فاریاب کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې پنځه ورځې وړاندې د فاریاب په کوربه توب په غلام محمد میمنګي لوبغالي کې پیل شوې چې په کې د فاریاب، بلخ، سمنګانو، او جوزجان ولایتونو لوبډلو ګډون کړی و.
د دغو سیالیو پای لوبه کې فاریاب وتوانېده چې سرپل ته ماتې ورکړي او د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
په یادو سیالیو کې له فاریاب څخه شکرالله کوهي غوره لوبغاړی او بهرام غفوري غوره ګول ساتونکی ونومول شول.
تبصرې 0