خبريال: محمدالدین آرین
پکتیکاوال ځوانان وایي د بې کارۍ له امله ناسم اقتصاد مو ژوند سخت کړی او موږ مجبور یو نورو هېوادونو ته د سر په بیه په قاچاقي لارو مزل وکړو.
زه د پکتیکا په پوهنتون کې د درېیم کال زدکړیال یم زهٔ اندېښنه لرم چې زما د غربت وهلې کورنۍ هغه هېلې به په هېڅ تمامې شي چې ماته یې لري ځکه زهٔ ګورم چې ډېری لوستي ځوانان په هیواد کې له سختې بې روزګارۍ کړېږي.
دا خبرې د نسیم ګلاب په نوم د یو ځوان وې؛ ګلاب د پکتیکا په پوهنتون کې د پښتو ادبیات لولي او د دریم کال محصل دی، اندېښنه یې دا ده چې د پوهنتون له فراغت سره به یې دنده په نصیب ورسېږي کنه؟
ګلاب وایې ((راتلونکی کال مې دپوهنتون دورې اخرې کال دی نو له ماسره هندېښنه داده که کار راته پيدا نه شي او زهٔ هم د نورو ډېری لوستو ځوانانو په څېر بې دندې پاتې شم له هغو کتابونو به حیا راشي چې ما د شپې په مهال د څراغ تتې رڼا ته لوستي وو. او زما او کورنۍ ټولې هيلې به په او بو لاهو شي ))
که څه اوس هم ګڼ شمېر پکتیکاوال ځوانان په نورو هیوادونو کې د حلالې نفقې د پیدا کولو لپاره له خپلې کورنۍ لرې د ژوند سختې شپې اړوي او کلونه کلونه په مسافرۍ کې پاتې کېږي چې دا چاره هم تر ډېره په هیواد کې د بې روزګاري پایلې په ګوته کوي خو بل لور په پکتیکا کې مېشت ځوانان له دولت نه غواړې چې په اړونده برخو کې دې ځوانانو ته کاري بوختیاوې را مینځ ته کړي تر څو یې نورو هیوادونه ته په قاچاقي لارو له تګ نه مخ واوړي.
د پکتیکا مرکز ښرنې یو تن ځوان محمد الله سیال چې اوس مهال بې روزګاره دی له حاکم دولت نه غواړې چې نوموړي او دده په څېر نورو ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړي تر څو ماښام خپلو مېرمنو او ماشومانو ته ډګ لاسونه ورشي.
سیال وایې((مخکي مې په پکتیکا کې له يو شرکت سره دنده لرله مګر هغه مې هم له لاسه ووته چې اوس مې بې کاري په روان بد اغېز کړی دی. دولت دې موږته ته دکار زمينه برابره کړې تر څو زه او زما په څېر نور ځوانان له يو پلوه په خپل هيواد کې په کار بوخت شو او له دې لارې کورنۍ ته يوه ګوله ډوډۍ پيداکړو او له بل پلوه به نورو هيوادونو ته له تګ او مسافرئ خلاص شو))
د پکتیکا مرکز ښرنې یو بل ځوان محمدنور نور وایې له سویډن موسیسې سره د جینکیو په ښوونځي کې مې د ښوونکي په صفت دنده مخ ته وړه خو د یادې مو سیسې د فعالیت په بندېدو بې کاره شوی یم او ژوند مې سخت شوی دی .
نوموړی وایې ((مخکې له سويډن سره ښوونکی وم اوس چې سويډن موسيسې خپل فعاليتونه بند کړي دي نو زه هم بې کاره شوی يم او کوم مصروفيت نه لرم دلته بل کارهم نه پيداکېږي. زړهٔ غږوم چې کوم خلیجي هیواد ته د مزدورۍ لپاره لاړم شم خو د وېزې مشکلاتو مې د ګټې د امید هېله هم ناکامه کړې ده))
بل لور زاهد افغان په پکتیکا کې هغه ځوان دی چې کال وړاندې د ناسم اقتصاد له کبله مجبور شو چې اروپا ته په قاچاقي لارو له خپلې کورنۍ د تګ هوکړه واخلي مګر منزل ته ونه رسېد او په ګاونډي هیواد کې له درۍ میاشتې زندان ورسته بېرته خپل هیواد ته راغی.
زاهد افغان وايې ((دکورنۍ اقتصادي وضيت مو خراب و له دې کبله مې پرېکړه وکړه چې اروپا ته په قاچاق لاړشم کله چې روان شوم په لاره کې له ډېرو ستونزو مشکلاتو او څو ورځې پياده مزل وروسته ګاونډي هېواد ايران ورسېدم کله چې له ايران څخه مې غوښتل تورکيې ته حرکت وکړم ترڅو اروپا ته ځان ورسوم خو په لاره کې دايراني پوليسو لخوا ونيول شوم او هلته يې راباندې درۍ مياشتې زندان تير کړ او بيا له درۍ مياشتې زندان او سختې شکنجې وروسته يې خپل هيواد ته راستون کړم))
زاهد افغان ددې ټولو ستونزو يوازينی علت په هيواد کې بېکاري بولي.
دی وايې (( نورو هیوادونو ته تګ او په خپل هیواد کې بې کاري دواړه هغه لامونه دي چې ډېری ځوانان به ځان وژنې ته مجبور کړي.))
محمد اصف بیا هغه کډوال ځوان دی چې څومياشتې وړاندې پاکستان د قانوني اسنادو د نه درلودو په تور خپل هیواد ته را شړلی دی نوموړی وایې پاکستان کې مې د پلاسټکو په کارخانه کې کار کاو او د یوې ورځې مزدورۍ یې څلور سوه پاکستانۍ کلدارې راکوله چې بیا مې هم يو څه ګوزاره روانه وه مګر اوس نه کوم کار شته او نه هغه څلور سوه روپۍ او زهٔ نن سبا د ژوند تر ټولو سخت حالت تجربه کوم ځکه چې بې کوري او بې روزګاري مې په ګډه ګرېوان نیولی دی.
محمد اصف وايې ((څوکاله مخکې دپاکستان هيواد ته لاړم هلته مې دپلاسټکو په کارخانه کې کار پيل کړ چې دورځې يې څلور سوه کلدارې راکولې وروسته حالات خراب شوو زما شناخت کارت نه و نو خپل هيواد ته يې راواړولم چې اوس مو دلته دکورنۍ وضیعت خراب او هم مو کهول زيات دی ماته بايد دولت دکار زمينه برابره کړې ځکه چې بېکاره يم ))
راشد بيا يو له هغو ځوانانو څخه دی چې دهيواد په دننه کې يې ځانته مصروفيت پيداکړی چې له همدې لارې هم دځان او کورنۍ له پاره حلاله نفقه برابروي او هم دهيواد دسمسورتيا او زرغونتيا له پاره کارکوي .
راشد وايې (( څوکاله مخکې مې په خپله درې نيم جريبه ځمکه دمڼو ونې و کرلې چې اوس يې له نيمايې څخه زياتې حاصل ته رسېدلې دې او دومره کټه ورڅخه لاس ته راځې چې دکور ګوزاره مو ورباندې کېږي او په اينده کې هم ورته هيله مند يم چې دومر څه به ورڅخه لاسته راوړو چې له خارج نه به مو هم کټه زياته وي اوهم به له مسافرۍ نه ورباندې خلاص يو))
راشد له خپل روزګار او مصروفيت څخه خوښې څرګندوي او له نورو ځوانانو څخه هم غواړي چې په خپل هيواد کې کار وکړې او دکورنۍ له پاره دې حلاله نفقه برابره کړې.
نوموړی زياته وې: (( زموږ ډېری هيوادوال ځمکې هم لري،اوبه هم لري او دابادولو له پاره ورته زمينه هم برابره ده، نو ددې پرځای چې دنورو وطنونه ابادوي پکار ده چې خپل وطن اباد کړي اوهغه خواري او زحمتونه چې په نورو هيوادونو کې يې کوي که په خپل هيواد کې يې وکوي هم به يې هيواد آباد کړی وي او هم ځان))
اقتصادي شننوکي یا په دې برخه کې مسلکي اشخاص هم په هیواد کې د خلکو روانه بې کاري او په ورځیني اقتصاد یې اغېز لویه ننګونه ګڼي او د داسې حالت دوام د ولس په راتلونکي لوی زیان ګڼي.
په دې اړوند د پکتیکا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي
استاد عبدالسلام سیرت وایې ((وزګارتيا يا بېکاري هغه ستونزه ده چې تر ډېره پورې زموږ اقتصاد،هيواد ،ټولنه او په ټوله کې لوستی ځوان ورسره مخ دی علتو نه يې ځينې يې خپله وزګار شخص ته لکه په خپل مسلک نه برلاسيتوب او دتخصص نشتوالی، ځينې يې دتجار مربوط دې لکه په خپله شتمنۍ په نو رو هيوادونوکې پانګونه کول او ځينې يې دولت ته راجع دې لکه دپانګوالو جذب ته مناسب فرصتونه برابرول ))
د بې کارۍ د يادو لاملونو ترڅنګ استاد سيرت راته د بې کارۍ بدې اغېزي هم په ګوته کوي.
هغه وايې ((بيکارې په ټولنه کې دټولنېزو ستونزو درامنځته کېدا باعث کېږي چې په نتېجه کې يې يو ځوان غيري قانوني فعاليتونو لکه قاچاق ،قمار ،غلا اوپه ټوله کې تور اقتصاد ته مخه کوي اوهمداراز دټولنيزو ستونزو تر څنګ ديو ځوان په رواني حالت بد اغېز کوي.))
ديادې ستونزې څخه دخلاصون په پار سيرت دځوانانو په خپل مسلک کې دمسلکي توب ،له پانګوالو څخه په خپلو شتمنيو باندې په داخل کې په پانګونې اوله دولت څخه دهغوی دجذب له پاره په زمينه سازي ټينګارکوي.
استاد سيرت وايې ((ځوانانوته بايد په خپل مسلک کې دنظري زده کړو ترڅنګ دعملي زده کړو زمينه برابره شي او پانګوال بايد په خپلو شتمنيو باندې په داخل کې پانګونه وکړي ترڅويې دخپلې رهبرۍ ترڅنګ لسګونو ځوانانو ته دکاري فرصتونو زمينه برابره کړې وي))
باید ووایم چې په هیواد کې له ورستي سیاسي بدلون سره ډېری ځوانان بې روزګاره شوي او د خپلې بې روزګاري له امله په غیري قانوني ډول نورو هیوادونو ته په قاچاقي لارو یې د تلو تکل کړی چې خپلې ځوانۍ یې یا د دریابونو د ماهیانو خوراک ته ورکړې او یا یې د نا اشنا دښتو په رېګونو کې باد کړې دي.
تبصرې 0