د انګلستان شارژدافیر له راستنېدونکو هېوادوالو او زلزله ځپلو سره د خپل هېواد د مرستو د زیاتوالي

95
د کتلو شمېره

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په کابل کې د انګلستان سفارت له شارژدافیر روبیرت ډیکسن سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت نن د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د خبرو ترڅنګ؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه والي ټینګار وشو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي دي: «الحمدلله د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او یو واحد حاکمیت شتون لري؛ بین الافغاني پخلاینه رامنځته شوې، د ټولو افغانانو لپاره عمومي عفوه اعلان شوې او کولی شي خپل هېواد ته راستانه شي.
هغه د اداري فساد د له منځه وړلو، له نشه یي توکو د مبارزې، په نشه يي توکو د شاوخوا څلور میلیونه روږدو کسانو د راټولولو، د سوالګرو د بایومټریک او هغوی ته د میاشتني معاش، اقتصادي پرمختګونو او د کوچنیو او لویو کانونو د قراردادونو په برخه کې د اسلامي امارت د مهمو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي دي.
د انګلستان سفارت شارژدافیر هم، له راستنېدونکو هېوادوالو او زلزله ځپلو سره د خپل هېواد مرستو د ډېروالي خبر ورکړی دی.
د کتنې په پای کې، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست څرګنده کړې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي تعاملاتو غوښتونکی دی

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي