د افغانستان خاوره کې به ټاپي پروژه ژر پيل شي

82
د کتلو شمېره

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي، د یاد وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د ترکمني چارواکو سره د ټاپي او ټاپ پروژو د تطبیق، د تورغونډۍ – هرات د رېل کرښې د لومړي فاز د رغونې او تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نوري فایبر پروژو د چارو د چټکتیا او په دې برخه کې د شویو پرمختګونه په اړه هر اړخیز بحثونه کړي دي.
ورته مهال ترکمنستان ته تللي افغان پلاوي د افغانستان په خاوره کې د ټاپې پروژې د عملي چارو د پیل تړون تر څنګ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي (ټاپ) پروژې د تطبیق هوکړه لیک او د هرات - سنوبر د اوسپنې پټلۍ د عملي پلان او د تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د ترمینل د پراختیا هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي