د فراه د (عدالت سنګزور) لوبډلې د لوېديځ زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وګټله

142
د کتلو شمېره

په فراه کې د لويديځ زون په کچه د فوټبال پيل شويو سياليو اتلولي د دغه ولايت اړوند د (عدالت سنګزور) لوبډلې د نيمروز ولايت د (ابومسلم) لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو په پايلوبه کې د ځايي مسوولينو او سلګونه نندارچيانو سربیره د بدني روزنې او ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي حمدالله وثيق هم ګډون کړی وو.
وثيق د پايلوبې د پيل په مراسمو کې د فوټبال نړيوالې ادارې (فيفا) د ټولو هغو نړيوالو معيارونو، چې د اسلامي امارت له اصولو، افغاني کلتور او اسلامي اساساتو سره په ټکر کې نه وي د پلي کېدو، ملاتړ او نه لاسوهنې ډاډ هم ورکړ.
يادې سيالۍ د باران رحمت خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د لويديځ زون اړوند د بادغیس، غور، فراه، هرات او نیمروز ولايتونو د لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، چې د مينه والو له تاوده هرکلي سره مخ شوې.
د يادونې وړ ده، چې ګټونکې لوبډلې په دې سره د لويديځ زون په استازیتوب به په پلازمینه (کابل) کې د اتلانو لیګ ورتګ پړاو سیالیو ته لار پيدا کړه.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي