په پکتیکا کې د برېښنا اړتیا او د خلکو په کاروبار یې اغېز

134
د کتلو شمېره

محمد اکرم شهاب
پکتیکا د افغانستان یو سرحدي له ګاونډ هېواد پاکستان سره په فرضي کرښه پروت ولایت دی، له پلازمېنې کابل سره په زيات واټن کې موقعيت لري، د یاد ولایت هټۍ وال د برېښنا له کمښت نه سر ټکوي او وایي که سوداګر او حکومت په دې برخه کې پانګونه وکړي، تر څو د برېښنا له لوړ قېمت نه خلاص شي.
دا چې برېښنا د ژوند له مهمو اړتیا وو څخه دي په اوس وخت کې خلک د ژوند په روزمره کارونو کې زیاته استمعالوي ، مرکز ښرنې او شااوخوا سیمي خلک د کورونو او هتیو لپاره سولري برېشنا له استمعال نه کار اخلي ، په مرکزي بازار کې یوازینې یو شخصي شرکت دي ،چې  د ښار ټولو پلورنځیو ، تجارتي شرکتونه او فابریکي تېر ګټه اخلي او ښاریان یې د لوړقیمت نه شکایت کوي او وایي که چیرته برېښنا امریت له سوداګرو سره په همغږي په یاده برخه کې پانګونه وکړي تر څو په تجارتي ساحه کې چې څومره ورته اړتیا وی همغومره برېښنا استفاده کړي، د برېښنا کمښت  او لوړی بیي د خلکو په کاروبار اغېز کړي او هټیوال تېر ناراضي شیي .
تېر کال د ښار ښکلا او رڼا  لپاره ښاروالي ریاست په مالي ملاتړ ولایت مقام په همغږي  په مرکزی بازار کې سولري ګروپونه فعال شول ، چې هټیوال یاد کار ستاینه ترڅنګ په ښار کې دې ته ورته نور پروژو پلي کولو غوښتنه کوي .
  هټیوال عنایت الله په دې اړه داسې وویل: (( مونږ د برق ستونزي بیخي زیاتي دي زما په ګاونډ هټیوال پسی زیات لګښت راغلي وو ، یاد لګښت اکثره پلورنکي نشي ورکولي که چیرته حکومت د هټیوالو دغه ستونزې ته رسیدګي وکړي ترڅوهټیوال د برق له ستونزو په امان شي )).
پیروز احمدی خپلي خبري د بندونو په تړلو داسي پیلوي :(( که چیرته حکومت بندونه وتړي د کرنیزو ځمکو په اصل خیزتوب سربیره به یې هټيوال ته برق په کم قیمت ورکړي ، چې یاد کار به هم حکومت بودیجي ته د ګټه اوورسره به یې هټیوال په هغه ډول استفاده کي چې څومره ورته اړتیا وي)).
 اخترمحمد هټیوال وایي :(( د برېښنا ستونزې زیاتي دي ، که چیرته په دغه برخه کې سرمایه داره خلک  سرمایه ګذارې وکړې ، یو طرف یې هټیوالو ته په کم قمیت برق ورکړي وي بل لورته به یې د پکتیکا خلک لپاره کار کړي وي ، اوس یې قمیت دومره لوړ دي چې اکثره پلورنکي یې د برق شرکت باقي دي او پیسي نشي ورکولاې)).
سید عمر بریال هټیوال هم د برق د زیات قیمت نه سر ټکوي او له بډایه خلکو داسې غوښتنه کوي: (( که چیرته په مرکزکې دوه یا درې د برق شرکتونه نور هم فعاله شي نو هټیوال ته به یې ګټه دا وي، چې قیمت به یې کم وي او هټیوال د برق په بیل کې کموالي راشي او بل لورته یې پلورنکي د اړتیا مطابق استفاده کوي)).
حاجي اکبر وایي : (( که برېښنا په هر ولایت کې فعاله وي لري نه دي چې هغه ولایت به په نژدې وخت کې پرمختګ وکړي ،دلته د برېښنا قیمت زیات لوړ دي او دوکانداران نشي کولاې چې یاد قیمت ورکړي او له مسؤلېنو نه غوښتنه کوي د وارداتي برېښنا په فعاله کولو کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي)).
رحماني هم د برېښنا له کمښت او لوړ قیمت نه ناراضي شیي او داسې وایي : (( که حکومتي برېښنا فعاله شي او د خلکو لپاره به یې زیاته ګټه وي ،اوس په ښار کې یو شخصي شرکت فعاله دی چې نېمه ورځ برق وي او نېمه نه وي ، که چیرته دي برخي ته توجو وشي د پلورنکو ستونزې به زیاتي کمي شي)).
حاجي عبدالعزیز وایي :(( مخکې داسې وخت وو چې له مسؤلېنو نه مو ګیله نه وه ، څراغونه به مو لګول تر سهار به مو څراغ روښانه وو او تیل به مو ورته اچول خو اوس هغه وخت دی او د برېښنا بیل دومره راباندې اضافه دي چې قیمت یې بیرته ورکولي نشو ، له ماښامه تر سهار ګروپ ولګیږي نو لګښت نور هم لوړ شي ، که چیرته بډایه خلک په دي برخه کې پانګونه وکړي د خلکو او په ځانګړي ډول د ولسونو ستونزې به حل شي)).
خانزاده په خبره : (( د برق یونیټ ډیر لوړه بیه پریوځي  او هغه څه چې مونږ په کاروبار کې ورته ضرورت لرو د برق د لوړ قیمت له وجي نشو کولاې چې استفاده تېر وکړو ، له حکومتي مسولینو نه غوښتنه کوو ، د برق په برخه کې پانګوال دې ته وهڅول شي  چې کار وکړي )).
د برېښنا امریت آمر مولوي عبدالرحمان هاشمي هم د برق ستونزي تایید او د هټیوالو یادې ستونزې پر ځاي بولي او داسې وایي : (( ما چې کله دنده پیل کوله هڅه مو دا وه ، چې د ښار د هټیوال لپاره یو په ټولو معیارو برابر برق راړوم ، دلته پکتیکا کې شخصي شرکتونه شته خو د برق معیار او مقدار یې برابر نه دي مونږ ډیزلي برېښنا د ښرنې ښار د هټیوال لپاره برابره کړه ، او غوښتل مو د ازادي سیالي له لارې دواطلبی ته یی وسپارو په دې اړوند مو د اطلاعاتو او کلتور ریاست او شخصي رسنیو ته علانات وسپارل، خو چا  لیوالتیا ورته ونه ښودله او سره له دې ، چې زمونږ یاد برق معیار او مقدار دواړه برابر وو، هغه جنراتورونه  چې خراب ول بیا ځل ترمیم او د ښار په منځ کې مو نوي پایې د برېښنا لپاره ودرولي او مزي مو وغځول ، که چیرته خلک لیوالتیا ولري مونږ چمتو یو چې ډیزلي برېښنا فعاله کړو او هټیوالو ته برق ورکړو)).
((اوس هم د ولایت مقام په همغږي او د خلکو په غوښتنه مو د برېښنا وزارت ته پېښنهادونه راړوي تر څو د پکتیکا والو لپاره وارداتي برېښنا راړو د چارو د نهایې کیدلو وروسته یې هټیوالو او خلکو ته د استفادي لپاره په واک کې ورکړو ))
مولوي هاشمي زیاتوي: (( د پکتیکا ولایت مرسیتال والي د خلکو د یادي برخي ستونزي له مشرانو سره شریکي کړي وي ، چې مشرانو د وارداتي برېښنا د منظوره کړي ، دا چې وارداتي برېښنا چارې زیات وخت په برکي نېسي خو بیا هم مونږ اطمنآ درکوو ، چې د ولایت مقام په همغږي به یادو ستونزو ته رسیدګي کوو او کارونه به یې خلاصوو)).
 پاته دي نه وي ، د اسلامي امارت په راتګ سره د ولایت مقام به همغږي  د بیلابیلو ریاستو له لوري د رغنیزو پروژ په پلي کولو سربیره په بېلابیلو برخو کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي ، چې د مرکز په شمول د پکتیکا لري پرتو ولسوالیو ته هم د رغنیزو پروژو کارونه غځیدلي او روان دي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي