پکتيکا: وازېخوا کې د درې بېلابېلو پروژو چارې پيل شوې

81
د کتلو شمېره

د پکتيکا ولايتي ادارې سره په همغږۍ جلال سوداګریز بنسټ د دغه ولايت په وازېخوا ولسوالۍ کې د ۱.۳ مېليونه ډالرو په ارزښت د درېيو بېلابېلو پروژو چارې پيل کړې.
په دې پروژو کې یو روغتیایي مرکز، یو جامع جومات او یو په ټولو معیارونو برابر سوداګریز بازار شامل دي.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل، «د خوشالۍ ځای ده، چې د ولایت مقام په هڅو وتوانېدو په وازېخوا ولسوالۍ کې د جلال سوداګریز ګروپ په مالي ملاتړ د داسې مهمو پروژو پرانېسته کوو، چې په بشپړېدو سره به یې د خلکو ستونزې حل شي».
نوموړي ويلي، چې د خپل وس او توان مطابق هڅه کوي، ترڅو د پکتیکا خلکو ته د بیا رغونې په برخه کې بېلابېلې پروژې راوړي او تطبیق یې کړي، چې د ځينو پروژو عملاً چارې روانې او ځينې نورې به د پلان سره سمې پلې شي.
بلخوا د جلال سوداګریز بنسټ مشر د ولایتي ادارې له همکارۍ مننه کړې او په پکتیکا کې یي د پاتې نورو پروژو د تطبیق ډاډ ورکړی.
د ويلو ده، چې څه موده وړاندې د پکتيکا په چارباران ولسوالۍ کې هم د ورته پروژو چارې پيل او اوس مهال يې کارونه روان دي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي