په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

199
د کتلو شمېره

د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وینا دغه پېښې نن له غرمې مخکې د شغنان ولسوالۍ د مرکز اړوند ویر کلي کې د یوه فلنکوچ موټر د چپه کې له امله رامنځته شوې چې په کې یوه ۱۷ کلنه انجلۍ مړه شوې او ۱۰ کسانو نور ټپيان شوي دي.
د دې پیښې ټپیان د درملنې په موخه د شغنان ولسوالۍ مرکزي روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي