پکتيکا مېشتي له ناوړه دودونو تر پوزې راغلي

131
د کتلو شمېره

ناوړه دودونه هغه ناسم او غلط رواجونه دي، چې د ټولنې او ولسونو د تباهۍ زیږنده دي
. ناسم رواجونه د خلکو په اقتصادي، ټولنیز او عقدوي افکارو منفي اغېز کوي او د ولسونه د شاته پاتې کېدو سبب کېږي، ځکه دا هغه څه دي، چې د یو لړ ناوړو رقابتونو، بې ځایه تربګنيو او یو لړ بې ځایه کینو له مخې را ولاړېږي.
د هېواد په ولايتونو کې ډېری داسې ناوړه دودونه شته، چې ولس اړ دی، هغه دود لکه چې یادونه وشوه پر ځان یې تطبیق کړي.
که د اسلام له نظره فکر وکړو، چې دا ناوړه دودونه په اسلام کې ناروا عمل ښودل شوی، نو بیا ولې دغه ناوړه فرهنګ په ټولنه کې رواجوو.
اسراف او بې ځایه لګښتونه اسلام  په ډاګه ناروا عمل ښودلی دی، چې باید په اسلامي ټولنه کې دا عمل پلې نشي او نباید د پردیو د خولې پېغور په ځان ومانو د ناوړه دودونو منفي اثرات په ټولنه کې، افغاني اصیل فرهنګ چې موږته له پخوا د اسلام په رڼا کې د خپلو نیکونو او پلارونو څخه را پاتي دی، هغه دودونه له منځه ولاړ نشي او ځای یې د نورو هېوادونو فرهنګ ونه نیسي.
بل دا چې افغان ولس په ځانګړي ډول پکتيکاوال د اقتصادي ننګونو سره مخ دي، د هغوی پر اقتصادي وضعې باندې هم اثر کوي، ځکه په ودونو کې بې ځایه لګښتونه، د زیات ولور ټاکنه البته ویلی شو، چې ولور په اسلام کې شتون نلري او هغه مهر ده؛ چې شریعت ورته ځانګړې اندازه ټاکلې ده؛ نو ولور بې ځایه دود او ناوړه عمل دی.
د پکتيکا زياتره اوسېدونکي هم له زيات ولور په بدو کې د انجونو ورکړه ودونو کې له بېځايه لګښتونو تر پوزې راغلي چې دې ناوړه فرهنګ يې د ژوند ټولې چارې بې خونده کړې دي.
د پکتيکا يوه اوسېدونکي کفايت الله په دې اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې ناوړه رواجونو زمونږ ټولنه ناسم لوري ته بېولې ده او د ټولنې زياتره وګړي يې ذهني شکنجه کړي دي.
ښاغلی کفايت الله پپه دې اړه وايي: ((یوله ناوړه د ودونوڅخه دولورټاکل دي چې په ځینوسیموکې ډیرلوړولورټاکل کیږي چې دهلک کورنۍ دخپلواقتثادي مشکلاتوله امله نشي کولای چې یادولورپري کړي اوخپل اولاددمسافری لپاره بل هیوادته استوي هغه ځینوهېوادو ته په قاچاقي لاروباندي اوړي اوزیاتره ځوانان له مرګ سره مخ کیږي.
 
همدا شان د سیمې یو بل تن ګلاب خان په دې اړه داسې وایي: ((دا چې ناوړه دودونه له اسلام سره ښکاره په ټکر کې دي او زموږ ټولنه ورسره لاس او ګرېوان ده له مسوولینو څخه مو غوښتنه ده چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي)).
 نوموړی زياتوي: د ناوړه دودونو له امله یولوړ ولور ده  د دې لوړ ولور له امله زیاتره ځوانان اخلاقي فساد سره مخامخ کېږي بل په ودودنو کې زیات مصارف کول دي چې دا هم زموږ اقتصادي مشکلات نور هم زیاتوي او د ټولنې وګړي مو له سختو مشکلاتو سره مخ کوي همدا شان د ښځو خپل حقوق نه ورکول هم یو بد رواج دی چې زموږ د ټولنې ډېری مېرمنې ورڅخه کړېږي)).
د سیمې یو بل اوسېدونکی عطا محمد وایي: ((چې ناوړه دود هغه نا لیکلي قواعد دي چې د یوې ټولنې د افرادو له خپل منځي اړیکو او ارتباطاتو څخه سرچینه اخلي او د همدغې ټولنې افراد یې بغیر له کوم جبر له دوی څخه داسې اعمال صادرېږي چې هفه له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي)).
نوموړی همدا شان وایي: ((چې زموږ ډېری وګړي د ټولنې یو د بل په ضد کارونه کوي او که چېرته یو کس ناوړه کارکوي مثال یو کس په واده کې ریات مصارف کوي بل کس هم د ده په شان راځي او زیات مصارف کوي او بیا دا وایي، چې دا خو تربګني مسایل دي چې دا یو ډېر بد او د اسلام له اړخه هم ډېر ناسم عمل دی)).
دا چې ناوړه دودونه د اسلام له اړخه یو ناروا او مردود عمل دی په دې هکله د امر بالمعروف ریاست یو تن محتسیب وایي: (( دغه ناوړه دودونه چې زموږ په ټولنه کې رواج دي دا د الله ج د نا رضايتۍ سبب ګرځي او دغه دودونه د اسلام سره ښکاره دښمني ده نوموړی وایي، چې ناوړه دودونه په اسلام کې ډېرې ناوړه پایلې لري او دا یو ناروا او مردود عمل دی د دغه ناوړه دودونو په اړه د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف ریاست جدي اقدامات کړي او تر ډېره بریده یې د دغه ناوړه کارونومخنیوی کړی)).
داچې ناوړه دودونه په ټولنه کې ختمول د امر بالمعروف نهي عن المنکر او سميع شکایاتو د اورېدلو اداره په غاړه لري، نو دا زموږ اسلامې وجیبه ده چې یاد موضوعات په ډېرجدي ډول ترڅېړنې لاندې ونیسو او ژر تر ژره یې باید مخه ونیسو.
د یادونې وړ ده چې د پخوا په څېر ناوړه رواجونه او دودنه کم شوي، خو د سیمې اوسېدونکي لا هم د مسوولو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې په دې اړه نورهم جدي اقدام وکړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي