خبريال: حمیدالله همیم
جلغوزي چې د هېواد د یو شمېر ولایتونو او په ځانګړي ډول پکتیکا تر ټولو ارزښتناکه، مزینه او ګران بیه مېوه ده چې، د دې ولایت په سروبي، ارګون، ګیان، زېړوک، نکه، ګومل او برمل ولسوالیو کې په پراخه پیمانه موندل کېږي او له دې ځایه پاکستان او له پاکستان څخه بیا بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.
د پکتیکا ارګون ولسوالي اوسېدونکی او د جلغوزیو سوداګر حاجي خان محمد وایي، که څه هم د تېرو کالونو په پرتله یې سږ کال د جلغوزیو حاصلات څو برابره کم شوي، خو په وینا یې، د حاصلاتو د پلور لپاره په کور دننه او له کور څخه دباندې ورته وړ بازارونه نهلري.
خان محمد زیاتوي: ( چې له یو پلوه سږ کال په پکتیکا کې د جلغوزیو د حاصلاتو کچه د نورو کالونو په پرتله ډېره ټېټه وه او له بل پلوه د پلور لپاره ورته په کور د ننه او له کور څخه د باندې څه ډول چې اړتیا وه هغسي زمینه نه ده برابره شوې).
نوموړی وایي: چې د تېر کال جلغوزي لا هم ورسره په ګدامونو کې زېرمه دي چې، د وزن کمولو تر څنګ له خرابېدو سره هم مخ کېدونکي دي.
یو بل تن سودا ګر حاجي قاسم جان هم وایي: چې له تېرو دوه نیمو کالونو راپه دې لوري هغه هېوادونه چې دوی ورته جلغوزي صادروي، ویزې نهورکوي او دغه ولایت کې د جلغوزيو د ساتنې لپاره وړ او مناسب ځایونه نه لري نو جلغوزي یې مخ په خرابېدو دي.
قاسم جان وویل: (که بازارونه وای، نو سلګونه بوجۍ د تېر کال جلغوزي به له هېچا سره نهوای پاتې، اوس هم مارکېټ کې شته، تاسو اوس هم د ارګون مارکېټ ته راتلی شئ؛ خلکو کورونو کې ساتلي مناسبې خونې او فابریکې نشته او بله دا چې د لېږد لپاره یې لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې شوې، که په خپل وخت صادرېدای نو د تېرکال مالونه نه پاتې کېدل، تراوسه د تېر کال مال پاتې دی. سږکال خو بیخي سوداوي په ټپه ولاړې دي).
په ورته مهال بیا د پکتیکا امارتي مسؤولین وایي، چې د جلغوزیو د ساتنې په برخه کې به له ټولو شته امکانو څخه په ګټې اخیستنې کار کوي.
د پکتیکا مرستیال والي الحاج مخدوم عبدالسلام سعادت وویل: چې د صنعت او سوداګرۍ خونۍ له مسؤولینو سره به په ګډه جلغوزيو ته د نړۍ په کچه بازار موندنه کوي او د چین هېواد ترڅنګ به د نورو ګاونډیو هېوادونو په بازارنو کې هم د زمینې برابرولو هڅې کوي، څو سوداګر پکي خپل جلغوزي وپلوري.
سعادت وویل: (هغه جلغوزي چې چین ته د صادرولو په معیار برابر وي، هغه به موږ هلته صادرو او کوم نور چې په هغه معیار نه وي، برابر هغو ته لاره جوړو چې ګاونډیو هېوادونو ته یې صادر کړو).
د کرنې اوبو لګولو او مالداري ریاست مسؤولین وایي: چې دوی د جلغوزیو او نورو شنو ونو د ساتنې لپاره د شنې قطعې په نو ځواکونه په دندو ګمارلي چې په کلکه یې د وهلو او قاچاق مخه نیولې.
د صنعت او سوداګرۍ رئیس ملا شادیخان حسین حیدري هم په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ چې، د جلغوزیو د بازار موندنې تر څنګ به په نورو برخو کې هم د پام وړ سهولتونه رامنځته کوي.
حیدري زیاته کړه: ( چې په هېواد کې د سرتاسري امنیت تر څنګ په نورو برخو کې هم تر بل هر وخت زیات سهولتونه رامنځته شوي، نو پانګوال دي راشي او د جلغوزیو د پروسیس او ساتنې په پار دي پانګونې وکړې، موږ یې په بشپړ ډول ملاتړي یو).
د سوداګرو په خبره، څه موده وړاندې په پکتیکا کې یوه کیلو جلغوزي په ۲۰۰۰ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس یې بیه ۱۲۰۰ افغانیو ته ټېټه شوې، که په دې ولایت د پروسیس او ساتنې لپاره ورته مناسب ځایونه جوړ شي او بازار موندنه ورته وشي، نو له یو پلوه به جلغوزي نور هم ارزښت پیدا کړي او له بل پلوه به د پکتیکا والو اقتصادي چارې ورسره پیاوړې شي.
تبصرې 0