په خوست کې د هنر ورځ ونمانځل شوه

140
د کتلو شمېره

 
په خوست کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوری د هنر ورځ ونمانځل شوه، خو هرمندان وايي چې مسوولې ادارې دې هنر برخې ته پاملرنه ډېره کړي، چې هنري اثار یې په ملي او نړیواله کچه مینه وال او بازار ومومي.
 
دوی وايي، د هنر له اوو برخو څخه یې ځینې په دې وروستیو کې کمرنګه شوې چې له کبله یې هنرمندان نه شي کولی، د ټولنې ستونزې او نورو برخو کې پرمختګونه د هنر له لارې له خپلو خلکو سره شریک کړي.
په خوست کې د تیاتر برخې یو تن ممثل میرزاخان حسن وویل، په ټولنه کې شته ستونزې د تمثیل په بڼه خلکو ته وړاندې کوي، خو د سینما برخې ته کار نه دی شوی او له حکومت غوښتنه کوي چې، هنر ته دې توجه وکړي:
«ټول ممثلین داسې حالت ته رسیدلي دي چې لاسي ګاډۍ چلوي، ممثل ته څوک د ممثل په سترګه نه ګوري. څوک چې ممثل دی هغه په خپل ځان کې ممثل دی، داسې یوه بخش کې مې چې کار کولی چې له خپل تمثیل مې خلکو ته ګټه رسیدلي وه، دا تمثیل یوازې له ما سره پاتې دی.»
د خوست شیخ زاید پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي رییس سیف الله غروال وویل، په افغانستان کې باید هنرونه د پوهنتون بڼه غوره کړي، څو د هېواد ملي ارزښتونه د هنر له لارې نړۍ ته وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړه، هره ټولنه ځانګړي هنرونه لري چې افغانستان هم ترې برخمن دی، خو په دې برخه کې اساسي کار ته اړتیا ده:
«نن سبا هنر سیمه اییز نه دی، بلکې هنر پوهنتوني شوی دی، په افغانستان کې چې هنرونه وروسته پاتې دي یا وده یې نه ده کړې علت یې دا دی چې، موږ مسلکي شوي نه یو په دې برخه کې، موږ باید کوشش وکړو چې خپل هنرونه راټول کړو.»
بل لورته د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وویل، د میزان ۱۶ چې د هنر ملي ورځ ده، له همدې یې کبله نمانځي چې هنرمندانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
عثماني دغه زار وویل، هڅه کوي چې د هنر په برخه کې نوي استعدادونه پیدا کړي او د ټولنې ناخوالې د هنر په چوکاټ کې منعکسې کړي:
«د دې وطن هغه دودونه، صنعتونه، د دې په مناسبت لیکل شوي اثار او تابلوګانې دا مو ټول وښودل، تر دې وخته یو تعداد هنرمندانو سره اړیکه نیول شوې ده، په خوست کې د دغې شمېر دومره غوړیدلی نه دی، موږ کوشش کوو چې دا شمېر زیات شي، نوي استعدادونه پیدا شي او ورزول شي.»
د یادونې وړ ده چې، د تېرو څو لسیزو جګړو پرمهال د نورو برخو ترڅنګ د دغه هېواد هنرونه او هنرمندان هم له ستونزو سره مخامخ شوي؛ هنرمندانو یا په کور دننه غربت او یا هم له هېواده بهر د کډوالۍ سختۍ منلې دي.
د هنر ورځې له نمانځلو یوه موخه هم هنر او هنرمند ته پاملرنه ده، همدې مناسبت ته په پام د دې سیمې هنرمندان هم له مسؤولو ادارو د دوی ژوند او هنر ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي