د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه نن د یوناما له مرستیال مارکس پوتزل سره وکتل.
پوتزل په دغه کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت، په نشه يي توکو د روږدو د درملنې، د بزګرانو لپاره د بدیل کښت، بشري مرستو، د تعامل پر اهمیت او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره خبري وکړې.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې یوناما به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې پوتزل ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل چې اوسمهال په افغانستان کې ډاډمن امنیت راغلی او اسلامي امارت د هېواد د بیارغونې، ولس ته د هر ډول اسانتیاوو په رامنځته کولو کې خپله ژمنتیا په عملي توګه ثابته کړې ده.
تبصرې 0