خبریال: محمد اکرم شهاب
د پکتيکا ولايت اوسېدونکي وايي، چې د ياد ولايت ډېری ولسوالۍ او سيمې تفريحي پارکونو ته په معيار برابرې دي، خو تر اوسه نه حکومتي مسوولينو او نه هم تجارانو په دې برخه کې پانګونه کړې، ترڅو خلک د تفريح پر مهال ورڅخه کټه پورته کړي.
دوی پر سوداګرو او حکومتي چارواکو غږ کوي چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د خلکو د ذهني ستړيا د ختمولو لپاره د ساعت تېري يو مناسب ځای جوړ شي او خلک پکې د تفريح پر مهال پکې د خپلې خوښې وړ لوبې او بنډارونه وکړي.
همداشان دوی وايي، د تفریحي پارکونو ګټي زیاتي دي خو یو ه ګټه همدا دي چې د زده کړیالانو د مطالعه لپاره ارام یو منظم چاپیریال برابر شي ، تر څو هغوي ته د مطالعه په وخت کې مزاحمت نه وي د تفریحي سیمو نرمه او سړه هوا د بېلابیلو ګلانو زړه راښکوونکي بوي دې ته هڅوي چې زده کړې ته دوام ورکړ اوس دوي داسې ساحو ته تګ کوي ، چې ګڼه ګوڼه زیاته هغه ډول چې اړتیا دی مطالعه نشې کولاې ، د تفریحي سیمو لپاره په یاد ولایت کې بیلابیل ځایونه شته چې مشران ، ځوانان ، ماښومان او زده کړیالان د ذهنې ارامتیا لپاره ورشي خو ساحي دتفریحي سیمو منظم نه دي اکثر ځوانان د ذهنې ارامتیا لپاره نور ولایتونو ته سفر کوي .
احمدشاه وایی: (( په ټول ولایت کې یو تفریحي پارک لرو ،ګڼه ګوڼه یې زیاته دي او ددې په ځاې چې ارام وکړو نا راحته یو څه ډول چې اړتیا وه په هغه ډول کار نه دي شوي ،که بډایه خلک نورو ولایتونو پر ځاې په خپل ولایت کې سرمایه ګذارې وکړي ، یو طرف به یې ولسونو ته کار کړي وي بل طرف به یي عواید ترلاسه کړي وي ))
اختر محمد منصور هم په دې اړه وویل: (( که څه هم د پکتیکا خلک زیات بډایه دي په نورو لایتونو کې په بیلابیلو برخو کې سرمایه ګذارې کړي ، که دوي پخپل ولایت کې په تفریحي سیمو سرمایه ګذارې وکړي نه یوازې چې عاید به ترلاسه کوي، بلکي د ولایت په شکلا ، ښایست سربیره به د هوا په پاکوالي کې هم لویه ونډه واخلي)) .
فهیم زده کړیال هم د تفریحي پارک په اړه داسې خبري وکړي :(( مونږ د مطالعه لپاره مناسب ځاي نه لرو کله په مسجدونو کې مطالعه کوو او بعضي وخت داسې ساحو ته ځو چې نا مناسب چاپیریال زده کړه نوره هم ستونزمنه کړي)) په ورته وخت مختار احمد خپلي خبرې داسې پیل کړي (( څه هم پکتیکا اب هوا زیات ښایسته دي بل طرف پراخي دښتي لوړ غرونه لري خو سرمایه داره خلک په دي ساحو کې تفریحي پارکونه جوړې کړې ، ترڅو پورې هر څوک د ذهنې ارا متیا لپاره ورشي تر اوسه د سکون ارام ځای نه دي پیدشوی تر څو پورې داسې ځایونه جوړ شي ، چې نه یوازې د هېواد نه بلکې بهرنیان سیلانیان د سکون او ارام لپاره راشي ))
خانزاده ښرنوال د شته پارک په داسې وویل: (( په ټول ولایت کې یو تفریحي پارک لرو ، چې د قراردادی له لوري هېڅ توجو نه دي ورته شوي او دلته سوداګرو په یاده برخه کې کار په نه حساب دي که څه هم پکتیکا ډېرې ښایسته سیمي لري ، په رخصتیو کې یې ځوانان او مشران د تفریحي لپاره ورځي خو که چیرته سرمایه داره خلک په همغو ساحو کې کار وکړي ترڅو پورې ټول امکانات برابر شي ))
صدر سباوون ل د تفریحي پارکو په اړه خپله خبري داسې پیلوي : ((باوریو چې د هېواد په سطحه سیلانیان به یې یوازې د سیل لپاره راځی ، بیلګه یې د سردې بند او د ارګون د ملکیار سیمي دي چې په کم لګښت منظم تفریحي چاپیریال برابرېږي ، دي په داسې ساحو پانګونه وکړي ، ترڅو پورې د ولایت د زرغونتیا ترڅنګ به ځوانان د نورو ولایتونو نه راګرځیدلي وي پخپل ولایت کې به د تفریح کوي اوبل د نورو ولایتونو ته په سفر تلل له ټکر او ورته نور پېښو په امان وي ))
رباني ساحل وایي :(( مونږ ته د نورو ولایتونو ملګري راشي خو مونږ د تفریحي لپاره منظم پارک نه لرو ترڅو پورې له ملګرو سره څو شیبي بنډارونه وکړو او هغه خاطري سره ووایو چې مونږ په تیر کې ورسره مخ شوي یو ، ستونزې او مشکیلات زیات دي د ذهني سکون لپاره مناسب ځاي ته لاړ شو خو یا ګڼه ګوڼه زیاته وي یا هم اړین سهولتونه نه وي برابر، که څه هم سوله پارک د ا،ا راتګ سره د پخوا په پرتله یو څه منظم شوي خو بیا هم د نورو ولایتونو په څیر ورته توجو نه دی شوی ))
رحمت الله رحماني د رونشناني له ارخه داسې وایی : ((په ولایت کې داسې ښایسته ساحي لرو چې منظري ته یې د نورو ولایتونو خلک راځي خو متاسفان کار نه دي پرې شوي د اړتیا مطابق سهولتونه نه لري ، که د ارواپوهنې له نظره ووایو هر څوک چې خفګان کې وي تفریحي سیمو او شنو ځايونو ته دې ورشي، ترڅو ذهني او جسمي سکون تر لاسه کړي، ترڅنګ یې زده کړیالان هم نا راحته دي، دوی زیات وخت په جوماتونو او خړو سيمو کې زده کړې کوي، چې زیات شمېر زده کړیالان د زده کړې نه ښه اخذ نشي اخېستلی)).
جاوېد احمد اندړ وایي: ((تفریحي سيمې زیاتې مهمې دي، چې پکتیکا کې یادې سيمې زیاتې دي، خو پانګونې ته اړتیا ده که سرمایه داره خلک د نورو هېوادونو او ولایتونو پر ځای په یاد ولایت کې په مختلفو ساحو کې پانګونه وکړي نو لرې نه ده چې یوازې به د سیمې خلک وي، بلکي د هېواد له هر کونجه به ورته سیلانیان راځي)).
بل لور ته د مرکز ښرنې ښاروالي رييس الحاج مولوي محمد ناصر هلال وایي: (( په مرکز ښرنه کې یو تفریحي پارک لرو او بل د پلان په داخل کې په ښارګوټي کې تفریحي پارک لرو خو په تېر کې ورته کار نه دي شوی او د پارک سیمه سپنه پاته دي ، د ښرنې ښاروالي له سوداګرو سره په دې اړه خبري کړي تر څو پانګونه پرې وکړې د یاد ښارګوټي تفریحي پارک جوړ کړي ، تاسو په جریان کې یاست د ښرنې ښار پلان ته مو پراختیا ورکړه او دوه زره اوسوه جریبه ځمکه نور هم زیات شوه ، په دغه پلان کې یو تفریحي پارک سربیره درې مسجدونه یوه دینې مدرسه روغتون او یوه لېسه شامل دي ،چې په راتلوونکي به کار پرې کیږي او جوړېږي به د وس او توان مطابق هڅه کوو د شار د شکلا لپاره منظم چاپیریال جوړ کړو))
د یادونې ده ، پکتیکا یو غرنیز سرحدي ولایت دي پراخي دشتي او لوړ غرونو لري په غرونو کې یې ځنګلات زیات دي او د جلغوزیو د ونو تر څنګ بیلابیلي وني لري ، چې زیات شمیر سوداګر د جلغوز کاروبار کوي.
تبصرې 0