زده کړه د هر ماشوم حق ده

134
د کتلو شمېره

خبريال: شعيب بيان
زده کړه د هر ماشوم هیله او ارمان ده د پکتیکا ولایت زده کوونکي له یوه نړۍ ارمانونو سره د ښوونځي په لور قدمونه اخلي پلار، مور او کورنۍ یې دا هیله لري چې ماشوم به یې د زدکړې پر مټ خپلې هیلې ته رسېږي، خو د نن زده کوونکيي بیا نه یوازې هیلو ته ځان رسوي بلکې د هېواد د هوساینې لپاره یې په هره برخه کې مټې رابډ وهلې.
زده کوونکی (صبغت الله ) وایي تعلیم زما هیله وه نن الحمد الله دا ده زده کړه کوم زه غواړم چې د تعلیم پر مټ خپلو هیواد والو ته خدمت وکړم او دهغو ې لپاره په هره برخه کې نوي نوښتونه رامنځته کړم.
زده کوونکي د تعلیم په زانګو کې زانګي هر زده کوونکی یې د خپلو ارمانونو په لاسته راوړلو کې د خیال په سمندر کې ډوب دی دا زده کوونکي هر یو بېلابېل ارمانونه لري ځینې وایي چې زه به د هېواد یو ډاکټر یم او ځینې یې بیا د ښوونکي، انجنير  دیني عالم ساینس پوه  خبریال او  د دوی  له منځه (اسد الله) وایي زه باوري یم چې یوه ورځ به ددې هېواد ولسمشر جوړېږم.
که چېرته موږ سمه زده کړه وکړو لرې نه ده چې دا ټول خوبونه مو په حقیقت بدلېږي او زه دا وایم چې هر یو ددې هېواد لپاره یو څوک ده زه به د تعلیم پر مټ یوه ورځ د هېواد پاچا یم دوی هم د تعیلم پر مټ پاچاهان شوي.
په پکتیکا ولایت کې د زده کوونکو له زده کړو سره مینه تر بل هر وخت بېساري ډول زیاته شوې، خو په پکتیکا ولایت مرکز ښرنه ښار کې څلور خصوصي ښوونځي التنسیق، محمود ایوبې، اقرا حبیب، او خادم برحاله فعالیت لري چې هریو ښوونځی یې تر سلګونه زده کوونکي لري.
د پکتیکا ولایت د خصوصي ښوونځیو د اتحاديې ريیس ( دلاور هڅاند وايي) د پکتیکا مرکز ښرنه ښار پراخه ساحه او د زدکړې مینوال یې ډېر شوي دي او موږ هڅه کوو چې دې برخه کې د هېوادوالو پاملرنه راجلب کړو .
بل لور ته د خادم منځني ښوونځي استاد وايي موږ په خصوصي سکتور کې د همدې زده کوونکو لپاره پانګونه کړې او هڅه مو داده چې د هېواد د هر زده کوونکي پالنه او تربیه په داسې ډول وکړو چې په راتلونکي کې له ځان سره ښې لاسته راوړنې ولري خادم خصوصي ښوونځی د دوی لپاره هر راز امکانات برابر کړي.
د التنسیق خصوصي لېسې یو تن زده کوونکی وایي، چې تعلیم زموږ د ټولو حق ده، خو دا چې الله دا نعمت په موږ لورولی موږ ژمن یو چې له خپلو شته ټولو امکاناتو څخه په استفادې به خپلې زدکړې مخته وړو او د هېواد د راتلونکي لپاره به خپل حق د یوه زده کوونکي په صفت ادا کوم.
هیره د نه وي چې د نن زده کوونکي د سبا  ورځې ښوونکي دي
په پکتیکا ولایت کې تر دې وړاندې یوازي التنسیق خصوصي ښوونځي شتون درلود چې تر ځنډ وروسته ورسره محمود ایوبي، اقرا حبیب، او خادم خصوصي ښوونځیو هم د زده کړې د بهیر دې کاروان ته اوږه ورکړه او دوی به په ګډه د پکتیکا مېشتو ګلالیو زدکوونکو تعلیمي بهیر ته دوام ورکوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي