پکتيکا: زرغون ښار ولسوالۍ کې ۳ هټۍ د اور خوراک شوې

79
د کتلو شمېره

تېره ورځ ناوخته د زرغون شهر ولسوالۍ په بازار کې د تېل پلورلو په دوو هټيو کې اور لګېدنه رامنځته شوې چې خلکو ته پکې مالي زيانونه هم اوښتي.
د پکتيکا ولايت امنيې قوماندانۍ له رسنيز دفتر څخه په خپاره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد اور تېره ورځ ناوخته مازديګر مهال د زرغون ښار ولسوالۍ د تېل پلورلو دوه هټۍ او د غاليو يوه هټۍ هغه مهال د اور خوراک شوې چې د مسوولينو ورته پام نه وو.
خو د اور وژنې ډله پر وخت سيمه ته ورسېده تر يو ساعت تېرېدو وروسته يې اور وواژه او هټۍ والو ته يې د نور زيات اوښتو مخه ونيوله.
د یادولو وړ ده، چې دغه اورلګېدنه کې دوه د تېل پلورلو او درېیم د غالۍ پلورلو هټۍ سوځول شوې، چې مالکینو ته یې په لکونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي