د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په هرات کې د اوبو ۱۹ کوچني بندونه جوړوي

127
د کتلو شمېره

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په هرات ولايت کې د ۶۰ ميليونه افغانيو په لګښت د باران اوبو د مهارولو په موخه د اوبو د ۱۹ کوچنيو بندونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
ياد بندونه د هرات په ۱۹ بېلابېلو ولسواليو کې جوړېږي، چې له ډلې څخه يې د ۷ هغو د جوړولو چارې پرون د دغه وزارت د سرپرست ملا محمد يونس اخندزاده له لوري د يو لړ مراسمو په ترځ کې پيل شوې.
په یادو مراسمو کې پر نوموړي سربېره د هرات او هلمند ولایتونو د کليو د بيارغونې او پراختيا رياستونو مشرانو، د هرات ځايي چارواکو، د سیمې ديني عالمانو او اوسېدونکو ګډون کړی وو.
هېره دې نه وي، چې د دې بندونو د جوړولو په لړ کې د سیمې سلګونه اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په جوړیدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې د اوبو کچه خوندي وساتل شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي