حنفي: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو پانګوالو ته په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکوو

167
د کتلو شمېره

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره په کتنه کې وویل چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو پانګوالو ته په صنعتي پارکونو کې ځمکې ورکوو.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې سوداګرو په هېواد کې د اقتصادي او سوداګریز وضعیت او د کسب او کار په اړه وویل، په تېرو کلونو کې سوداګر او پانګوال د سر او مال له امنیت څخه برخمن نه وو او دې موضوع د هغوی پر سوداګرۍ او کسب او کار منفي اغېز کړی و، خو د اسلامي امارت له راتک سره په هېواد کې سرتاسري امنیت په ځانګړي ډول د سوداګرو او پانګوالو د سر او مال امنیت تامین شوی او هغوی په پوره ډاډ په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
هغوی د سوداګرۍ په برخه کې د لېږد، رالېږد او ټرانسپورت ځینې ستونزې یادې کړې او د اسلامي امارت له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د هغو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سوداګرو او پانګوالو ته د ښه راغلاست پرمهال د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې د هغوی رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې امنیت د ډېرو له هغې جملې د اقتصادي فعالیتونو زیربنا دی او تر هغو چې سوداګر او پانګوال د خپل سر او مال امنیت څخه ډاډمن نه شي، نو پانګونه به ونه کړي، خو اسلامي امارت د دې موضوع په درک کولوسره د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول سوداګرو د امنیت موضوع ته لومړیتوب ورکړی او هغوی ته یې بېلابېلې آسانتیاوې په پام کې نیولې دي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت حتی هغو سوداګرو ته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته د خپلې سوداګرۍ او د خپلو فابریکو د تاسیساتو د راوړلو غوښتونکي دي ګمرکي معافیت، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې وېش او له مالیو څخه معافیت په پام کې نیولی دی.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي