خبريال: رحيم خان خوشال
پکتيکاوال وايي، په افغانستان کې ډاډمن امنيت، په ټول هېواد کې د اسلامي امارت حاکميت او په ولايتونو کې په بهرنيو اسعارو په راکړه ورکړه بنديز د افغانۍ د ارزښت ساتلو تر څنګ په ډاګه کوي، چې د مسوولينو له لوري اقتصادي مسايل په ښه ډول مديريت کېږي.
د افغانستان د اسلامي امارت د کابينې د پرېکړې له مخې په بهرنيو اسعارو د ځمکو، کورونو، دوکانونو، مارکېټونو، سرايونو، اپارتمانونو، وسايلو، وسايطو کرايه اوګروي اخېستل او پلورل په کلکه منعه دي او ټولې را کړې ورکړې بايد په خپله پيسه افغانۍ تر سره شي.
د افغانستان بانک د راپور په اساس په وروستي يوه کال کې څه باندې ۳ مېليارده او ۱۴۰ مېليونه افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شوي او په همدې کال کې ۱ مېليارد او ۱۰۰ مېليونه افغانۍ توزيع او زاړه بانک نوټونه هم را ټول شوي دي.
د سرچينې په خبره چې د بلو مبرګ په راپور کې د نړۍ د ۹ بهترينو او ۹ بدترينو پولي واحدونو څېړنه شوې، چې له نېکه مرغه افغانۍ د ۹ بهترينو پولي واحدونو په ډله کې راغلې ده.
د مرکز ښرنې د ښار يوه تن هتۍوال محمد ایوب په دې اړه وويل، چې دوی د افغانستان په اړه د نړيوال بانک د ۲۰۲۳ ميلادي کال د لومړۍ ربعې راپور هرکلی کوي، په ياد راپور کې راغلي چې افغانستان کې انفلانسيون راکم شوی، افغانۍ د بهرنيو اسعارو پر وړاندې پياوړې شوې، ټولو حکومتي مامورينو ته په وخت معاش ورکول کېږي او عوايېد د پخوا په پرتله لوړ شوي دي.
د هغه په خبره :(( چې پکتيکا کې هم د نور هېواد په څېر په بهرنيو اسعارو کلک بنديز لګېدلی، چې ډېری خلک اوس مهال پېر او پلور د افغانستان په خپل پولي واحد افغانۍ تر سره کوي، چې د ټاکل شوې کمېټې له لوري یې وخت په وخت نظارت کېږي)).
هغه وويل، چې د افغانۍ په رایجولو سره په مرکز ښرنه او ولسواليو کې د نرخونو کنترول ته یادې کمېټې ځانګړې پاملرنه کړې او توکي يې په مناسب قېمت پلورل کېږي.
دلته خلک وايي، چې افغانۍ د افغانانو ملي هويت دی، خو ددې هېواد وګړي دې په ټولو ورځنيو معاملو کې چې راکړه ورکړه پکې کېږي افغانۍ وکاروي.
حکمران چې په مرکز ښرنه کې د نارینه جامو دوکان لري په خبرو کې یې وویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ښرنه کې راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کېږي چې په دې سره د افغانۍ ارزښت هم ساتل شوی دی.
بل لور ته حاجي عبدالعزیز د پکتیکا یو بل تن اوسېدونکی بیا له هېوادوالو غواړي چې دا د امیرالمومنین امر دی چې په ټول هېواد کې باید راکړې ورکړې په افغانیو وشي، د نوموړي په وینا چې د آمر امر واجب دی چې ټول هیوادوال یې باید عملي کړي.
هغه وويل: (( چې افغانۍ زموږ ملي هويت او شتمني ده، بايد د هېواد په ګوټ ګوټ کې ترويج او په ورځنيو راکړو ورکړو کې ترې استفاده وشي، تر څو مو د دې ملي هويت په وړاندې خپل هېوادنی مسووليت تر سره کړی وي)).
هغه وايي، خوشاله يو، چې افغانۍ د نور هېواد په څېر پکتيکا کې هم روان پيدا کړي، خو زياتوي چې دوی له دې وړاندې هم په ډېری لويو او مهمو مراسمو کې له افغانيو استفاده کړې ده.
د ښرنې ښار يو بل تن هټۍ وال خان محمد هم غوښتنه لري چې هیوادوال باید له اسلامي امارت سره همکاري وکړي تر څو د هېواد په ابادۍ کې مو په ګډه کار کړی وي.
سرچينې وويل، چې له يو لاس څخه ټک نه خيژي، نو ځکه اړتيا ده، چې د حکومت تر څنګ خلک هم خپل مسووليت تر سره کړي او ددې هېواد د ابادۍ او ملي ارزښتونو د ساتلو په موخه يو بل ته لاسونه ورکړي.
د سياسي چارو کارپوه احمد شاه هم د افغانستان د اسلامي امارت په دې اقدام چې په ټول هېواد کې يي افغانۍ رايج کړه، خوشاله دی، خو هغه په دوکاندارانو، سودا ګرو او سرمايه لرونکو غږ کوي، چې نور په خپلو ورځنيو را کړو ورکړو چې بهرنيو اسعارو ته نه وواياست، او ورځنی ټولې معاملي په افغانيو تر سره کړی، ځکه بهرنې اسعار زموږ او ستاسو پېسه نه ده او نه هم راته په سودا ګريزو معاملو کې راته ګټه کوي.
د پکتيکا د ولايتي ادارې له لوري يوه کمېټه هم جوړه شوې، چې د بېلا بېلو ادارو مسوولين پکې برخه لري، ترڅو په ښار کې د افغانيو په ترويج او دودولو کې فعاليت تر سره کړې دي.
پکتيکا کې د سرفانو د اتحاديې مشر غازي مرجان د پکتيکا د سيمه ايزو مسوولينو د پرېکړې هرکلی کوي او زياتوي چې په ټول افغانستان کې افغانۍ ترويج شي، چې له يوې خوا د نورو اسعارو زيان نه وي ليدلی له بل اړخه به يې ګټه کړې وي.
ددې کمېټې مشر او د علماو د شورا رييس مولوي عبدالقدوس هم وايي، چې تر ډيره بريده پوري توانيدلی دې، چې پکتيکا را کړه ورکړه په افغانيو تر سره شي.
هغه وويل(( پکتیکا ۲۴ ولسوالۍ لري، چې ډيری ولسوالۍ يي له ګاونډي هيواد پاکستان سره نيژدې پرتې دې، نو ځکه وخت ته اړتيا لري، ترڅو په بشپړ ډول افغانۍ ترويج کړي)).
هغه په دې برخه کې د هټيوالو، سوداګرو، پمپ لرونکو او نورو کاروبارونو خاوندانو همکاري اړينه وبلله او زياته يي کړه، چې له دوی سره دې په دې ملي پروسه کې ګډ کار وکړي.
د يادونې وړده چې نه يوازي په پکتيکا بلکي د هيواد په ټولو ولايتونو کې د کابينې د پريکړې له مخي په بهرنيو اسعارو بنديز ليګولی دی.
تبصرې 0