خبريال: حمیدالله همیم
دا چې ادب او کلتور د یوې ټولنې په هر اړخیز پرمختګ کې خورا مهم رول لري او ژوندي ملتونه تل د خپل ادب او کلتور د ساتنې او پیاوړي کولو له لارې خپلو ځانونو ته د پرمختګ لارې پرانېزي، نو اړینه ده، چې په هېواد کې ادب او کلتور ته بشپړه پاملرنه وشي.
ادب او کلتور پالنه که له یوې خوا د ملتونو په پرمختګ کې رول لري له بل پلوه موږ له دې لارې کولی شو، چې په ټولنه کې د ادب او کلتور په ډګر کې نوي او وړ استعدادونه را پیدا کړو.
همدارنګه دا چاره د ژبې او ادب په ساتنه کې خورا مهم رول لوبوي او په دې برخه کې د پکتیکاوالو غوښتنه دا ده، چې دې برخې ته دې لا زیاته پاملرنه وشي.
بل پلو بیا د ا.ا مسوولین وايي، چې د ا.ا په راتلو سره په دې وروستیو کې دې برخې ته پاملرنه زیاته شوې.
دوی زیاتوي چې، د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت له لیکوالانو او شاعرانو سره په همغږۍ د فرهنګي کړنو د بیا غوړېدو او پراخېدو هڅې پیل شوې او کلونه وړاندې له فعالیت لوېدلي ادبي بهیرونه د بیا ځلې لپاره فعال شوي، چې د سیمې شاعران او لیکوالان پکې د ادبي ناستو او بنډارونو لپاره راغونډېږي او خپل ادبي ذوق پکې خړوبوي.
د پکتیکا اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي او هنري کړنو د ترتیب او تنظیم مسوول عبدالحق جوهر وايي، د فرهنګي کړنو د ودې او پرمختګ لپاره به له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي او په دې برخه کې به هېڅ ډول ځان سپمونه نه کوي.
جوهر وایي، د ادبي بنډارونو له بیا ځلې پیلېدو یې موخه د فرهنګي فعالیتونو غښتلتیا، د سمينارونو او غونډو له لارې خلکو ته د هېواد د مشاهیرو او مشایخو ورپېژندل، شعر او ادب ته د نویو ځوانانو هڅول، په ټولنه کې ورک استعدادونه راپیدا کول او په ټوله کې د فرهنګي برخې په ځان بسیا کول دي.
نوموړی زیاتوي چې، ((له دې لارې به د هېواد نوموتو مشرانو ستاینه او پېژندنه کېږي او دغه راز به دلته د نظم او نثر برخو د لا پیاوړتیا تر څنګ د ځوانو استعدونو لوړېدو ته کار کېږي، تر ډېره به مو هڅه دا وي چې خپلې ټولنې ته خیر ورسوو او د فرهنګي فعالیتونو په برخه کې د خپل توان مطابق کړنې ترسره کړو.))
د پکتیکا لیکوالان او شاعران د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغه کړنه ستایي او د فرهنګي فعالیتونو بیا پیلېدل اړینه اړتیا ګڼي.
شاعر کلاخان حیران په اوس وخت کې دا ډول راټولېدنې یو نېک او له کلتوري اړخه خورا مهم ګام بولي، خو تر څنګ یې له حکومت غوښتنه کوي، چې دې برخې ته لا ډېره او ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه په دې سره به له یوه پلوه شاعران او لیکوالان د یووالي په ټغر یو له بل سره خپل نظریات شریکوي او له بل پلوه به د فرهنګي کړنو په برخه کې څه نا څه کار شوی وي.
ژورنالېست او لیکوال عبدالباري نعیمي هم خوښ دی او له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مننه کوي، چې د پکتیکا ادبي بهیر یې بېرته پیل کړی، چې له دې لارې به شاعران او لیکوالان د خپلو لیکنو او شعر په ژبه لیکلي مهم پیغامونه تر خلکو رسوي.
نعیمي له ځوانانو غوښتنه کوي، چې د شعر لیکلو تر څنګ د خطاطي او تابلو لیکلو هنرونو زده کړې وکړي او هڅه وشي، چې د کتاب لوستنې دود لا پیاوړی شي، څو ځوانان په بېلا بېلو برخو کې کتابونه ولولي او بیا د هغې له مخې د ټولنې او هېواد په ګټه لیکنې وکړي.
د پکتیکا ادبي بهیر غړي لیکوال محمد ذاکر نایاب وویل، د فرهنګي فعالیتونو د لا غښتلتیا لپاره ادبي ناستې ډېرې مهمې دي او په دې سره به نه یوازې دا چې فرهنګي برخه پیاوړې شي، بلکې په سیمه کې به ورک وړ ځوانان ورسره وموندل شي او هغوی به نور هم دې کارته وهڅول شي.
نایاب زیاته کړه: ((فرهنګي فعالیتونه د ټولنې او ملت د ادب او ژبې ژوندۍ او فعاله ساتلو لپاره مهم دي او په کار دی ځوانان په دغه ډول ادرسونو کې راټول شي او یو له بل سره د خپلو نظریاتو شریکو لو تر څنګ د شعر په بڼه خلکو او ټولنې ته کار وکړي.))
د پکتیکا ادبي بهیر مشر محمد یاسین یاسین هم دغه ډول ادبي بنډارونه د شاعرانو او لیکوالانو د فعاله ساتلو په پار مهم ګڼي او وایي چې، ((ادبي ناستې او راټولېدنې ادب ته په وده ورکولو کې ځکه مهمې دي، چې له یو پلوه به د شته وړتیاوو د فعاله ساتلو ترڅنګ نوي وړ استعدادونه وموندل شي او له بل پلوه به مو له دې لارې خپل ادب او فرهنګ ته لا ښه کار کړی وي.))
نوموړی وایي، په دې ټولنه کې لا هم داسي وګړي شته چې د خپل کلتور او ادب په اړه بشپړ معلومات نه لري او دوی په یاده برخه کې پوهاوي او هڅونې ته اړتیا لري.
د مجاهد کتاب پلورنځي مسؤل عبدالرحمن راشد په خپلو خبرو کې د کتاب لوستنې دود د کمزورتیا لامل په ټولنه کې د مناسب چاپیریال نه شتون په ګوته کوي، چې له کبله یې په ټوله پکتیکا کې چاپ خونه شتون نه لري او یواځي درې کتاب پلورنځي دي چې، د هغوی هم بازار په ټېټه کچه دی.
نوموړی وایي: «که په دې ولایت کې د شاعرانو او لیکوالانو شمېر زیات شي او د کتاب لوستنې دود پیاوړی شي، نو پانګوال به پانګونې ته زړه ښه کړي او د کتاب پلورنځیو شمېر به زیات او ان چاپ خونې به جوړې شي».
د پکتیکا ولایت اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا محمد امین حذیفه هم په خپلو خبرو کې وویل چې، د فرهنګي برخې پراخېدو او لا غوړېدو ته په بشپړه توګه ژمن دی او د دې برخې د لا پیاوړتیا په پار به له بېلا بېلو لارو چارو کار اخلي.
نوموړی زیاتوي چې:(( په ریاست کې یې د خطاطي او نورو ښوونیزو پروګرامونو تر څنګ ( پکتیکا ادبي بهیر ) له ډېر ځنډ وروسته د بیا ځلې لپاره پیل کړ، چې په دې سره به شاعران او لیکوالان خپلې ادبي تندې خړوبه وي.
د لیکوالو او شاعرانو په خبره که د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې د ادبي ناستو او بنډارونو، کتاب لوستنې دود پیاوړتیا او خطاطي او انځور لیکنې د برخو مرکزونه جوړ شي نو له یو پلوه به وړ ورک استعدادونه راپیدا شي او له بل پلوه به فرهنګ او د فرهنګ له لارې به ټولنې ته د پام وړ کار شوی وي.
تبصرې 0