د امن کلتوري ماښام مېله

236
د کتلو شمېره

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د «امن کلتوري ماښام» په نوم د کلتوري ارزښتونو د ساتلو په هدف د مشاعرې ترڅنګ د خوست د دودیزو لاسي صنایع او کلتوري خوړو ولسي میله ترسره شوه.
د امن کلتوري ماښام مېلې ته راغلي ځوانان وايي، غواړي چې له دغه ډول راټولیدنو د خوست کلتوري مسایل ژوندي وساتي او نوي نسل ته یې انتقال کړي.
د امن کلتوري ماښام یو تن جوړونکي عثمان حیدر وویل، دغه ماښام یې د پخوانیو کلتوري ارزښتونو د ساتلو او بیا ژوندي کولو لپاره جوړ کړی او دغه راز شاعران او لیکوالان هم په کې ادبي تنده خړوبوي:
«یو پیغام دا دی چې په سیمه او منطقه کې امن او امنیت دی او دې سره په څنګ د سیمې او منطقې هغه کلتور چې په تېر وخت کې د مشرانو له لوري تېر شوی دی او هغه کلتوري شیان چې مشرانو استعمال کړي دي هغه نندارې ته وړاندې کړو.»
د امن کلتوري ماښام د خوست ترڅنګ د نورو ولایتونو شاعران او لیکوالان هم راغلي وو او په وینا یې، دغه ډول کلتوري میلې نه یوازې د کلتور د ژوندي ساتلو لپاره مهمې دي، بلکې د ځوانانو ترمنځ د یووالي د رامنځ ته کېدو سبب هم ګرځي.
اوڅار بابرزی امن کلتوري ماښام ته له ننګرهار راغلی او وايي، د ابي او کلتوري ناستو په ترسره کېدو سره کلتوري او ادبي مسایل نورو ولایتونو ته انتقالیږي:
«لکه څنګه چې موږ او تاسې نوم ورکړی دی امن کلتوري ماښام، په دې کې موږ او تاسو د یو او بل ولایت کلتور په خاصه توګه تاسې چې کوم تیاری نیولی دی، د خوست او پکتیا د سیمې مشهور خواړه ډنډکی دغه کلتور هم نورو ولایتونو ته غځیږي.»
د خوست اوسیدونکی محمد شاه دغه ډول ناستې د ادب د غواړیده او د پخواني کلتور په بیا ژوندي کیدو کې مهمې بولي او زیاتوي چې، د خوست په هره سیمه کې دې کلتوري او ادبي ماښامونه زیات شي:
«دا ډول ماښامونه په خوست کې په افغانستان کې د شاعرانو، ځوانانو او په مجموع کې د ټولو خلکو ترمنځ مینه، محبت او ټولنیزې اړیکي تنظیموي.»
تېر کال هم د خوست ټنیو ولسوالۍ مرکز دره‌ګي ډنډو ته څېره امن کلتوري ماښام جوړ شوی و چې، پر ادب او هنر د خبرو او مشاعرې ترڅنګ پکې د دغه ولایت دودیزو خوړو ته هم ځانګړی ځای ورکړل شوی و.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي