دا چې د ټولنې نيمه طبقه مېرمنې دي حقوق يې له نارينه وو سره مساويانه دي، خو تر ډېره پورې د ناوړه کلتور او بېځايه پښتو د دې لامل شوي چې د يادې طبقې ژوند تريخ کړي.
پخوا په لرې پرتو ولسواليو کې حتی د انسان په سترګه هم نه ورته کتل کېده.
خو اوس په ټولنه کې د پوهې کچې لوړوالي او قومي تړونونو په اساس پخواني رواجونه تقريباً پيکه شوي.
په بدو کې د انجونو ورکول چې یو ډېر بد او ناروا عمل دی پکتیکاوال لا هم لګیا دي چې په بدو کې خپلې لوڼې ورکړي نه يوازې چې هغوی په بدو کې ورکوي، بلکې هغوی کټ مټ پر سېلاب لاهو کوي، دا ځکه چې مقابل لوری د يوه کور د وګړي په څېر نه، بلکې د يوه بدي لرونکي شخص په سترګه ورته ګوري د کورنۍ د غړو په ځانګړي ډول د ښځينه وو له لوري ذهناً داسې شکنجه کېږي چې بيا يې تر ډېره درملنه هم ناممکنه وي انجونې مو په ټولنه کې هسې هم د رب ج د يوه عاجز بنده په حيث ژوند کوي، خو مونږ لا هم پر دې بوخت يو چې د شفقت او مهربانۍ پر ځای خپله بدي د دوی د ژوند په بدرنګولو سره داسې هواره کړو چې يوازې ټوپک پر ځمکه کېږدو.
د هېواد له ډېری ولايتونو په ځانګړي ډول د پکتيکا له لرې پرتو سيمو وخت ناوخت د ناپوهۍ له امله داسې راپورونه اوس هم اورو چې د دوو کورنيو ترمنځ مرګونې جګړه واقع شوې وي، خو د بدو قرباني يې انجونې وي، که څه هم د پخوا په پرتله دغه د اسلام او شرعي اصولو ضد کلتور په ټولنه کې د پخوا په پرتله کم شوی، خو رييښې يې لا هم پاتې دي.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکی محمد عارف په دې اړه وايي، چې ډېری هېوادوال د مسکنات او غربت له امله لوڼه داسې ودوي چې مقابل لوری پيسې ولري.
عارف وايي: ((په کار ده چې کورنۍ وکتل شي هر اړخيزه مطالعه شي، خو دوی برعکس د خپلې خور او لور لپاره هغه کورنۍ په نښه کوي چې پيسې ولري او د پيسو په بدل کې د جينۍ ژوند تبا کوي)).
د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې اوسېدونکی حمدالله وایي په بدو کې د انجونو ورکړې په اړه مو له مشرانو ديني عالمانو سره بيا بيا غږېدلي يو، خو تر اوسه دا ناوړه کلتور زمونږ په ټولنه کې لا هم شته
حمدالله يې په اړه راته وويل: (( چې د انجونو په بدو کې ورکول د اسلامي شریعت له نظره یو بد او مردود عمل دی، خو زیاتره هېوادوال مخکي له دې چې خپلي لوڼې په بدو کې ورکړي دوی خپلې لوڼې ماشومتوب کې ودوي دا کار تر بدو ورکولو چې خپله لور یا خور د اوبو کندې ته واچوي ښه ده چې واده یې کړي)).
د پکتيکا يوه بل اوسېدونکي په اړه وويل: (( زه د داسې بدې پېښې شاهد یم چې قتل تره کړی وو، خو په بدو کې یې د خپل عاجز ورور معصومې لوڼې ورکولې د مقابل طرف غوښتنه همدا وه خو له نېکه مرغه به ووایم د لوڼو پلار عاجز وو خو هوښیار وو او خپلې لوڼې یې ټولې واده کړې او له دغې بد مرغې کندې څخه یې وژغورلې)).
د ياد ولايت د يوسف خېل ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن وايي، دا کار تر ډېره د ولس په ارادې پورې تړلی دی يعنې که ولس وغواړي هر څه ممکن دي، خو ولس مو ددې پر ځای چې مثبت کار وکړي ټوله ورځ په نورو مسايلو بوخت وي.
نوموړی يې په اړه وايي: ((که په دې برخه کې قومي مشران د زړه له صداقت څخه کار کوي ډېر ژر به دا ناوړه دود له منځه ولاړ شي مثلاً قومي تړون لاسليک شي په کلکه لاسليک شي ټينګ تعهد واخېستل شي زه فکر کوم چې دا کار ممکن دی او ژر ممکن دی)).
په همدې تړاو د سیمې یو بل اوسېدونکي ګلاب خان رحماني وویل، که څه هم دغه عمل زموږ په ټولنه کې رواج ګرځول شوی او حتی زموږ مشران سره کېني او دا ډول پرېکړې کوي دا د تأسف ځای ده هغه مېرمنې چې د يادې پرېکړې ښکار شي هغې ته د یوه حیوان په سترګه کتل کېږي.
رحماني يې په اړه راته وايي: ((چې په بدو کې د انجونو ورکړه د هغوی سره تر حده زیات ظلم دی او د هغوی د ژوند ټولې خوشحالۍ ورڅخه اخلو نوموړی وایي، چې په بدو کې د انجونو ورکول له ډېرو ناوړه دودونو څخه شمېرل کېږي یعنې موږ په لوی لاس د یو چا د ژوند ټولې خوشحالۍ ورڅخه اخلو)).
په بدو کې د انجونو ورکړه
په همدې تړاو د پکتيکا ولايت يو اوسېدونکی چې له نن څخه شاوخوا ۸ کاله وړاندې يې په بدو کې خپله لور ورکړې د نوم نه خپرولو په شرط وايي، تر ټولو ناوړه دود همدا دی چې بدي نارينه کوي، خو قرباني يې ښځينه دي.
سرچينه په همدې اړه وايي: ((زمونږ پخوانيو مشرانو دا کلتور مونږ ته په ميراث پرېيښی کله چې بدي رامنځته شي بيا به لور يا خور بکې ورکوې چې هم له اسلام سره هم ټکر کې دی د پکتيکا د علماوو شورا او امر بالمعروف رياست څخه مې غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې د ټولنې پر دا ډول ناوړه دودونو بنديزونه ولګوي)).
د انجونو په بدو کې ورکول د اسلام له نظره هم بد عمل دی په دې اړه د پکتيکا د امر بالمعروف نهي عن المنکر او سيمې شکایاتو ریاست یو تن محتسیب وایي، چې په دې وروستیو کې د انجونو په بدو کې ورکولو پېښې راکمې شوې دي اوس هر څوک په دې پوه شوي چې دا یو ډېر بد او ناوړه عمل دی په دې تړاو د یاد ریاست مسوولین وایي، دوی هڅه کوي چې دغه ناوړه پېښې له منځه یوسي او ټولنه مو د خیر لور ته روانه شي.
د يادونې وړ ده، چې يوازې پکتيکا نه ده، چې د دا ډول ناوړه رواجونو ښکار شوې، بلکې د هېواد يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دېته ورته پېښې ثبت شوې دي.
تبصرې 0