په میدان وردګ کې د اوبو دوه بندونه ګټې اخېستنې ته وسپارل شول

82
د کتلو شمېره

د دې ولایت په مرکزي بهسود او لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې د ۱۰.۴مېلیونو افغانیو په ارزښت د سیندیزې حوزې له خوا د اوبو دوه کوچنيو بندونو چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
د میدان وردګ د سیندیزې حوزې مسوولینو وویل چې دغه دوه اوبو بندونه د اوبو او انرژۍ وزارت د خپلې بودجې څخه جوړ شوي چې ۹۰ زره متره مکعب د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
بلخوا د کابل د سیندیزې حوزې لوی ريیس د یاد بند ګټې اخېستنې پر مهال وویل چې د میدان وردګو ولایت په ټولو ولسوالیو کې پلان شوي ذخیروي بندونه بشپړ شوي دي. نوموړي همداراز بهسود ولسوالیو له خلکو سره یې د دوه نورو بندونو د جوړولو ژمنه هم وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په پر تله سږکال د میدان وردګ په یو شمېر ولسوالیو کې د اوبو کوچنيو بندونه جوړ شوي چې دې سره بارانونو او سېلابونو اوبه مهار شوې.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي