په خوست کې د ټن غر کلنۍ مشاعره وشوه

153
د کتلو شمېره

دا د ورزې د شنو غرونو په لمن کې د هغې مشاعرې غږ دی چې هر کال یې د سیمې ځوانان د پراخ طبعیت په غېږ کې ترسره کوي او ډېر کله پر خوست سربېره د نورو ولایتونو شاعران او لیکوالان هم ګډون پکې کوي.
د خوست د اسماعیل خېلو مندزویو ولسوالۍ د ورزې سیمې اړوند د ټن غر د شنو لمنو په دې مشاعره کې د لویې پکتیا ترڅنګ د هېواد د ځینو نورو ولایتونو شاعرانو هم ګډون کړی و.
په ټن غر مشاعره کې په ازاده توګه د شاعرانو له لوري شعرونه، نظمونه او ترنومونه ترسره شول چې یو شمېر مهم پیغامونه هم ولس او حکومت ته په کې وړاندې شول.
د ټن غر مشاعرې یو تن جوړونکی امداد الله نېکزاد وايي، یاده مشاعره د څلورم څل لپاره ترسره شوه او هڅه کوي چې د ادب د غوړیدا او پرمختګ لپاره دغه ډول مشاعرې زیاتې کړي:
«زموږ هدف یوازې د ادب د غوړیدا لپاره و او د امن او میني پیغام د خپرولو په خاطر وه. د افغانستان په کچه بالخصوص د ټولې نړۍ په کچه داسې مشاعرې ترسره شي او ترسره کوو یې هم.»
د ورزې سیمې یو اوسیدونکی تسل د ادب د ځلیدا لپاره دا ډول مشاعرې اړینې بولي او د خوست د اطلاعاتو او کلتور له ریاست غواړي چې یاده برخه له پامه وه نه غورځوي:
«هغه پټ د ادب ستوري چې ناڅرګنده دي د سټېج مخې ته یې را وباسو ترڅو په ادب کې ښه کار ترسره کړي او د دې سره په څنګ کې موخه مو دا ده چې، ځوانان وهڅيږي د یووالي او اتفاق لپاره کار ترسره کړي.»
د خوست یو تن شاعر اسد اثیر وايي، په دې نظر دی چې شعر نه یوازې د شعر او ادب د مینه والو ذوقي تنده خړوبوي، بلکې په وینا یې، شعر په ټولنه خلک سره نږدې کوي او ځوانانو ته د وطني مینې ترڅنګ د یووالي او ګډ کار پیغامونه هم لېږدوي.
هغه زیاتوي چې ځينې پټ استعدادونه هم د دغه ډول مشاعرو له لارې راڅرګنديږي او همدا مشاعرې او ادبي ناستې دي، چې ځوانان په ادبي او فکري لحاظ روزي:
«استعداد لري خو مګر پټ دی، ادب په ټولنه کې د یووالي لپاره ډېر رول لوبولی شي؛ د ملالې یوې لنډۍ ولسونه یووالي ته را وغوښتل.»
د یادونې وړ ده چې، د خوست په مرکز او ولسوالیو کې هر کال د چنار، شملې او نورو نومونو لاندې لویې او وړې مشاعرې ترسره کيږي چې، په ځینو کې یې پر ځايي شاعرانو او فرهنګیانو سربېره د هېواد د بېلابېلو سیمو او کوزې پښتونخوا شاعران هم ګډون کوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي