پکتيکاوال: خصوصي سکتور دې د پوهنتونونو په جوړلو کې سرمايه پانګونه وکړي

112
د کتلو شمېره

خبريال: رحيم خان خوشال
د پکتيکا ولايت اوسېدونکي په تجارانو او سودا ګرو غږ کوي، چې په دې ولايت کې دې شخصي پوهنتونونه جوړ کړي، تر څو هغه محصلين چې نورو ولايتونو ته د بېلا بېلو دلايلو له امله زده کړو ته زړه نه شي ښه کولی په خپل ولايت کې به ورته د زده کړو زمينه برابره شي.
پکتيکا د هېواد له هغو ولايتونو شمېرل کېږي، چې يوازي يو شخصي انسټېټيوت روغتيايي علوم لري.
د ښرنې يوه او سېدونکي شامحمود په دې اړه وويل، چې د هېواد په ډېری ولايتونو کې په خصوصي سکتور کې تجارانو په بېلا بېلو برخو کې پانګونه کړې، خو يوازي پکتيکا هغه ولايت دی چې خصوصي سکتور د پوهنتونونو جوړولو ته کار نه دی کړی، چې په ټولنه يې نېغ په نېغه اغېزې کړې.
هغه وايي: (( زه په ۲۰۱۵ کال کې له لېسې فارغ شوی يم، له فراغت وروسته په يوه لېسه کې ښوونکی شوم، له دې لارې مې د کور ضرورتونه پوره کول، خو که په دې ولايت کې خصوصي پوهنتون وای، ما به خپلې لوړې زده کړې هم بشپړې کړې وې او نن به مې د يوه مسلکي ښوونکي دنده تر سره کوله)).
د سرچينې په خبره که په دې ولايت کې خصوصي سکتور د خصوصي پوهنتونونو په جوړولو پانګونه وکړي، له يوې خوا به له پوهنتونونو څخه پاتې محصلينو زده کړې بشپړې کړې وې، له بله اړخه به يې اړونده سکتور ته په عايداتي برخه کې ګټور تمام شوی وي.
مدير عبدالحميد چې پکتيکا کې د شمس الفرقان د يوه خصوصي ښوونځي امر ده وايي، چې په دې ولايت کې لېسې، متوسطې او دولتې پوهنتونونه شته، خو بايد په جيرانتيا سره ووايم چې په دې ولايت کې خصوصي سکتور د پوهنتونونو په جوړولو کې پانګونه او همکاري نه ده کړې.
نوموړي وويل: (( سلګونه زده کوونکي زه پېژنم، چې يا يې دولتي بوهنتونونو ته لار نه ده پيدا کړې او يا يې د اقتصادي ستونزو له امله خپلې لوړې زده کړې نيمګړې پاتې دي، خو دلته خصوصي پوهنتون جوړ شي، زه باوري يم، دلته به يې محصلين زيات او ستونزې به د زده کړو په برخه کې يو په بل سې حل شي)).
استاد حبيب الله بڼ پال د يوسف خيل ولسوالۍ اوسيدونکي وويل نيژدې ۲۲ کاله مي د ښوونکې مقدسه دنده تر سره کړې او تر نورو ددې ولايت د پوهني په برخه کې اړتياوي او ستونزې ښې را معلوميږي.
استاد وايي، پکتيکا کې د لوړو زده کړو لپاره په خصوصي برخه کې کومي اسانتياوي نه لرو، محصلين زيات دې خو که پوهنتون جوړ شي زه باوري يم چې په هرې برخي ګټوره پانګونه د شخصي پوهنتونونو جوړل دې.
ګل عزيز کټوازی چې يوې موسسې سره دنده لري وايي، پکتيکا د شخصي پوهنتون جوړل اشده اړتيا ده او هغه کسان چې دولتي پوهنتونونو ته لار نه شي پيدا کولی په اسانۍ سره به په خصوصي پوهنتونو کې نيمګړي زده کړې بشپړې کړي.
د ښرنې يوه بل او سيدونکي يعقوب وويل، په څنګ لوري ولايتونو پکتيا اوخوست کې بيلا بيل خصوصي پوهنتونونه شته چې ښه نتيجه يي ورکړي، خو يوازينی ولايت پکتيکا ده چې هيڅ خصوصي پوهنتون نه لري.
د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو امر محمد ذاکر ناياب وايي، چې په شخصي سکتور کې د پوهنتون لپاره پانګونه مناسبه او ټول خدمت بللی شو.
د يادونې وړده چې اوس مهال پکتيکا حکومتي پوهنتون د اقتصاد، اسلامي ثقافت، ښوونه او روزنه، اينجنري  او زراعت پوهنځي لري، خو په خصوصي سکتور کې هيڅ پوهنځی شتون نه لري.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي