خوست: په نظامي روغتون کې تازه درې نورې څانګې هم فعالې شوې

74
د کتلو شمېره

د خوست امنیې قوماندانۍ اړوند شل بیستریز روغتون کې د شاوخوا دوه مېلیونه افغانیو په لګښت د غاښونو، لابراتوار، او تلوېزيوني معایناتو درې نوې څانګې فعالې او تېر مازدیګر مهال د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې.
په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې ولايتي چارواکو او رنځپوهانو ګډون کړی وو.
د خوست امنيې قوماندان حافظ عبدالرشيد عمري وویل چې په دغه روغتون کې د دریو نویو څانګو پرانېسته به د دغه روغتون کاري ساحه لا غني کړي او د امنیتي منسوبینو په درملنه کې به اسانتیاوې را منځته کړي.
د امنیې قوماندانۍ شل بیستریز روغتون کې اووه څانګې عمومي جراحي، عمومي داخله، اورتوپیډي یا د هډوکو درملنه، ENT یا د غوږ، ستوني او پوزې درملنه، لابراتوار، د غاښونو تداوي، بېړنۍ خونه او درملتون څانګې فعالې دي.
د يادولو وړ ده، چې ياد روغتون د امنيتي کسانو لپاره ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي