پکتيکاوال: د سبزيو او مېوو د يوه مناسب مارکېټ غوښتنه کوي

113
د کتلو شمېره

خبريال: حمدالله بهير
د دغه ولايت اوسېدونکي او کروندګر وايي، که د سبزيو او مېوه جاتو لپاره يې يو مناسب مارکېټ ورته برابر شي ګټه به يې دوه چنده شي.
هټۍوال وايي، اوس د مارکېټ د خرابوالي او همدا راز د سړو خونو نه شتون هغه ستونزې دي چې د پکتيکا د سبزيجاتو او مېوه جاتو پر مارکېټ يې منفي سيوری غوړولی.
دوی پر حکومتي مسوولينو او ملي سوداګرو غږ کوي، چې د پکتيکا لپاره په دغه برخه لازمه پاملرنه وکړي، ترڅو مونږ وکولای شو چې د هېواد پر نورو ولايتونو سربېره د نړۍوال مارکېټ ته لاره پيدا کړو چې په دې سره د هېواد او په ځانګړي ډول پکتيکا پر ځان بسيا شي.
حیات الله هټۍ وال له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چی په پکتیکا کې د سبزیو او مېوه جاتو لپاره د یوه مناسب مارکېټ او معیاري سړو خونو په جوړولو کې مرسته وکړي.
نوموړی په دې اړه وايي: ((له بده مرغه مونږ پکتيکا کې سړې او ګرمې خونې نه لرو چې دا د پکتيکا په کچه يوه لويه ستونزه ده کروندګر مو زيار وباسي ټول کال خواري کوي، خو د سړې خونې له امله هر څه ضايع شي)).
دوی وايي، چی په پکتیکا کې د سبزیو او مېوو د ساتنې لپاره مناسبې خونې هم نه لري، ترڅو هغه سبزیجات او مېوه جات چې له کروندو یې اخلي پکې وساتو.
شفیع الله سوداګر همدا راز زیاته کړه چی په پکتیکا ولایت کی د مېوه جاتو او سبزیجاتو کمی نه لیدل کېږي، خو که  ملي سوداګر او پانګوال په یاده برخه کې همکاري وکړي د پکتیکا سبزیجات به ډېر ژر پر هېواد سربېره نړۍوال مارکېټ ته لار پیداکړي.
شفيع الله په دې اړه وويل: ((له تجارانو مو غوښتنه دا ده چې خپل د خاپوړو ولايت پکتيکا کې پانګونه وکړي له يوې خوا به خپلو بې سرنوشته خلکو ته پکې د کار زمينه برابره شي بلخوا به زمونږ د ولايت نوم ورسره لوړ شي)).
د یاد ولایت دوه نور  هټۍ وال بیا وایي، چې هر سهار مهال تجاران چې سبزي او مېوې راوړي او موږ يې په خپلو هټیو کې په ښه توګه کېږدو، خو تر لېږ ځنډ وروسته د ګرد او خرابې هوا له کبله داسې خراب او خوسا شي، چې د خوراک وړ نه وي.
نيازمحمد چې په ياد مارکېټ کې هټۍ لري په اړه يې داسې وايي: ((سبزي راوړو، خو د ناسم چاپېريال او خاورو له امله يې څوک نه اخلي، ځکه ټوله خرابه شوې وي، له مسوولينو مو غوښتنه دا ده چې دې برخه کې همکاري وکړي)).
يو بل هټۍ وال وايي: (( د خرابې هوا له امله زياترو دوکاندارانو خپل دوکانونه خوشي کړل، ځکه د ګټې پر ځای يې تاوان کاوه.))
د پکتیکا ښاریان وایي، چې هره ورځ دلته تازه مېوه جات او سبزي راوړل کېږي چې د نامناسب چاپېریال له امله دغه سبزي ميکروبي کېږي، چې له دې امله نږدې نيمايي سبزيجات او مېوه جات له پلورلو وړاندې خوسا کېږي او د کثافاتو ځایونو ته يې په وړلو هم ستړي شوي يو.
يو تن پېرېدونکی احمد وايي: ((هر سهار تازه سبزي راځي، خو د زياتو دوړو او غبار له امله يې ټوله سبزي خرابه وي او دوکانداران هم ورسره په ستونزو کې وي)).
په یاده موضوع  دکرهڼې پوهنځي يوه زده کړیال راته وو یل که چیرته سبزيجات او مېوه جات لپاره مناسبی خونی نه وی نو سبزيجات او مېوه ډیر ژر له منځه ځي نو هیواد وال مجبور دی چي یا کرهنه پریژدی او په دی سره به زرګونه کسان بی روزګاره شی
د کرهڼې پوهنځۍ يوه زده کړيال په دې اړه راته وويل: ((پکتيکا کې کرنيزې ځمکې ډېرې دي، خو هېوادوال يې د ساتلو لپاره معياري خونې نه لري زياتره وګړي د همدې له وېرې خمکې هم نشي کرلی چې ګواکې د حاصل ساتلو لپاره معياري ځای شتون نه لري)).
دغه ښاريان زياتوي، چې له دې هټۍ پرته د اولادونو او د کورنۍ د غړو لپاره نفقه پيداکړو، خو د خرابوالي له امله هر څه راته په زيان تمام شي.
دا چې د هټۍوالو د اولاد نفقه همدغه هټۍ ده چې پر خلکو يې پلوري نه یوازې چی ګڼې ناروغۍ پیداکولای شي، بلکې کاري چاپېریال یې هم بد بویه کړی دی.
 د پکتیکا د مرکز ښرنې ښاروال وايي، له بده مرغه چې پکتيکا کې د برېښنا نه شتون ددې لامل شوی چې مونږ سړې خونې نه لرو.
نوموړی زياتوي، په دې اړه مو له مرکز سره مسلسل بحثونه کړي او لا هم جريان لري، د ښاروال په خبره هيله مندي شته چې که د برېښنا ستونزه هواره شي مونږ د سړې خونې پر جوړولو جدي کار پيل کړو، ځکه سړې خونې له برېښنا پرته ناممکنې دي.
د پکتیکا ښاروال ناصر هلال یې په اړه وایی: ((د پکتيکاوالو دغه ستونزه پرځای ده، ځکه دغه کار خصوصي سکتور کړی او شخصي ګټې يې په نظر کې نيولې دي اوسنی د سبزي مارکېټ په يوه غير پلاني ساحه کې جوړ شوی او مونږ نه شول کولای چې په هغه کې خپل خدمات عرضه کړي، خو په اوس وخت کې مونږ په دې توانېدلي يو چې ۲۷۰۰ جرېبه ځمکه مو په پلان کې داخله کړې چې د ښاريانو لپاره به پکې هر ډول اسانتياوې ولري)).
د ښاریانو د ستونزو ته په رسېدو مو د کرهڼی ریاست دروازه هم ور و ټکوله چی په یاد ولایت کی د سبزیو او مېوه جاتو په پار د خلکو دغه ستونزې له نږدې ورسره مطرح کړو د ياد رياست سرپرست يې په اړه راته وويل: (( دبزګرانو لپاره ۲۰۰ شنې خونې او ۴۰ سړې خونې د مرکز په شمول په بېلا بېلا ولسوالیو کې به د موسساتو په همکارۍ په نږدې ورځو کې توضيع شي)).
هېره د نه وي چې د سبزيو او مېوو لپاره تر اوسه ځانګړي مارکېټ شتون نه درلود، خو  د اړتيا په پام کې نيولو سره يې دغه مارکېټ په خورا چټکۍ سره د خصوصي سکتور له لوري جوړ شو، ترڅو د ښاريانو ستونزې ورسره تر يوه حده هوارې شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي