتیا ده چې اوسنی سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو ځينې غوښتنې ومني.
د سیاسي چارو شنونکي عبدالهادي قریشي په دې اړه کلید ته وویل:
«اسلامي امارت نور باید د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتنې ومني. اساسي قانون جوړ کړي او پراخ بنسټ حکومت ته لاره هواره کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی امین الله احساس بیا وایي، دواړه لوري اسلامي امارت او ملګري ملتونه باید یو و بل سره په ځینو مسایلو کې نرمښت وښیي، څو سیاسي تعامل ته لاره هواره شي.
«دې غوښتنې بیا بیا له اسلامي امارت نه شوې دي، که څه هم اسلامي امارت ځینو غوښتنو ته شنې اشارې ورکړې، خو په ځینو مسایلو کې ویلي چې دا دوی په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.»
هر کال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشران راټولېږي او پر بېلابېلو مسایلو بحثونه کوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي