د کډوالو لپاره د رنګین ماښام مشاعره

72
د کتلو شمېره

ننګرهار اطلاعاتو کلتور رياست کې هيواد ته د بيرته راستانه شوو هيواد والو د ښه راغلاست لپاره رنګین ماښام مشاعره ترسره شوه.
په مشاعره کې شاعرانو د بيرته راستانه شوو هېوادوالو ښه راعلاست د شعر په ژبه وکړ.
د اطلاعاتو کلتور رياست ریيس مولوي نور محمد حنيف وايي، تر دې وړاندې هم دا ډول مشاعرې ترسره شوې، خو نینی رنګين ماښام مشاعره هېواد ته د راغلو کډوالو د هرکلي لپار جوړه شوې وه.
نوموړی وايی:
«موږ يو د شعر شپه ونيوله، دغه د شعر شپه موږ مخکې هم لمناځلی دی، د رنګين ماښام په نوم باندې، چې په دې کې موږ سره شاعرانو، ليکوالانو، اديب پالو او فرهنګيانو ګډون کړی. له دې راټوليدنې څخه زموږ هدف دا دی چې د شعر دغه زانګو بايد همش ترو تازه وساتو».
په مشاعره کې د اطلاعاتو کلتور وزارت فرهنګي چارو معين مولوي عتيق الله عزيز هم ګډون کړی و. نوموړي د بيرته راستانه شوو هېوادوالو لپاره د ياد رياست د مسولينو هڅې وستايلې.
«زه مننه کوم چې دغسې يو احساس زموږ ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو او مسولينو کې موجود دی، چې هر سړی د خپلو دغو وروڼو په خدمت کې ولاړ دي، څوک يې مخې ته ورځې، څوک ورته خېمې دروي، څوک ورته غذايي مواد وړي، څوک ورته اوبه رسوي، څوک ورته هرکلی وايي، څوک يې غږ رسوي او څوک بيا ورته دغسې رنګين ماښامونه جوړوي د هغوی په احترام او درناوی».
په مشاعره کې د دغه ولايت له مختليفو سيمو څخه شاعران، ليکوالان او د ادب مينوالو ګډون کړی و.
شاعر او ليکوال اجمل جنت وايي، دا ډول مشاعرې ډېرې ګټورې دي او د اطلاعاتو کلتور رياست څخه د ورته نورو دا ډول را ټوليدنو غوښتنه کوي.
«نینی رنګين ماښام د هغو افغانانو په مناسبت باندې چې جوړ شوی چې له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي، تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو کلتور رياست ورته رنګين ماښامونه برابرکړي دي، يقينا په دغسو راټوليدنو کې د شاعرانو، ليکوالانو شتون پکې خورا زيات دی، چې د بېلا بېلو مسايلو اظهار پکې کېږي.»
دا لومړی ځل نه دی چې د رنګين مښام په نامه مشاعره ترسره کېږي، بلکې تر دې واړندې هم ورته مشاعرې ترسره شوې، خو دا رنګين ماښام هېواد ته د بيرته راستانه شوو هېوادوالو د ښه راغلاست په مناسبت جوړه شوې وه.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي