خبريال: محمد اکرم شهاب
دا چې پکتیکا یو غرنیز ولایت دی او ډېری وګړي یې په کر کیله بوخت دي، دلته بېلابېل ډوله کرنیزې ځمکې دي، چې بزګران یې له ښو حاصلاتو رضایت ښيي، زیات خلک د څارويو د رزونې او ساتنې مينه وال دي.
دا چې په دغه ولایت کې حاصل خیزو ځمکو ترڅنګ څړ ځایونه او شنه ګیا لري خلک یې له بډایه او شتمنو خلکو نه غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې د څارویو د روزنې او ساتنې لپاره معیاري فارمونه جوړ کړي، تر څو نه یوازې سرمایه داره عایېد ترلاسه کړي، بلکې اړمنو او بې روزګاره کسانو ته به هم د کار کولو زمينه برابره شي.
پکتیکا ډېرو لوړو او شنو غرونو ترڅنګ پراخې دښتې لري، مالداره کسان يې دلته څاروي ساتي او دغه دښتو ته یې د څړ لپاره بیایي خو کوم ډول چې اړتیا ده هغه ډول دلته د مالدارو لپاره شتمنو خلکو زمينه نه ده برابره کړې که چېرته د اړوندې برخې مسوولين او شتمن خلک په دې اړوند باندې پانګونه وکړي ترڅو منظم فارمونه جوړ کړي.
شاه محمود حسیني د مالدارۍ ساتنې په اړه داسې وایي: (( د پکتیکا خلک د کرهڼې لپاره زیاتې ځمکې لري د خلکو اقتصاد کمزوری دی که چېرته ولسونه وکولای شي د مالدارۍ ساتنې برخې ته مخه کړي، ځګه دلته مالداري ښه نتیجه ورکړي په ځانګړي ډول غواګانې ځکه اوس تېر هر کس د ۱۰۰۰افغانیو نه تر ۵۰۰۰ افغانیو پوري په ورځنې ډول عاید ترلاسه کوي ، پکتیکا له بډایه خلکو نه مو غوښتنه دي ، چې د مالدارې په برخه کې سرمایه ګذارې وکړي او ښه ذات لرونکي څاروي راولی تر څو یي ښه اساتنه وکړي او ذات یي دلته پاته شي)).
رباني ساحل هم د مالدارۍ ساتنې او ډېرښت غوښتنه کوي او داسې وویل: (( سرمایه داره خلک که چیرته د غوا ، میږې ، اوزه ، چرګانو او نور څارویو فارمونه جوړل کړي تر څو به یي له یو طرف نه دوي ته ګټه ورغلي وي بل طرف به خپله سرمایه په ځاي مصرف کړي وي ، دلته داسي تجاران شته چې له نورو ولایتونو نه څاروي راولي دلته یي بیا په ولوړه بیه پلوري ځکه دلته شني دشتي لرو د کرکیلي په برخه کې به هم زیات والي راشي او یوازې راوستل یي مهم نه دي، دلته به یي ساتنې تر څنګ په خپل وخت خوراک څښاک ورکړي تر څو پورې پخپل ولایت کې د مالدارې برخه کې په ځان بیسا شوو.))
عنایت الله هم له پانګوالو نه د سرمایه ګذاري غوښتنه کوي: (( پکتیکا زیاته زراعتي ځمکه لري د کرکیلي ترڅنک که یې خلک د مالداري په برخه کې پانګونه وکړي د بیه نرخونه به هم کنترول شی او بل طرف بازار ته د غوښي ترڅنک کوچ ، مسته او شیدو پیر او پلور زیات شي ))
اختر محمد منصور خپلي خبري داسې پیلوي ((زیات خلک بې روزګار دي که چیرته فارمونه جوړ شي بې روزګاره ځوانانو ته به د کارکولو زمېنه برابر شي او د اخترونو په شپو او ورځو ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته وي د غوښي خرڅونکو باندې ځای نه وي که چیرته فارمونه جوړ شي خلک به یي په هوسا ډول هر څه په اساني سره ترلاسه کوي ))
رحمت الله رحماني وویل : (( د څارویو د ساتنې لپاره باید مشخص ځایونه جوړ شي د ولایت په سطحه به یي ګټه وي او د غوشی ، شیدو ، مستو کوچو په نرخونو کې به کم والې راشي ))
عبدالحق جوهر هم د کرکیلي او مالداري د پکتیکا ولسونو لپاره زیاته اړتیا بولي : (( پکتیکا یو غرنې او پراخ ولایت دی او د څارویو د څرولو لپاره زیات څړ ځایونه لري که چیرته د مالداري په برخه کې پانګونه وشي بې روزګارو کسانو ته به د کارکولو موقع برابره شي او د غوښي په بیه کې به کم والې راشي او لبناتو په برخه ې به هم په ځان بسیا ولایت ولرو))
سباوون وویل : ((ولسونو باید څاروي وساتي تر څو بې ځایه ګرځیدلو پرځای کار وکړي او بل لورته به یي د کور لپاره ګټه کړي که هر کس یو دوه څاروي وساتي نو لري نه دي ،چې د مالداري برخه کې به خود کییفا ولایت ولرو ))
جاوید اندړ د څارویو روزنه او منظم ځایونه په اړه وویل : (( که چیرته فارمونو ته د څارویو ښه نسلونه راوړي تر څو د مالدارانو او پانګوالو لګښت ځایه شوی نه وي او په راتلوونکي داسې فارمونه ولرو نه یوازې د ولایت په سطحه بلکي د ټول هېواد په سطحه وي او نورو ولایتونو ته تېر انقلات ولرو او زیات شمېر ځوانان به دنده ولري، بازار ته به د څارویو نه کوچ ، مسته، شیده او نور مایع زیاته شي))
احمدی د مالدارنو نه د پانګونې غوښتنه کوي (( که چیرته اړوند ریاست د پانګوالو سره ناستي وکړي ترڅو وهڅول شي ، په یاده برخه کې پانګونه وکړي ترڅو داسې فارمونه ولرو نه یوازې د ولایت په سطحه بلکي د هېواد په سطحه تېر صادرات ولرو له دې سره به د غوښي په پیر او پلور کې هم ټیټوالې راشي او په زیاته اندازه به مایعات هم بازار ته عرضه کیږي ))
د کرنې اوبو لګولو اومالداري ریاست ویاند عبیدالله ویسا د خپلو پلانونو او لاسته راوړونو په اړه خپل معلومات داسي بیان کړل (( په ۱۴۰۳ کال کې اسلامي امارت له خپلي بودیجي او د شخصي سکتور په برخه کې په بېلابیلو ساحو او ولسوالیو کې ۶۷ د چرګانو فارمونه جوړ کړي، بکخیل او سروضه ولسوالي کې د غوښن ماهیانو دوه فارمونه شتون لري ورسر د څارویو د تداوې لپاره په مرکز او ولسوالیو کې مختلف ساحو کې شپږ کلینیکونو لرو تر څو یي همغلته تداوي وشوي یادو کلینیکونو ته شپږ تنه ډاګټرانو د روزنې ترڅنګ ټول د اړتیا وړ توکي په واک کې ورکړې تر څو د تداوې پر وخت کې له ستونز سره مخامخ نشي همداشان په مرکزښرنه کې د څارویو د خوراکي توکو مرکز جوړ شوو، په ورته وخت کې په مرکز او ولسوالیو کې د مالداري په برخه کې ۳۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ووېښل شوي ،۳۰۰ کورنیو ځګونه ووېښل شوي ، چې ۱۰۰۰۰ بزګرانو ته مو اصلاح شوي د غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې هم ورکړي ،هڅه کوو د کرنې په برخه کې په ارګون ولسوالي کې د جلغوزیو د پروسس مرکز جوړ کړو تر څو بې روزګاره ځوانانو ته هم پکې د کارکولو فرصت پیدا شي بل لورته به یاد ولایت جلغوزیو پیر او پلور زیات شي ، په مختلفو سیمو کې د همکارو مؤسساتو له لوري ۲۵۰ شنې خونې لرو د سروې له بشپړېدلو وروسته به ورته ووېښل شي ، له سرمایه دارو او موسساتو سره پوره همغږي لرو ،چې د پلان سره سم به ورته د هالنډ موسسي له لوري دوه سوه د شیدو کېټونه ووېښل شي او په شپږو ولسوالیو کې د جوارو، لوبیا او د نورو سبزیجاتو تخمونه ورته وېښل کیږي او له دې سره به د پکتیکا د کروندګر ستونزې تر ډیره حده راکمي شي)).
د یادونې ده ، د پکتیکا خلک د کرکیلي او مالداري په برخه کې زیاتو مرستو ته اړتیا لري که په یادو برخو کې ورسره همکاري وشي لري نه دي ،چې یاد ولایت به په ځان بسیا وی ورسر به د ځوانانو لپاره د کار کولو زمینه هم برابره وي.
تبصرې 0