د افغانستان له ماليې وزارت څخه په خپاره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تورخم ګمرک د تشرېح برخې کارکوونکو په یوه وارداتي سوداګریزه محموله کې چې سوداګریز توکي پکې بار وو، یو شمېر جعلي نکاحخطونه او د موټر چلولو لایسنسونه نیولي دي.
سرچینه وایي، په یاده سوداګریزه محموله کې ۲۰۲ جلده جعلي نکاحخطونه، څلور جلده کورني او څلور جلده بهرني د موټر چلولو جعلي لایسنسونه او ۵۶ عدده کورني بېلابېل نښانونه شامل دي چې په پټه له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل.
تبصرې 0