خبريال: حمیدالله همیم
د پکتیکا اوسېدونکي او د یو شمېر دودیزو لوبو مینوال وايي، په دې وروستیو څو کالونو کې ځیني دودیزې لوبې د خلکو هیرې شوې او د بیا را ژوندۍ کېدو په پار يې د اړوند ادارو له مسؤولینو غوښتنه کوي.
ورزش چې له یو پلوه د انسانانو د سمې روغتیا ضمانت کوي، له بل پلوه بیا ځوانان د مینې، یوالي او خوشحالۍ پر ټبر راټولوي او له نشه یي توکو او نورو ناوړه کړنو څخه یې لري ساتي.
په پکتیکا کې د ګڼ شمېر دودیزو لوبو ( غشي ویشتلو، رسۍ کشونې، لاس اړونې، چمچاکي، پټ پټاني، او نورو … لوبو ډګرونه ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو دي؛ خو په دې ولایت کې تر ټولو د خوندورې دودیزې، لرغونې او تاریخي لوبې نېزې وهنې یا سانگې چې د حماسي لوبو په ډله کې هغه لوبه ده چې، د آریایانو له زمانې د پښتنو ترمنځ د یوې پخوانۍ دودیزې لوبې په بڼه په ميراث را پاتې ده او اوسمهال زیاتره په ودونو، اخترونو، د ماشومانو د زوکړې او نورو خوښیو په نمانځلو کې ترسره کېږي.
د پخوانیو مړو لوبو لوبغاړي وایي: چې د دودیزو لوبو ډګرونه دي د پخوا په شان تاوده شي او د ټولو لوبو لپاره دي د لوبو په اصولو برابر لوبغالي جوړ شي.
د نیزې وهنې لوبې مشر ګل عزیز وایي: پکتیکا کې يو لړ لرغونې او پخوانۍ دودیزې لوبې ترسره کېږي چې، اوسمهال يې مينوال کم شوي او ډیری ځوانانو نړیوالو لوبو کرکټ، فوټبال او نورو ته مخه کړې، خو د نېزې وهنې لوبې بیا هم خپل ځای په خپله بڼه ساتلی او لا هم ګڼ شمېر لېدونکي د دغې لوبې لېدو ته راځي.
ګل عزیز زیاته کړه: دودیزو لوبو ته څه ډول چې اړتیا ده باید هغسي پاملرنه ورته وشي.
نوموړی وایي: (په ټوله پکتیکا کې ګڼ شمېر نېزه وهونکي دي او د ثبت شویو اسونو شمېر څلور سوه پنځه اتیا دی، چې د مرکز په ګډون د دې ولایت په لسو ولسوالیو کې هره اوونۍ سیالۍ ترسره کوي).
ګل عزیز دغه راز وویل: چې که که د دې تاریخي لوبې لپاره د لوبې په اصولو برابر لوبغالی جوړ شي نو، دغه لوبه به نوره هم خوندوره او د مینوالو شمېر به یې لا زیات شي).
عبدالرحیم لالا بیا د چمچاکي لوبې توصف کوي او وایي: چې دغه لوبه به پخوا په ډېره ښه بڼه تر سره کېده او ګڼ شمېر مینوال یې لرل.
عبدالرحیم زیاتوي: ( چې د چمچاکي لوبه به د ګڼ شمېر لېدونکو په شتون کې په ډېره مینه ترسره کېده).
غشی ویشتونکی احمد وایي: په پکتیکا کې هیڅ لوبه د لوبې په ټولو اصولو برابر لوبغالي نه لري او نه هم په دې برخه کې کار شوی.
احمد زیاتوي: ( په پکتیکا کې هیڅ لوبه د لوبې په اصولو برابر لوبغالي نه لري، په کار ده چې د ټولو دودیزو لوبو لپاره ورته د لوبو په ټولو اصلو برابر لوبغالي جوړ شي، څو دغه لوبې پخوانۍ بڼه پیدل کړي).
په ورته مهال بیا د همدې دودیزو لوبو مدیر حزب الله همنوا وایي: چې یاد مدیریت په پکتیکا کې نوی په فعالیت پیل کړی، چې په دې برخه کې به د پام وړ کړنې تر سره کړي.
همنوا زیاته کړه: (د مدیریت په فعالېدو سره یې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر دودیزې لوبې، رسۍ کشونه، لاس اړونه، غشي ویشتنه، خوسی، تېږه اچونه او یو شمېر نورې لوبې پیل کړې او لا هم هڅه کوي چې د دې برخې پراخېدو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، څو پخوانۍ لوبې بېرته په پخوانۍ بڼه تر سره شي).
نوموړی دغه راز وایي: د دې ولایت لوبغاړو ټولې ستونزې او غوښتنې یې له مرکز سره شریکې کړې، چې وخت پر وخت به حل لارې ورته ولټول شي.
دی زیاتوي: ( د لوبغالو په برخه کې شته ستونزې یې له عمومي ریاست سره شریکې کړې، چې وخت پر وخت به حل لارې ورته ولټول شي او د ټولو لوبو لپاره به معیاري لوبغالي جوړ شي، څو دغه لوبې بېرته پراخې شي او پخوانی ارزښت پیدا کړي).
په پکتیکا کې د دویزو لوبو مینوال هم خوښ دي او زیاتوي چې، د دغو لوبو په بیا پیلېدو سره به له یو پلوه پخوانۍ لوبې خپل پخوانی ارزښت پیدا کړي او له بل پلوه به ګن شمېر ځوانان د مینې، یوالې او خوشحالۍ پر ټبر راټول شي.
د دودیزو لوبو یو تن مینوال لالی وایي: چې د پخوانیو مړو لوبو په بیا پیلېدو سره به لوبې خپل ارزښت پیدا کړي او خپل دغه ساړه ډګرونه به د پخوا په شان تاوده وساتي.
د پکتیکا بدني روزنې او ورزش آمر ډاکټر محمد عثمان سیرت وویل: د پخوانیو مړو دودیزو لو بو ډګرونه بیا تودول یې کاري لومړیتوب دی.
سیرت دغه څرګندونې په داسي حال کې کوي، چې په دې ولایت کې له کالونو را په دې لوري پخوانۍ دودیزې لوبې مړې او ډګرونه یې ساړه پاتي دي، خو د دوی په راتګ سره دې برخې ته تر بل هر وخت پاملرنه زیاته شوې او د دغو لوبو ډګرونه ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو دي.
نوموړي وویل: ( د دوی په راتګ سره د دودیزو لوبو د بیا ژوندۍ کولو لپاره کړنې پیل شوې او هڅه یې دا ده، چې د ټولو دودیزو لوبو لپاره د لوبې په ټولو اصولو برابر لوبغالي جوړ کړي، چې څو ورځې وړاندې د لرغونې او تاریخي لوبې نېزې وهنې لوبغالي د جوړېدو چارې هم پیل شوې او په راتلونکو څو میاشتو کې به یې چارې په سم ډول بشپړې شي).
محمد اکرم شهاب هم په خپلو خبرو کې له اړوند امارتي مسؤولینو غوښتنه کوي، چې د پخوانیو لوبو د بیا ژوندۍ کولو په پار دي کوټلي ګامونه پورته شي، ځکه لوبې نه یواځي د انسانانو د سمې روغتیا ضمانت کوي، بلکې ګڼ شمېر ځوانان له نشه یي توکو او نورو ناوړو کړنو را ګرځوي او د خوشحالۍ پر مینه ناک ټبر یې لوبوي.
د یادونې ده چې د نیزې وهنې دودیزه او لرغونې لوبه په پکتیکا کې زیاته تاریخي مخینه لري، چې له کبله یې د دې ولایت نېزه وهونکو پنځه ځلې د هېواد په کچه نېزې وهنې سیالیو کې لومړي مقامونه خپل کړي. د دودیزو لوبو مینوال: د پخوانیو مړو دودیزو لوبو ډګرونه دي بیا ځلې تاوده شي.
تبصرې 0