لرغونی یوناني تمدن د نړۍ له تمدنونو څخه یو دی چې د وګړنیو پرمختګونو په لړ کې یوه ستره کړۍ ده. دلته د ژوند په بېلابېلو اړخونو ګټور بحثونه شوي دي چې موږ لا اوس هم سلګونه کلونه وروسته د هغوی تر اغېز لاندې یو او د هغوی له کاره ګټه اخلو ، سلګونه کلونه وروسته د هغوی کار زموږ د اوسنیو چارو او پرمختګونو پیلامه او مخبېلګه ده . هغوی په اخلاقو ، سیاست ، ساینس ، ژبه ، ادب او هنر کې یا بنسټونه ایښي یا يې پیاوړي کړي دي ، د دوی د څېړنو یو اړخ ژبه ده.
ژبه له هغه وخته موجوده ده چې د وګړو او ټولنې ژوند پېليږي. د وګړني ژوند تاریخ که له هر ځایه او هرې نېټې پیلوو ، نو ژبه هم له هغه وخته ژوندۍ ده. ژبه د وګړني پرمختګ ستر او اغېزناک بنسټ دی. د نړۍ ټول وګړني تمدنونه د هغو وګړو په وسیله رامنځته شوي چې ژبه یې لرله.
کلیدي نومونې : ژبه ، ژبپوهنه ، ګرامر.
سریزه
ژبه د پوهونې د یوې وسیلې په توګه له وګړو او ټولنې سره تړلې ده ، ژبه هغه ښکارنده ده چې وګړو او پوهانو يې په اړه فکر کړی دی او په دې اړه يې څېړنې کړي دي.
ژبه دومره مهمه ده چې په الهي او اسماني کتابونو کې هم ورته نغوتې شوې دي ، د دې ترڅنګ وګړو او بشر هم مهمه بللې ده او تر ننه مهمه رارسېدلې ده. همدې پېښو ته په کتو سړی ویلای شي چې د نړۍ داسې هېڅ تمدن نه شته چې بې ژبې رامنځته شوی وي او یا تمدني چارو کې دي ژبه له پامه غورځېدلې وي !؟ د نړۍ په یو لرغوني تمدن ( یونان ) کې هم ژبه د پام وړ وه او په دې اړه مهم بحثونه شوي او څېړنې رامنځته شوې دي .
ارزښت
د ژبنیو څېړنو د تېر په اړه پوهېدنه د هر ژبڅېړونکي یوه مهمه اړتیا ده ، څېړونکی که اوس څېړنه کوي ، له تېر به ګټه اخلي او که نوښت کوي ، هم تېر به لولي. د اوسنۍ ژبڅېړنې زنځیر تېر ته غځېدلی ، له تېر اغېزمن دی ، ځکه نو په تېر پوهېدنه یو ارزښت او اړتیا ده.
موخه
د دې څېړنې او لیکنې له لارې هڅه شوې ده چې د ژبڅېړنې تېر په لنډ ډول وړاندې شي چې په یوه ځای ( یونان ) او وخت ( لرغوني ) کې د ژبې ، ګرامر او ژبپوهنې څېړنیز بهیر لوستونکو ته وروپېژندل شي.
پوښتنې
۱ ـ په لرغوني یونان کې د ژبڅېړنې څرنګوالی څه دول وو ؟
۲ ـ په لرغوني یونان کې د ژبڅېړنې څومره والی څه ډول وو ؟
مواد او کړنلاره
د دې څېړنې له پاره له شته باوري سرچینو ګټه اخیستل شوې ده ، د څېړنې ډول يې کتابتوني او مېتود يې تشریحي – توصیفي دی.
د یونان د لرغونې دورې د پیل او پای په اړه بېلابېل اثار داسې ليکي : د ( یونان د لرغوني ادب لومړی دوره ) په اثر کې د لرغوني ادب پیل ( ۱۰۰۰ ق.م ) او پای يې ( ۵۰۰ م ) ښيي ( ۵ : ı ) . دا مو د دې له پاره ولیکه چې د یونان د تمدن او ادب د تاریخ پیل راته یو ښکاري.
پارسي برېښنايي دايرة المعارف د یونان د لرغونې دورې پیل ( ۸ و ۶ ق.م ) پېړۍ ښيي چې په لرغونې اروپا ( ۶۰۰ م ) شاوخوا پای ته رسېږي.
https://fa.m.wikipedia.org
همدارنګه انګریزي دایرة المعارف په دې اړه ليکي چې لرغونې یوناني دوره په ( ۱۲- ۹ ق.م ) پېړیو کې پېلېږي او پر ( ۶۰۰ م ) پای ته رسېږي .
https://en.m.wikipedia.org
په نړۍ کې د ژبنیو څېړنو د پیل په اړه په عام ډول بېلابېل نظرونه شته ، ځينې يې له توراته ( لومړی جز ـ د پيدايښت بحث ـ د آدم او حوا سورت ـ اتلسم ، نولسم او شلم آيتونه ) پيلوي چې هلته د ژبې په اړه بحثونه شته ، د دې ترڅنګ د نړۍ د لومړنۍ ژبې د موندلو له پاره په دوو کوچنیانو د فرعوني لړۍ د یوه واکمن پسامتیخوس ( ۶۰۰ ق.م ) شاوخوا تجربه هم د ژبنیو څېړنو څرک بولي چې دا پېښه هېرودت رانقل کړې ده ( ۷ : ۴۹ – ۵۱ ). همدارنګه داهم ویل شوي چې د ( ۵ ق.م ) پېړۍ مشهور ژبور او د وینا او خطابې فن پوه ګرګیاس سیسیلي ( Gorgias from Sicily ) هم ژبني بحثونه کړي دي ( ۲ : ۳۸ ). د دې ترڅنګ بل پوه چې پروتاګوراس ( Protagoras ) نومېږي هغه هم د ژبې په اړه بحثونه کړي چې ټول تر اپلاتون وړاندې دي .
پروتاګوراس (۴۹۰ – ۴۲۰ ق.م ) د مایاندریوس زوی دی. لومړنی او مهمترین سوفسطايي فيلسوف وو چې د یونان په ابدرای کې زېږېدلی او په (۴۵۰ ق.م) کې يې شهرت وموند. پروتاګوراس د ګرګیاس هممهال وو او په يوناني ژبه کې يې لومړي ځل له پاره د جنس موضوع مطرح کړله ( ۷ : ۶۵ ) ، خو غوره او علمي نظر دا دی چې د ژبې په اړه علمي څېړنې له اپلاتونه راپیلېږي او لومړنی شخص اپلاتون وو چې د ژبې په اړه يې تیوري وړاندې کړله .
اپلاتون ( Platon) پر ( ۴۲۷ / ۴۲۸ – ۳۴۷ / ۳۴۸ ق.م ) د یونان په اتن کې زېږیدلی دی ، د نړۍ د دريو مخورو فيلسوفانو ( سقرات ، اپلاتون او ارستو ) له ډلې څخه دویم فيلسوف دی ، دی لومړنی فيلسوف دی چې لیکلي اثار ترې پاتې دي ، ډېر نوموړی د تاریخ ستر فيلسوف بولي .
https://fa.wikipedia.org
اپلاتون د اتني فيلسوف کراتیلوس شاګرد وو چې هغه ورته په اتن کې د هیراکلیتوس ( ۵۳۵ – ۴۸۰ ق.م ) د فلسفې اصول ورزده کول ( ۸ : ۱۳ ).
د اپلاتون کورنۍ له سقرات ( Socrates )سره ژور اړيکي درلودل ، اپلاتون له وړکتوبه د ستر فيلسوف سقرات له پوهې برخمن شو ، د سقرات هغه پوهنیزه تګلاره چې زاړه او له کاره لویدلي خیالونه يې تر برید لاندې نیول ، د اپلاتون ډېر خوښ وو. هغه د سقرات سره بې کچې مینه درلوده ( ۱ : ۳۴ ). د پورتنیو اثارو له لیکلنو ښکاري چې اپلاتون یوه خوا د سقرات او بله خوا د کراتیلوس او همداسې د هیراکلیتوس له پوهې په زنځیري ډول ګټه اخیستې ده.
اپلاتون په فکري او فلسفي اړخ کې له هیراکلیتوس او کراتیلوس اغېزمن وو چې دا اغېز د ده په نظریاتو کې څرګندېږي ، لکه د ژبې په اړه وايي چې کلمه زیربنايي صورت لري چې د هغې کلمې مانا په منظمه او روښانه توګه څرګندوي. اپلاتون په دې نظر وو چې ژبه طبیعي پدیده ده او د نوم او نومولي ترمنځ منطقي او طبیعي اړیکي شته ، صورت او لفظ د څیز له ماهیت سره تړون لري ( ۸ : ۱۳ – ۱۵ ).
د اپلاتون ژبني نظریات د ( کراتیلوس ) په نوم اثر کې څرګندېږي ، خو دا لا بشپړه څرګنده نه ده چې د دې اثر کومه برخه د سقرات او کومه د اپلاتون ده ( ۲ : ۳۸ ). د کراتیلوس او نورو اثارو منځپانګې ته په پام چې سقرات او اپلاتون دواړه پکې ګډون لري ، د ژبې په اړه دواړه د یوه نظر خاوندان بلل کېدای شي.
د کراتیلوس اثر چې په هغې کې د ژبې په اړه جالب بحثونه راغلي دي ، د دوو تنو د ډیالوګ په بڼه دی ، د ډیالوګ کرکترونه د سقرات او هرموګنس په نوم شخصیتونه دي ، د دې اثر ډېرې برخې د کلمې او جملې په مانا صدق کوي ، داسې چې سقرات پوښتنه کوي او هرموګنس يې ځوابوي او په پای کې سقرات بیا خپله خبره په هرموګنس تاييدوي ( ۳ : ۳۷ ).
د کراتیلوس په رساله کې کراتیلوس او هرموګنس ترمنځ مباحثه او مشاجره د ژوند او ژوند اړوند مسایلو باندې بحث کوي او سقرات د دوی ترمنځ دریمګړی یا منځګړی دی ( ۷ : ۶۲ ). په دې اړه پارسي برېښنايي دايرة المعارف داسې ليکي : ( کراتیلوس د يوناني فيلسوف اپلاتون له لیکلو شویو کتابونو څخه يو دی چې د سقرات ، کراتیلوس او هرموګنس ترمنځ په مرکه بحث کوي ).
https://fa.wikipedia.org
د اپلاتون ( ۴۲۷ / ۴۲۸ – ۳۴۷ / ۳۴۸ ق.م) کراتیلوس اثر ژبپوهان لومړنی لاسته راغلی علمي اثر بولي چې ژبنۍ څېړنې راپیلوي او د یوې تیورۍ او ښوونځي بنسټ ږدي ، که څه هم په تاريخي لحاظ پروتاګوراس ( ۴۹۰ – ۴۲۰ ق.م ) لومړنی شخص دی چې په یوناني ژبه کې د جنس مسله مطرح کوي او د ده ژوند او مشهورتیا زمانه (۴۵۰ ق.م ) بولي ، همدارنګه د ګرګیاس سیسيلي ( ۴۸۷ – ۳۷۶ ق.م ) نوم چې د خطابې فن کې څېړنې کولې ، په لومړنیو پوهانو کې راځي ، خو په ټوله کې ( ۵ ق.م) پيړۍ د ژبنیو بحثونو پیل دی او د اپلاتون کراتیلوس لومړنی علمي ، تیوریک او منظم اثر دی.
اپلاتون لومړنی شخص دی چې د ژبې د ګرامر ځينې مهم اصطلاحات او تعریفونه يې وکارول ، هغه ليکي: کوم لفظ چې عمل څرګندوي ، فعل ( Rhema ) او کومه کلمه چې د عمل ترسره کوونکې وي ، نوم (onoma ) دی ( ۸ : ۱۵ ). په دې ډول اپلاتون د جملې دوه مهمې برخې ( نوم او فعل ) چې یو د جملې مسندالیه او بل مسند رغوي په نښه کړل چې د نحوې بحث دی. وروسته د اپلاتون په نظرونو ولاړه ژبنۍ تیوري او ښوونځی رامنځته کېږي چې پنځپال ، طبیعیون ( Anologists ) یې بولي.
دا تيوري یا ښوونځی په دې نظر دی چې ژبه طبیعي ماهیت لري ، نو له همدې کبله د لغتونو مانا او منشاء د هغو په صورت کې پیداکولای شو ( ۹ : ۱۱۱ ). د یونان لومړني فلسوفان معمولا د پنځپالو یا طبیعتپالو په نوم یادېږي ، ځکه چې هغوی تر هر څه وړاندې طبیعت او طبیعي پېښو ته پاملرنه کوله ( ۱۰ : ۴۱ ).
له اپلاتون وروسته د ده شاګرد ارستو هغه پوه دی چې د ژبې په اړه يې نظر څرګند دی. ارستو Aristotle ( ۳۸۴ – ۳۲۲ ق.م ) د یونان په ستاګیروس ښار کې زېږېدلی دی. په اته لس کلنۍ کې د اپلاتون شاګرد شو او شل کاله يې له هغه څخه زده کړه وکړه ( ۷ : ۶۹ ). ارستو که څه هم د اپلاتون شاګرد دی ، خو د ژبې په اړه يې نظر سره توپیر لري. ارستو وايي چې ژبه یوه ټولنیزه او قراردادي پدیده ده ، نه طبيعي. د نوم او نومولي ترمنځ طبیعي اړيکي نه شته او نه هم صورت د څیز له ماهیت سره منطقي او طبیعي تړون لري .
ارستو لومړنی مفکر دی چې د اپلاتون د کلمو او الفاظو ډلبندي يې پراخه کړله او د نوم او فعل ترڅنګ يې د رابطې Syndessmoi ګرامري نومونه او اصطلاح هم دود او تعریف کړله چې د ده دا ډلبندي وروسته د کلام د اجزاوو په نوم مشهوره او معمول شوه ، ارستو همدارنګه کلام په مسند او مسندالیه وویشه ( ۸ : ۱۶ ). په دې ډول ده هم په نحوه کې ونډه واخیستله. د ارستو د نظریاتو پر بنسټ وروسته د تړونپالو ، تړپالو او اتفاقیون Anomolists تیوري او ښوونځی رامنځته شو چې د عربۍ ، پارسۍ ، پښتو او نورو ډېرو ژبو ګرامرونه د همدې تیورۍ پر بنسټ ولیکل شو او لا تر اوسه هم ژوندۍ ده .
د تړونپالو نظر دا دی چې د لغتونو او د هغو د ماناوو ترمنځ د رابطې پیداکول ، له هغه تړون یا قرارداد څخه سرچينه اخلي چې د وګړو ترمنځ شوی وي ( ۹ : ۱۱۱ ).
د ژبنیو څېړنډلو په لړ کې د رواقیون ( The Stoics ) یادونه هم مهمه ده چې له فلسفې څخه د ګرامر د بیلتون له پاره يې هڅې کړې دي. دې ډلې د زنون ( Zeno ) د نظرونو پليوني کوله چې ( ۳۰۰ ق.م ) شاوخوا کې يې ژوند کړی دی.
رواقیونو د یوناني ژبې د ګرامر په تشريح کې داسې اصطلاحات وکارول چې هغه د نوم ، فعل ، د ربط حرف ، د تعریف حرف ، عدد ، جنس ، حالت ، د فعل وجه او د فعل صیغې اڼدول دي.
د ( ۳ ق.م ) پېړي په لومړيو کې د مصر د سکندریې ښار د یونان د سترو فلسفي او علمي مرکزونو څخه د یوه په توګه راڅرګند شو. په دې ښار کې بېلابېل پوهان سره راټول شول او د یوه ستر کتابتون په رغولو سره يې د لرغونې زمانې پوهنتون رامنځته کړ.
سکندریان ( Alexandrian) د هومر ایلیاد او اودیسي د قلمي نسخو سره مخ شول او دا چې د دوی له نظره سپېڅلې وې ، د نیمګړتیا او لاسوهنې نه د خوندیتوب له پاره يې د دې اثارو ژبنۍ یا ګرامري سپړنه وکړه چې دغه ډول ګرامرونه د قاعدوي ، دودیز او عنعنوي ( Normative Grammar ) په نوم یادېږي. په سکندري ښوونځي کې د هومر د اثارو په اړه د څېړونکو په ډله کې یو مشهور ارستارخوس وو او نور يې هیرودین او اپولونیوس دیسکولوس وو ( ۸ : ۲۳، ۲۶ ) .
دیوینسیوس تراکس ( Dionysius Thrax ) چې د سکندريې کتابتون مشر او د ارستارخوس شاګرد وو ، له ( ۱۰۰ ق.م ) څخه وړاندې يې ژوند کړی او د یوناني ژبې لومړنی ګرامر يې لیکلی دی. دا ګرامر تخني ګراماتیکي ( Techne Grammatike ( نومېږي ( ۷ : ۷۸ ).
عنعنوي ګرامر چې په لویدیزه نړۍ کې رامنځته شو ، هغه ګرامر دی چې دیونسیوس تراکس ( ۲ ق.م ) په اروپا کې د ارستو د میتود ترڅنګ رامنځته کړ ( ۴ : ۵ ).
تراکس د یونان د سکندري دورې هغه عالم دی چې د یوناني ژبې د جوړښت په اړه يې لومړنی اثر ولیکه ، هغه د یوناني ژبې په دغه ګرامر کې د جملې اجزاوې په اتو برخو کې په مفصله توګه تدوین کړې ، د تراکس له دغه اثر څخه تر دیارلسو وروسته پېړیو پورې د یوه ماخذ په توګه کار اخیستل کېده ( ۷ : ۲۱۱ ).
اپولونیوس دیسکولوس ( Apollonius Dyscolus ) چې د ګرامر متخصص بلل کېږي ، په ( ۲ ق.م ) پېړۍ کې يې ژوند کړی ، د میستيوس زوی او په سکندریه کې زېږېدلی دی.
د ديوینسیوس تراکس ګرامر چې وروستیو پوهانو ته مخبېلګه شوه ، نږدې ټولو د هغه په شننه او کتنه وخت تېروه. د دوی ټولو په څېړنو کې چې ورته پام شوی نه دی ، د نحوې برخه ده چې دغې نیمګړتیا ته د اپولونیوس پام شو او د دغې برخې د بشپړونې هڅې يې کړې دي. که څه هم تر ده وړاندې په دې اړه لږ مواد وو ، خو اپولونیوس د نحوې په اړه منظمې څېړنې کړې دي. اپولونیوس زړې څېړنې وکتلې ، ځینې برخې يې بیا تعریف او په ځینو برخو کې یې نوښت وکړ. ده ډېره هڅه وکړه چې د صورت او مانا بیلتون ثابت کړي. د نوم او فعل پېژندل چې وړاندې شوي وو ، اپولونیوس دغې بېلونې ته په پام د جملې د نورو توکو ترمنځ پر اړیکو ټينګار وکړ او په دې اړه يې ډېرې څېړنې وکړلې ( ۷ : ۸۱ – ۸۲ ).
هرودیانوس ( Herodian ) هم په یوناني ژبه کې یو ګرامر ولیکه چې ډېر يې پکې د ژبې نازنځیري واحدونه څېړلي دی. د ژبې نازنځیري واحدونو ته يې په یوناني ژبه کې پروسودیه ( Prosody ) ويلې چې تر اوسه پورې هم دغه اصطلاح په ژبپوهنه کې دود ده ( ۳ : ۴۶ ).
هرودیانوس یا هیرودین د اپولونیوس زوی دی چې د یونان په سکندریه کې پر ( ۱۷۰ م ) کال زېږېدلی دی ، دی يو مورخ او د ژبې څېړونکی وو ، نوموړی د ليکنښو او عروضي توکو بنسټګر دی. د زیروبمی ، بېلتون و پیوستون او له دغې لارې په کلمو او جملو کې د ماناوو پر اوښتون يې ژور بحثونه وکړل ( ۷ : ۸۳ ).
پايله
لرغونی یونان او هلته رامنځته شوی تمدن دومره څواړخیز دی چې هر اړخ يې د ډېرو خبرو او څېړنو وړتیا لري. په دې ترڅ کې ژبه ، ګرامر او ژبپوهنه هم د دې تمدن په ستره غېږه کې ځای لري.
ژبه چې په وګړني پرمختګ او تمدن کې اغېزناکه ونډه لري ، لرغونو يونانیانو د دغې وسیلې په اړه بحثونه کړي او د ژبې بېلابېل اړخونه يې سپړلي دي ، د ژبې په اړه د څېړنو او بحثونو لومړنیو نوغو په یونان کې سر راپورته کړی او سوکه سوکه ستر ، پیاوړي او لوړ شوي دي ، خو که د لرغوني يونان لومړنۍ ژبنۍ څېړنې د لرغونې اریانا د سنسګریت ژبې او پاڼيڼي له څېړنو سره پرتله شي ، نو يوناني توصيفي او فلسفې بڼه لري او اریاني تشريحي.
د لرغوني یونان د هغه وخت فيلسوفانو چې د وګړني ژوند په بېلابېلو اړخونو بحث او فکر کوه ، ژبه هم ترې هېره نه وه. په دې توګه ویل کېدای شي چې د ژبې ، ګرامر او ژبپوهنې په اړه د اوسنیو څېړنیزو لړیو او پرمختګونو بنسټګر لرغوني یونانیان دي چې دغه ډول څېړنو او بحثونو ته يې مخه کړله.
مناقشه
د یونان د تمدن او ادبي ـ ژبني بهیر په اړه پښتو کې ګڼې څېړنې شته او په بېلابېلو اثارو کې ورته نغوتې شوې دي. دا لیکنه د نورو په پرتله د بڼې له اړخه لنډه ، خو د مانا له اړخه پراخه ده او هڅه شوې ده چې لوستونکو ته په کمو ټکو کې ډېر معلومات ورکړل شي.
پايله اخیستنه
د څېړنې موخه دا وه چې د یونان د لرغونې دورې ژبنۍ او ګرامري څېړنې له څرنګیز او څومره ييز اړخه وپېژندل شي ، د دې موخې له پاره مو وغوښتل چې ګټور او غوره معلومات په لنډه لیکنه کې ځای شي ، له دې کبله معلومات لنډ او له اوږدو ډډه شوې ده. د دې لنډې څېړنې نه په ګټنې لوستونکي کولای شي ، د ژبڅېړنې پراخې نړۍ ته ورننوځي او بیا په لرغوني یونان کې ژبنۍ ـ ګرامري څېړنې ، فلسفې او نظریې ولولي.
اخځونه
۱ ـ ارين ، نوید . ( ۱۳۹۵ ش ) . د فلسفې لڼد تاريخ . کندهار : صداقت خپرندویه ټولنه .
۲ ـ حقشناس ، محمد علی .( ۱۳۸۴ش ) . تاريخ مختصر زبانشناسي ( ژباړه ) . شپږم چاپ . تهران : کتاب ماد .
۳ ـ ذکي ، محمد ذاکر . ( ۱۳۹۴ش) . ژبه او ژبپوهنه . کابل : ملي تحریک .
۴ ـ رشتین زیور ، زرغونه . ( ۱۳۹۵ش ) . پښتو نحوه . ننګرهار : مومند خپرندویه ټولنه .
۵ ـ زړن ، جانس . ( ۱۳۸۲ش) . د یونان د لرغونو ادبیاتو لومړی دوره . پېښور : ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز .
۶ – شېرزاد ، محمد اقا.( ۱۳۹۵ ش ) . پښتو نحوه . جلال اباد : میهن خپرندویه ټولنه .
۷ ـ مرهون ، محمود . ( ۱۳۹۶ش) . تاريخي ژبپوهنه . کابل : کاینات څېړنیز او ژباړې مرکز .
۸ ـ یمین ، محمد حسین . ( ۱۳۹۴ش ) . تیوری های زبانشناسی . کابل : انتشارات سعید .
۹ ـ یون ، محمد اسماعیل . ( ۱۳۹۴ش) . کتاب الشعر او لس نورې مقالې . کابل : ملي تحریک .
۱۰ ـ یون ، محمد اسماعیل . ( ۱۳۹۴ش) . فلسفه او فلسفي بهیر . کابل : ملي تحریک .
تبصرې 0