د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د صفاتو او فضایلو په باب قرآني آيت:
«محَمَّدٌ رَّسُولُ ٱللَّهِ ۚ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى ٱلْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيْنَهُمْ ۖ تَرَىٰهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضْوَٰنًا ۖ سِيمَاهُمْ فِى وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ ٱلسُّجُودِ ۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِى ٱلتَّوْرَىٰةِ ۚ وَمَثَلُهُمْ فِى ٱلْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْـَٔهُۥ فَـَٔازَرَهُۥ فَٱسْتَغْلَظَ فَٱسْتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِۦ يُعْجِبُ ٱلزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ ٱلْكُفَّارَ ۗ وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًۢا» الفتح-29
ژباړه: محمد(صلی الله عليه وآله وسلم)د الله رسول دی او هغه کسان چې د ده سره دي سخت دي پر کافرانو باندې،او زړه سوانده دي په خپلو منځو کې، وینې به ته دوۍ په رکوع او سجده کې ، غواړي دوۍ فضل له الله څخه او رضا، نښې د دوۍ په مخونو د دوۍ کې وي د سجدې له اثره، دغه (تیر اوصاف، شان) مثال د دوۍ دی په تورات کې او مثال د دوۍ دی په انجیل کې ، لکه هغه کښت چې راوباسي څانګې خپلې ، بیا ملا ټینګه کړي، بیا پریړه شي (دغه څانګه) بیا ودریږي(دغه کښت) پر بیخونو خپلو باندې، په داسې حال کې چې تعجب ورولي بزګرانو ته چې قهر ورولي په دې سره کافرانو ته ، وعده کړې ده الله د هغو کسانو سره چې ایمان ېې راوړی دی او كړي ېې دي ښه (عملونه) له دوی څخه – د مغفرت او اجر ډیر لوی (چې د جنت ورکړه او د هغه رضا ده).
د اصحابو رضی الله عنهما په باب نبوي حدیث:
خَيْرُكُمْ قَرْنِي، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ –
رواه البخاري عن عمران بن حصین رضی الله عنه
ژباړه:
ستاسو خورا غوره زما د خپلې پیړۍ ملګري دي ، بیا ورپسې راتلونکي کسان دي بیا د هغوی پسې راتلونکي کسان دي.
* * *
[لَا يَصْلُحُ آخِرُ هَذِهِ الْأُمَّةِ إِلَّا بِمَا صَلَحَ بِهِ أَوَّلُهَا]
(امام مالک رحمة الله )
درنو لوستونکو:
د نړۍ ټول مسلمانان که د نن ورځې دي او که د سبا ورځې دي دوی ټول د پخوانیو مسلمانانو تر څنګه د محمدي (صلی الله علیه وسلم) امت د سلسلې غړي دي.
د لمړنیو کسانو هدایت او اصلاح د عظیم الشان قرآن او نبوي سنت په مشعلونو سره شوې دي او د هغوی ژوند او عملونه بلکې د هغوی د وجود او ژوند ټول اړخونه په همدغو دوه ؤ اسلامي اصولو بنا وو او هغوی په همدغه سبب او وسیلې د الله تعالی حقیقي او مقرب بنده ګان د ټولنې صالح او ګټور بنیادي عناصر، او د دنیا او آخرت د مادي او معنوي عزتونو او ښیګڼو خاوندان ګرځیدلي وو.
همدا راز د محمدي صلی الله علیه وسلم امت د وروستیو کسانو هدایت او اصلاح یوازې او یوازې په همدغو دوه ؤ اصولو سره کیدای شي او همدغه دوه اصوله د بشري افرادو او ټولنو د مادي او معنوي ښیګڼو او د دنیوي او اخروي کامیابیو او عزتونو تضمینونکي دي.
د اسلامي مدرسې د لمړنیو مسلمانانو عقیده او ایمان د اسلام په مبدأ بناء وو او د هغو عقیده او ایمان په عملي توګه د هغو د شخصیت او وجود په ټولو اړخونو او د هغو د ژوندانه په ټولو ساحو کې تجلی کوله. د هغو د عقیدې او عمل تر منځه پوره مطابقت موجود وو. او د هغوی ظاهر او باطن د اسلام په جامعو اصولو او هدایاتو، اخلاقي کمالیه ؤ ارزښتنو ښکلي او صفا وو. او د هغوۍ د صفایۍ او ښه توب اسلامي جوهر د سقراط او افلاطون د فلسفې او حکمت د نظریاتو او ویناؤ، د ارسطو د اخلاقیاتو او د هغه عصر او زمان د چین، هند ، فارس، د مصر د اسکندریې، یونان او د نړۍ د نورو فلسفي او اخلاقي مکتبونو او مرکزونو په شان د اصلاحي ضعف او نقصان، محدودیت او نیمګړتیا سره مخامخ نه وو بلکې هغوی د حقیقي او عملي ایمان او د اسلامي ثابت او جامع مکتب خاوندان او د نورو د هدایت او سعادت د پاره د حقیقت په اسمان او فضا کې ځلانده ستوري او نه پټیدونکي حقایق او مشعلونه وو او د هغوی د ایمان او عمل په منځ کښ پوره مطابقت او ملازمت موجود وو یعنې د هغوی ایمان:
عملي ایمان وو په افعالو سره مخکې له خبرو څخه.
عملي ایمان وو په زړونو سره مخکې له صورتونو څخه.
عملي ایمان وو په ارواحو سره مخکې له مالونو څخه.
عملي ایمان وو په ځانونو سره مخکې له اهل او اولاد څخه.
عملي ایمان وو په هر ډول نعمت او هستۍ سره.
عملي ایمان وو په هر ډول جهاد او قربانۍ سره.
بلکې عملي ایمان وو د قرآن او سنت په پوره تطبیق او متابعت سره او عملي ایمان وو د هر ډول ګناه او بدۍ په پریښودولو سره.
لمړنیو مسلمانانو اسلام د عقیدې، عمل، دعوت او جهاد په ساحو کښ ښه پیژندلی وو. او دغه حقیقت یې پر خپلو افکارو ، اخلاقو، خبرو او ژوند حاکم ګرځولی وو. او هغوی مخکې له دې چې د قرآن ښودنه نورو ته وکړي، په قرآن ېې ښه ځانونه پوهولي وو او د هغه پر هدایاتو او احکاموېې پوره عمل کړی دې.
بل دغه مخکیني مسلمانان پردې ښه پوهیدل چې د حق او واقعي ایمان میوه رښتینی محبت دی او د دغه محبت لپاره هم حقوق شته او هم واجبات شته البته د محبت حق دا دی چې د محبوب متابعت وشي او د احکامو او هدایاتو په اساس ېې ژوند بناء شي او پر هغو باندې عمل وشي، او د محبت له واجباتو څخه دا دي چې د محبوب د رضا او خوښۍ د حصول په لاره کې هر ډول سختۍ او تکلیفونه وزغمل شي او هر ډول ایثار او قربانۍ ته غاړه کیښودله شي. په دغه اساس پخوانیو مسلمانانو د ریښتیني محبت اساسات او مقتضیات په ښه توګه پیژندلي وو او د خپل ژوندانه ټولې چارې ېې د حق او واجب په اساس او معیار سره ګرځولي وو.
همدغه د اسلام د مدرسې لمړني رښتیني مسلمانان دي چې دوی د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه و آله وسلم سره ډیر محبت او ښې دوستۍ په اساس او دا چې الهي پیغمبر د حق او هدایت لوی مشعل، د سعادت او د عزت د لارو او عواملو ښه لارښود دی له هر تکلیف او مصیبت، خطر او ضرر څخه په امن وي. په خپلو ځانونو سره ېې د دغو ټولو مخه نیوله او دهغه د پاره به د نجات او سلامتیا ډال او سنګر ګرځیدل.
دا حضرت ابو بکر الصدیق رضې الله تعالی عنه دی چې کوم وخت الهي پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم سره د هجرت په لاره کې ملګرتیا کوي او دواړه د غار ثور په لور روان دي نو په لاره کې کله د الهي پیغمبر ترمخه،کله ترشا یې،کله ښۍ خوا ته یې ،او کله کیڼ خوا ته یې شي او څه وخت چې الهي پیغمبر ورڅخه د دغه کار د سبب پوښتنه کوي نو ورته داسې وایي:
(یا رسول الله! اذکر الرصد فاکون امامك، و اذکر الطلب فاکون خلفك، ومرة عن یمینك، و مرة عن شمالك لا آمن علیك).
اې د الله رسوله! ستا په باب د دښمن ترصد (پټ ځاې کې د دښمن کیناستل) راپه یادشي نو ستا تر مخه کیږم، اوچې درپسې د دښمن لټه راپه یاد شي، نو ستا تر شا کیـــږم، او کله ستا له ښۍ خوا ، او کله ستا له کیڼې خوا کیږم ځکه ستا په باب (د دښمن له ویرې) اطمینان نه لرم.
نو الهي پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ورته وفرمایل: (یا ابا بکر! لو کان شیء احببت ان یکون بك دوني)؟
اې ابو بکره! که چیرې څه وي نو ایا ستا خوښیږي چې تا ته ورسیږي او زه بچ اوسم؟
ابو بکر رضی الله عنه وویل:(نعم،والذي بعثك بالحق.)
هو،پر هغه ذات قسم چې ته یې په حقه سره رالیږلی یې.
بلکی همدغه د اسلام ستر شخصیت ده چې د الله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه و آله وسلم د رضا او د اسلام او مسلمانانو د خیر او مصلحت د پاره خپل ځان ، خپل اهل او اولاد او خپله ټوله شتمني او هستي وقفه کړې ده او په حقه لاره کې د ایثار او قربانۍ د ستر عنوان او لقب ګرځیدلی دی.
بل د الهي پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) په باب د ملګرتیا دایثار او پیرزوینې ډیر مثالونه شته او مونږ په دغه باب د یوه بل مثال چې حضرت خبیب او حضرت زید (رضی الله تعالی عنهما) دي چې ورڅخه داسې یادونه کوو:
ابن اسحاق ویلی دي:
ابن هشام د یوم الرجیع (د رجیع ورځ، رجیع د حجاز په ځمکه کښ د هذیل د قبیلې اوبه دي))
: داسې یادونه کوي
د (عضل )او (القاره)د خلکو یوه ډله حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورڅخه ېې د دین او قرآن د تعلیم په غرض د څو تنو اصحابو د لیږلو غوښتنه وکړه، هماغه وو چې الهی پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د خپلو اصحابو شپږ تنه: مرثد بن ابي المرثد الغنوي، عاصم بن ثابت بن ابي الافلح، خبیب بن عدي، زید بن دثنه بن معاذ، خالد بن البکیر اللیثي او عبدالله بن طارق د هغو سره ولیږل او د دغو شپږو امیر یې مرثد بن ابي المرثد الغنوي وټاکه کله چې دوی الرجیع ته ورسیدل نو قوم دوې سره خیانت وکړ او د هذیل څخه یې مرسته وغوښته او د هذیل خلکو له دوی څخه تورې واخستلې او په دغه وخت دوی خلکو ته وویل:
(والله ما نريد قتلكم ولكنا نريد أن نصيبكم شيأ من اهل مكة و لكم عهدالله و ميثاقه ان لانقاتلكم)
په الله سوګند ،مونږ ستاسې وژل نه غواړو بلکه مونږ دا غواړو چې تاسې ته د مکې له خلکو څخه څه برخه در په برخه کړو او تاسې ته د الله عهد او میثاق شته چې مونږ به تاسې نه وژنو.
مګر قوم د دوی خبره ونه منله نو هماغه شو چې قوم دوی سره وجنګیدل او له مسلمانانو څخه یواځې عاصم بن ثابت رضی الله عنه د قوم سره وجګیده او د خپلو دوؤ ملګرو (خالد او مرثد)رضی الله عنهما سره په شهادت ورسید او بیا کله چې قوم په ظهران کې وو نو په دغه وخت عبدالله بن طارق رضی الله عنه خپل لاسونه له رسۍ څخه خلاص کړل او توره ېې په لاس ونیوله نو قوم په تیږو سره په شهادت ورسوه او له شپږو تنو ملګرو څخه پاتې دوه تنه (خبیب او زید ) رضی الله عنهما یې مکې ته بوتلل او دواړه یې په مکه کی د مریي په توګه خرڅ کړل، هماغه وو چې صفوان بن امیه زید رضی الله عنه په بیه واخست څو هغه د خپل پلار په بدل کې په شهادت ورسوي.
ابن اسحق وایي:
صفوان زید بن دثنه رضی الله عنه د خپل مريي سره چې نسطاس نومیده د التنعیم سیمې ته ولیږه څو هلته ېې له حرم څخه د باندې په شهادت ورسوي په دغه وخت د قریشو خلک چې ابو سفیان هم پکې وو د زید رضی الله عنه تماشې ته راغونډ شول نو ابو سفیان له وژلو څخه مخکې زید ته داسې ووی:
[انشدك الله یا زید! أتحب ان محمدا (صلی الله علیه وسلم) عندنا الان فی مکانك نضرب عنقه و انك فی اهلك ؟
اې زیده ! تاته په الله سره څوګند درکوم چې ایا ته په دې خوښ یې چې محمد (صلی الله علیه وسلم) زمونږ په نزد ستا په ځاې وای او مونږ د هغه ……..او ته پخپلې کورنۍ کې وای ؟
زید رضی الله عنه وفرمایل:
والله ما احب أن محمداً (صلی الله علیه وسلم) الأن فی مکانه الذی هو فیه تصیبه شوکة تؤذیه و انی جالس فی اهلی.
په الله سوګند زه دا نه خوښوم چې محمد صل الله علیه و آله وسلم اوس د ده په ځاې کې وي او ورته د ازغي ضرر ورسیږي او زه په خپل کور کې ناست اوسم. ابو سفیان چې له زید رضی الله عنه څخه د قوي ایمان پوره ثبات او لوی ایثار خبره واوریدله نو ویی ویل:
ما رأیت من الناس احداً یحب احداً کحب اصحاب محمد محمداً(صل الله علیه وسلم).
ما له خلکو څخه داسې څوک ونه لیده چې هغه یو تن دوست وګڼي څنګه چې د محمد ملګري ،محمد دوست ګڼي(صلی الله علیه و آله وسلم)بیا هماغه وو چې زید رضی الله عنه د نسطاس له لاسه په شهادت ورسید او د الله تعالی په لاره کې د شهادت د لوړ مقام او ډیر اجر او ثواب خاوند وګرځید.
(انا لله و انا الیه راجعون) رضی الله عنه و ارضاه و اسکنه جنت الفردوس الاعلی.
* * *
د اسلام د مدرسې د پخوانیو مسلمانانو یوازینی منظور د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم رضا، د کلمة الله اعلاء، د اسلام حاکمیت، د بشري افرادو او ټولنو هدایت او سعادت، د حق ، عدالت، اخلاقي فضایلو، انساني ارزښونو، ذات البیني او بین المللي اړیکو او تعاملاتو احترام او د دغو ښو فضایلو او عالي اصولو د استحکام او استقرار په غرض د کفر، الحاد، ظلم او فساد د عناصرو او د هغو د مادي قوتونو په مقابل کې په قوي ایمان ، پوره ثبات، ښه اطمینان او د ایثار او فداکارۍ په عالي روحیې سره جنګیدل او د باطل او موهوم پرستۍ له څپاندو او خطرناکو سیلابونو څخه د نجات ، سلامتیا او اطمینان ساحل ته د نارام او سربداله بشریت ویستل او د بدبختۍ او کړاوونو له ژورو او د نفساني د ناوړه هوسونو او شیطاني غولونکو هڅونو څخه د خلکو ژغورل او د تقوی، عبادت او ښیګڼو په کولو سره دنیوي او اخروي عزتونو او مقامونو ته رسول وو.
همدغه د اسلام د مدرسې صادق او مخلص مسلمانان دي چې د هغو سره د یوه الله جل جلاله د عظمت او جلال او د هغه د محیط او کامل علم او قانون احساس موجود وو. او تقوی او اخلاص د هغو د ژوند اصلي شعار او د عملونو حقیقي معیار وو. اوچا چې به ګناه وکړه نو هغه به پر خپلې ګناه ډیره پښیماني ښودله او پر خپل ځان به ېې له الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم څخه د الهي قانون او حکم د تطبیقولو او جاري کولو غوښتنه کوله.
د دې حقیقت او واقعیت نه هیریدونکی مثال ماعز بن مالک الاسلمي ( د دوی د موضوع بیان بخاري،مسلم،ابوداؤد او هم جمع الفواید په ۷۴۸ مخ کې کړی دی) او بل غامدیه ( د دغې ښحې ذکر په مسلم او اصحاب السنن او جمع الفواید په ۷۴۸ مخ کښ شویده) ده دغو له الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم څخه د خپلې ګناه په باب د الهي حکم د تطبیقولو او جاري کولو غوښتنه کړې ده او الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم د تحقیق او ثبوت له مخې دواړه باندې الهي حکم تطبیق او جاري کړی دی څو په دې وسیله د ګناه له مسؤلیت څخه خلاص او په سپیڅلي ځان او حالت د الله جل جلاله و عظم شانه حضور ته ورشي او د هغه د اِنعام او اجر مورد وګرځي.
بل له جهاد څخه د بې عذره پاتې کیدلو د مسؤلیت د احساس او د خپل مخالفت د تقصیر د فیصلې په باب د هغو دریو تنو پخوانیو مسلمانانو د انتظار قصه ده او هغه داسې چې کوم وخت الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د مجاهدو مسلمانانو سره د تبوک غزا ته لاړ په دغه وخت کې هلال بن امیه، مرارة بن الربیع او کعب بن مالک رضی الله تعالی عنهم له جهاد څخه چې د معافیت عذرونه ېې نه لرل په خپلو کورونو کې پاتې شول او بیا چې الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د خپلو مجاهدو ملګرو سره د تبوک غزا څخه راستون شو نو دغو دریو تنو الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ته دخپل غیاب او وروسته پاتې کیدلو په باب د درواغو پلمې ونه کړې بلکه څه چې حقیقت وو هغه یې وویل او پر خپل غیاب او وروسته پاتې کیدلو یې ډیره پښیمانتیا وکړه او خپل ځانونه یې مسؤل وګڼل او بیا یې خپل ځانونه د مسجد پر ستنو وتړل او په انتظار کې شول څو د دوی د تقصیر په باب الهي حکم صادر شي او د دوی د مخالفت او تقصیر نتیجه معلومه شي.
الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په دې چې دغو دریو تنو مسلمانانو د تبوک د غزا په نسبت مخالفت او تقصیر کړي دي د هغو سره یې خبرې پریښودلې او مسلمانانو ته یې هم حکم وکړ چې د هغوی سره څوک ونه غږیږي تر دې چې د هغو سره له خبرو کولو څخه د هغوی د کورنیو غړي او خپلوان یې هم منع کړل.
دغو دریو تنو د ډیرې پښیمانتیا او خفګان شپې سبا کولې او د خپل مخالفت او تقصیر په باب د الهي حکم په انتظار کې وو، هماغه وو چې د پنځوسو(۵۰) ورځو له تیریدلو وروسته الهي لوی او مهربان ذات پر هغوی باندی ورحمیده او د هغوی توبه ېې قبوله کړه او دغه موضوع د قرآن د (التوبه) سورت په ۱۱۷-۱۱۸ آیتونو کې یاده شوې ده.
* * *
همدغه د اسلام د مدرسې لمړني خوراښه مصلحت پیژندونکي او حق منونکي مسلمانان دي چې هغو د خپل ژوند او عمل اساس او د ښو او بدو، خیر او شر، او د حق او باطل د تشخیص او معرفت معیار او دلیل قرآن او نبوي سنت ګرځولي وو، هغو د قرآن او نبوي سنت په رڼا کې د دنیا او آخرت د ښیکڼو او نعمتونو غوښتنه کوله ، د اختلافاتو او جګړو د منځه وړلو په غرض یې د الهي کتاب قرآن او نبوي سنت حکم او فیصلې ته غاړه ایښودله او له دنیوي او مادي غرضونو او د جاه او دبدبې د مقامونو او نورو نفساني ناوړه غوښتنو له منلو او پیروۍ څخه ډډه کوله.
د اسلامي تاریخ په استناد کله چې الهې پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم (۶۳) کلنۍ په عمر په مدینه منوره کې د هجرت په یوولسم کال د ربیع الاول د میاشتې په دولسمه د دوشنبې په ورځ د اجل داعی ته لبیک ووایه او له دنیوي فاني ژوند څخه یې سترګې پټې شوې دغه الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم لا ښخ شوی نه وو چې د مدینې انصارو د بنو سعد په سقیفه کې د حضرت سعد بن عباده په شا او خوا کې راغونډ شول او د خلافت موضوع ېې منځ ته کړله.
هماغه ؤ چې په دغه وخت کې یو تن حضرت ابو بکر صدیق او حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنهم ته راغی او دغو دواړو ته ېې داسې وویل:
که غواړی د هغو د خبرې له غټوالي څخه مخکې د هغوی د موضوع درک وکړی نو خپل ځانونه ورورسوۍ.
هماغه ؤ حضرت عمر حضرت ابوبکر ته وویل:
انطلق بنا الی اخواننا من الانصار حتی ننظر ما هم علیه.
مونږ سره زمونږ انصارو وروڼو ته لاړ شه څو د هغو د حال لیدنه او د موضوع معلومات وکړو
بیا دواړه چې حضرت ابو عبیده عامر بن الجراح رضی الله تعالی عنه هم د هغو سره ملګری وو د انصارو غونډې ته ورغلل،ا نصارو چې د خپل امارت د استحقاق دلایل یاد کړل او د هغه د مقام د پاره ېې د خپل اهلیت او استحقاق خبرې وکړې او وویل یې:
[نحن الامراء و انتم الوزارء] یعنې مونږ انصار امیران یو او تاسې مهاجرین وزیران یې. نو په دغه وخت کې حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه وفرمایل:
اما بعد ،فما ذکرتم فیکم من خیر فانتم من اهله، و لم تعرف العرب هذا الامر الا لهذا الحی من قریش، هم اوسط العرب نسباً او داراً ، و قد رضیت لکم احد هذین الرجلین فبایعو ایهما شئتم.
څه چې تاسې د خپل خیر یادونه وکړه تاسې د هغه اهل یې او عرب دغه مقام بې له قریشو څخه بل چا ته نه پیژنې ، هغوی د نسب او ځاې له امله د ښه مقام خاوندان دي او تاسې ته یو له دغو دواړو څخه (عمر یا ابو عبیدالله ) رضی الله عنهما خوښ دی نو هر یو چې ستاسې خوښ وي د هغه سره بیعت وکړی.
کله چې حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه د مهاجرینو په باب د انصارو د مرستو او ښیګڼو یادونه وکړه او هغه یې تقدیري کړې او خلافت یې د قریشو حق وښود او هم یې چې دا خبره وکړه چې عرب یواځې قریشو ته غاړه ږدي او د قریشو حکم منونکي دي په دغه وخت له انصارو څخه یو تن وویل:
انا جذیلها المحک و عذیقها المرجب، منا امیر و منکم امیر یا معشر قریش.
زه د انصارو د قبیلې ډکی(یا ګرګی) یم چې ګرګی اوښان ورباندې ځانونه مږي(مښي) او د خرما هغه وښکی یم چې په یوه شي باندې تکیه کړی شوی وي ( یعنی چې زه هغه څوک یم چې د انصارو قبیله زما پر نظریې عمل کوي او زه پر هغه تکیه او اعتماد لرم او هغوی زما ملاتړ او پیروی کوونکي دي) له مونږ څخه دې یو امیر وې او له تاسې څخه دې هم یو امیر وي اې د قریشو ټولګیه!
بل یو انصاري پر دې دا دلیل هم ونیو چې کوم وخت به الهي پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم له تاسې څخه کوم تن په کوم (عمل ) کار باندې وټاکه نو د هغه سره به ېې زمونږ یو تن هم ملګری کړ،
بیا چې د دوؤ امیرانو په باب د انصارو او مهاجرینو ترمنځه د شور ما شور فضاء توده شوله او له هرې خوا غږونه پورته شول او د دواړو خواؤ ترمنځه د ډیر اختلاف او نزاع د ویرې احساس پیدا شولو د سختو او خطري عواقبو زنګ په کړنګیدو شو نو په دغه وخت کې له مهاجرینو څخه حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنه د خلافت د موضوع په باب جې د قریشو حق ده د حضرت پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په وینا استدلال وکړ او هغه دا چې:
الائمة من قريش (یعنې امامان او پیشوایان له قریشو څخه دي.)
او هم ېې وویل:
لا یصلحان سیفان فی غمد واحد .( یعنې په یوه تیکي کې دوه تورې سمې نه دي.)
په دغه وخت یوې پرې کوؤنکې خبرې ته چې په ځاې خبره وي او د قرآن په هدایت سره روښانه کوونکې او د فتنې مړه کوونکي او حیرانو کسانو ته د لارې ښودونکې وي، د ضرورت احساس کیده هماغه وه چې دغه راز خبره د زید بن ثابت الانصاري رضی الله عنه له خولې څخه ووتله او خپل قوم ته ېې داسې وویل:
یا معشر الانصار ان رسول الله صلی الله علیه و آ له وسلم کان من المهاجرین فیکون خلیفته مهاجراً مثله، و انا کنا انصار رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم فنکون انصاراً لخلیفته من بعده و اعواناً له علی الحق.
ای د انصارو ټولګیه! بیشکه رسول الله صلی الله علیه و آ له وسلم له مهاجرین څخه وو او مونږ د رسول الله صلی الله علیه و آ له وسلم انصار(ملاتړ،مرستندوی) وو نو له هغه څخه به وروسته د هغه د خلیفه انصار او پر حقه د هغه مرستندوی واوسو.
بیا هغه ابو بکر صدیق رضی الله عنه ته خپل لاس اوږد کړ او ویې ویل:
هذا خلیفتکم فبایعوه (دا ستاسې خلیفه دی نو ورسره بیعت وکړی).
همدا راز حضرت عمر رضی الله عنه د دغې حساسې موضوع تدارک او علاج او د اسلام او مسلمانانو د مصلحت د تامین او تحقق لپاره له خپل حکیمانه سیاست او ښه تدبیر څخه داسې کار واخست او ویې ویل:
یا معشر الانصار! ألستم تعلمون ان رسول الله صلی الله علیه و آ له وسلم قد امر ابابکر ان یؤم الناس؟ فایکم تطیب نفسه ان یتقدم ابا بکر؟ و ایضاً قال: رضیه رسول الله صلی الله علیه و آ له وسلم لدیننا افلا نرضاه لدنیانا؟
اې د انصارو ډلې! ایا تاسې نه پوهیږی چې رسول الله صلی الله علیه و آ له وسلم ابو بکر ته امر کړی دی چې د خلکو امامت وکړي نو ستاسې د کوم یوه خوښه ده چې پر ابو بکر رضی الله عنه باندې سبقت او مخکیتوب وکړي؟
او هم ېې ویې ويل:
رسول الله صلی الله علیه و آ له وسلم هغه زمونږ د دین د پاره خوښ کړي نو ایا هغه د خپلې دنیا دپاره خوښ نکړو؟
انصارو د حضرت عمر رضی الله عنه د دغې وینا په ځواب کې وویل:
نعوذ بالله ان نتقدم ابا بکر (یعنې له الله جل جلاله څخه پناه غواړو چې پر ابو بکر رضی الله باندې سبقت وکړو).
بیا حضرت عمر رضی الله عنه د حضرت ابو بکر رضی الله عنه د اهلیت او د اسلام او مسلمانانو د خیر او مصلحت په منظور حضرت ابو بکر رضی الله عنه ته وویل:
. ابسط یدک یا ابا بکر
اې ابوبکره خپل لاس راوږد کړه.
هماغه وو لومړی حضرت عمر رضی الله عنه بیا مهاجرینو او بیا انصارو رضی الله عنهم اجمعین د حضرت ابو بکر رضی الله عنه سره د خلافت بیعت وکړ او بیا مسلمانانو په سبا ورځ په نبوي مسجد کې د منبر له پاسه د حضرت ابو بکر رضی الله عنه سره عام بیعت وکړ او په دې توګه د خلافت په باب د انصارو او مهاجرینو تر منځه پیدا شوي اختلافات او نزاع پاې ته ورسیده او ټول د یوه خلیفه د حکم منونکي شول.
دا وو د مسلمانانو (مهاجرینو او انصارو) تر منځه د اختلافاتو او نزاع موضوع او دا وو د خلافت په باب د حضرت پیغمبر صلی الله علیه و آ له وسلم د وینا په اوریدلو سره د پیدا شوي اختلاف او نزاع له منځه تلل او حق او حقیقت ته د ټولو غاړه ایښودل یعنې کله چې انصارو د امامت او خلافت په باب د الهي پیغمبر صل الله علیه و آله وسلم حدیث واوریده او په دغه باب د حضرت ابو بکر رضی الله عنه اهلیت او د مسلمانانو د پیشوایۍ سند او د قریشو د استحقاق دلیل ورڅرګند شو نو دغو انصارو د امارت او خلافت له ځانګړې دعوې څخه لاس واخست او دالهي پیغمبر صلی الله علیه و آ له وسلم د حدیث فیصلې ته یې غاړې کیښودلې او پر یوه خلیفه راټول شول او د هغه اطاعت ېې ذمه واري وګڼله.
تبصرې 0