د ننګرهار ولايت مقام له رسنيز دفتره په خپاره شې خبرپاڼه کې راغلي چې په ياد ولايت کې درې اتيا کورنيو ته، چې له تورخم څخه بېځايه شوې وې شاوخوا يو مېليون افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
دغه مرسته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست په هڅو، DRC موسسې په مالي ملاتړ ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۸۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د کډوالو چارو رييس حاجي بازمحمد عبدالرحمن له نورو موسساتو هم د يادو کورنيو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه.
تبصرې 0