د ستونزو په هواري کې د قومي جوړښتونو اړتیا

99
د کتلو شمېره

خبريال: حمیدالله همیم
قومي جوړښتونه او تړونونه د هېواد په کچه د ستونزو هواري تر څنګ، د ټولنې او سیمې په پرمختګ، د امنیت په ټینګښت او ساتنه او نورو… برخو کې ورته زیاته اړتیا ليدل کېږي.
پیاوړي قومي جوړښتونه چې، د افغاني کلتور یوه خورا مهمه او ژوندۍ برخه ده او په افغانستان کې تر اساسي قانون هم وړاندې د دې ملت د خلکو ستونزې په عنعنوي ډل د قومي مخورو پرمټ هوارې شوې او حل لارې ورته لټول شوې دي.
قومي مشر وکیل پاچا خان شرنوال وایي: د تاريخ په اوږدو کې قومي جوړښتونو او تړونونو افغانستان له هر ډول ستونزو را ايستلی، خو په دې وروستيو کالونو کې قومي جوړښتونه کمزوري شوي او اړینه ده، چې امارت د هېواد د نورو برخو تر څنګ دې برخه کې د پام وړ کړنې ترسره کړي.
شرنوال په خپلو خبرو کې: ((له اړوند امارتي ادارو غوښتنه کوي، چې د قومي جوړښتونو پرخې ته دي ځکه د پام وړ کار وشي، چې نه یواځي د هېواد د پرمختګونو او شته بشپړ امن د ساتنې په برخو کې مهم دي، بلکي د سرحدونو په دفاع او ساتنه کې هم مثبته ګټه ترې پورته کېدای شي)).
یو بل تن قومي مشر داد محمد بیا وایي: چې امارت دي د خپل هغه ولس کلکه ننګه وکړي، کوم چې د حکومت له کړنو او فعالیتونو کلکه ننګه او ملاتړ کوي.
داد محمد وویل: ( له امارت نه مو غوښتنه دا ده، هغه ولسونه چې د خپک ملک د سرتاسري امن ساتنې، سرحدونو او په ټوله کې د ټول هېواد د ابادۍ او بډاینې په پار قربانۍ ورکوي، د دوی دي بشپړ همایت وشي او د دوی  د کړو فیصلو لاسنیوی دي وشي).
د شیکین ولسوالي اوسېدونکی قومي مشر حاجي سردار ګل وایي: چې په خپله سیمه کې یې یو شمېر هغو لویو شخړو او ستونزو ته د جرګو او مرکو له لارې حل لارې لټولې دي، چې تېرو حکمتونو ورته نه شوای لټولی.
سردارګل وویل: ( په سیمه کې مو د دوو لویو قومونو (بانځیو )او (سلېمانځیو) تر منځ د ځمکې پر سر را ولاړې شوې ۳۵ پنځه دېرش کلنې شخړې چې، دواړو قومونو ته پکي مالي او ځاني زیانونه هم اړول شوي و؛ حل لارې ولټولې او دواړه لوري مو د جرګې له لارې د روغې، جوړې او خوشحالۍ پر ټبر کېنول، چې له دې وروسته به یو له بل سره د مینې او ورورولۍ ژوند کوي.  
د ګومل ولسوالي اوسېدونکی قومي مشر محمد حسن خروټی هم وایي: چې په خپله سیمه کې یې ګڼ شمېر لویې او وړې شخړې د امارت په ملاتړ او همکاري د قومي ناستو پر مټ هوارې کړې او لا هم هڅه کوي په دې برخه کې زیات کار وکړي.
دیني عالِم ملا ګل خان وایي: چې څلورو لسیزو جګړو د هېواد ټولې برخې او  ټول بنسټونه زیات زیانمن کړي، چې بېرته خپل پخواني او عادي حالت ته راوستل یې هم زیات وخت ته اړتیا لري.
نوموړي وویل: ( د قومي جوړښتونو رول د نورو برخو تر څنګ د دیني ارزښتونو ساتنې او یو شمېر نورو ناوړه کړنو په مخنیوي کې هم مهم دی او زیاتوي چې زموږ د قومي مشرانو رول باید کمرنګی او کمزوری نه شي، ما مخکې هم اشاره وکړه، چې زموږ په سیمه کې ډېر مخلص مشران، سپين ږيري او علماء شته دي، چې اوس هم په کلي کور کې ورته خلک بشپړ احترام کوي، د هغوی خبرو ته غوږ نيسي او د هغوی فیصلې په ځان مني او بله دا چې موږ د يوې سنتي ټولنې وګړي یوو،  بیا هم د جرګو او فیصلو هغه اهميت اوس هم په خپل ځای باندې پاتې دی، جرګې له حکومت سره د همکاري په برخه کې هم مهمې دي، کوم مشکلات چې حتی قضايي ارګانونو حل نه شو کړای، بیا هم د همدې مشرانو جرګو ته راجع شول او وخت پر وخت ستونزو ته حل لارې لټول شوې دي).

ورته مهال بیا د قومونو، قبائیلو او سرحدونو چارو ريیس مولوي محمد له قومي مشرانو څخه مننه وکړه چې په کلیو او بانډو کې یې هر راز ستونزو ته د امارت په همکاري حل لارې لټولې او په دې برخه کې ګڼ شمېر لاسته راوړنې هم لري.
نصیر: (له قومي مشرانو وغوښتل چې د خپلو سیمو په اقتصادي، ښوونیزو، امنیت ساتنې او نورو برخوکې دي هم له خپل رغنده رول نه په ګټې اخیستنې کوټلي ګامونه پورته کړي، چې موږ به په بشپړ ډول د دوی ملاتړي یوو).

د یادونې ده، چې د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر لویو او وړو شخړو ته د قومي مشرانو پر مټ د جرګو او مرکو له لارې حل لارې لټول شوې او څو کلنې بدۍ په دوستۍ بدلې شوې، چې اوس یو له بل سره د مینې او ورورولۍ په فضا کې ژوند چارې مخته وړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي