د افغانستان مېرمنو که څه هم په وروستیو دوه لسیزو کې د لاسي صنایعو د تولیداتو په برخه کې د پام وړ وده کړې، خو دغه صنعت کارانې وايي، چې په دې وروستیو کلونو کې په فوق العاده ډول له خورا ستونزمن حالت سره مخ شوې.
له طبیعي ناورینونو، د اقلیم بدلون او د تېر نظام پر مهال د نا امنیو له اغېزو سره سره اوس مهال هم د لاسي توکو په صنعت بوختې مېرمنې باوري دي چې یو لړ محدودیتونو د دوی د کار ګړندیتوب زیانمن او د لاسي توکو تر څنګ یې په نورو برخو کې حقونه په پراخه کچه د ناسمو دودونو له امله سلب شوي.
د لاسي توکو په تولید اخته مېرمنو که څه هم شپه او ورځ په ځان یوه کړې څو د خپلو پانګونو پر غښتلي کولو سره د افغاني کلتور مثبت انځور نړۍ ته د لاسي توکو په تولید سره وړاندې کړي، خو پیکه بازارونه او د نا دولتي مؤسساتو له لوري د ملاتړ نشتون یې پر کار ناسم اغېز کړی.
په اوسنیو شرایطو کې چې د لاسي توکو پر تولید اخته مېرمنې د مناسبې بازار موندنې، په کافي اندازه د توکو د خرڅلاو نشتون او نورو ننګونو سره مخ دي، د خپل کار د دوام لپاره د بېړنیو انساني اړتیاوو تامینول مهم ګام بولي او له نړۍوالو سازمانونو څخه هیله لري، څو د روانو بشري هڅو په لړ کې له مېرمنو د ملاتړ په اډانه کې د لاسي توکو لپاره د خامو موادو د سرچینو په راغونډولو او مناسبو کاري فرصتونو په برابرولو سره په مستقیم ډول تر ټولو زیات د زیانمنېدونکو افغان مېرمنو لاسنیوی وکړي او په فعال ډول د ښځو د کاري حقونو دفاع ته را ودانګي.
پکتيکا کې سلګونه مېرمنې د لاسي توکو د صنعت په برخه کې په کار بوختې دي او تولید کېدوونکي توکي یې د پکتيکا اړوندو ولسواليو بازارونو کې پلور ته وړاندې کېږي.
دغه مېرمنې وايي، که لاسنيوی يې وشي له دې هم د ښه کار کولو وړتيا لري.
پکتيکا کې په لاسي صنايعو بوخته مېرمن شغله وايي، چې په دغه ولایت کې سلګونه مېرمنې په خیاطۍ، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ، او نورو برخو کې په کار بوختې دي چې محصولات یې د پکتيکا اړوندو ولسواليو ته د پلور لپاره لېږل کېږي.
اغلې شغلې په دې اړه وويل: ((مونږ هڅه کوو چې د لاسي صنايعو بازار د هېواد نورو ولايتونو ته وغځوو، که امکانات راته برابر شي مونږ به نور ډېر کار وکړو کورنۍ اقتصاد مو خراب د کور نور کارونه را ترغاړې دي چې کله د کار اراده وکړو بيا کور کې کې يو مشکل پېښ شي کله مور ناروغه وي کله له بازار څخه د کور ځينې شيانو ته اړتيا وي، حکومتي مسوولينو ته په کار ده چې د کاروبار په پراختيا کې زمونږ لاسنيوی وکړي، ځکه چې کاروبار پراخوو نو لېږ سرمايې ته ضرورت دی چې اوس زمونږ په وس کې نشته)).
د ياد ولايت ارګون ولسوالۍ يوه اوسېدونکې زرمينه وايي چې، پکتيکا کې تر ۱۰۰ زیاتې مېرمنې ورسره کار کوي او په اوسنیو شرایطو کې دوی په خورا ډاډ، امنیت او ارامه فضا کې خپل کار ته دوام ورکوي او چارې یې په عادي ډول مخ پر وړاندې روانې دي.
اغلې زرمينه په دې اړه وايي: ((کلونه کېږي چې مونږ په دې کار لګيا يو، په خپل شوق مو دغه کار ځان ته انتخاب کړی، د خدای ج فضل دی کار مو ښه دی مخې ته روان دی، خو په دې برخه يو څه له اقتصادي ستونزو سره مخ يو ترڅو يو مناسب بازار او امکانات پيدا کړو چې خپل دغه کار ته غټ والی ورکړو له مسوولينو مو غوښتنه ده چې د اصولو په چوکاټ ځينې وسايل راته برابر کړي چې کاروبار مو مخې ته ولاړ شي کورنۍ مې هم دومره مالداره نه ده چې مرستهترې وغواړم، نو په همدې اساس يو ځل بيا پر ملي سوداګرو، مسوولينو او نورو هېوادوالو غږ کوم چې زمونږ لاسنيوی وکړي، ترڅو دا کار نور هم پراخ کړو او يو نورو مېرمنو ته د کار زمينه برابره شي.))
توليد شوي توکي
د يادې ولسوالۍ يوه بله صنعت کاره د خپل کار په اړه وايي، لومړي سر کې مونږ فکر کاوه چې کار به يې کومه پايله ور نه کړي، خو ورو ورو په دې باوري شوو چې که په ښه کيفيت کار وشي پايلې به يې مثبتې وي چې ښه بېلګه يې زمونږ کار دی.
نوموړې وايي: ((له مونږ سره کابو پنځه زره افغانۍ وې چې کار مو پيل کړ هېڅ داسې فکر مو نه کاوه چې زمونږ کار د مخې ته ولاړ شي، خو چې کار مو پيل کړ فرمايشونه راډېر شول اوس مو تقريباً سرمايه درې لکه ته رسېږي)).
د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی د برخې مسوول سميع الله وسيم وايي، دوی هڅه کوي د لاسي توکو په صنعت بوختو سلګونه مېرمنو ته د اسلامي امارت د اصولو سره سم آسانتیاوې رامنځ ته کړو څو نور یې هم کار وده وکړي او د لاسي توکو صنعت په دغه ولایت کې پراخ شي.
ښاغلی وسيم په دې اړه وايي: ((مونږ به هڅه وکړو چې د اسلام په چوکاټ کې د مېرمنو لپاره ټول هغه امکانات چې زمونږ په توان کې وي برابر کړو، ځکه زمونږ د اسلامي موخه دا ده چې د ټولنې هر وګړی او هره مېرمن پر خپل ځان بسيا شي، مونږ او زمونږ مشرانو بيا بيا ويلي چې له هېواده د باندې مه وځئ راشئ کار وکړئ د اصولو په چوکاټ کې يې وکړئ خپله خاوره خپل هېواد ته کار وکړئ خپلو حونديو او وروڼو ته کار وکړئ د غربي او نورې نړۍ له مجبوريتونو به خلاص وو يو ځل بيا ډاډ ورکوم هغه مېرمن چې په د لاسي په برخه کې په کار بوختې دي مونږ د مېرمنو حقوقو ته ژمن يو او په هره برخه کې به يې پوره مرسته او لاسنيوی کوو يو ځل بيا وايم هره برخه کې چې کار کوئ د شريعت په چوکاټ کې مونږ مو ملاتړي يو)).
د پکتيکا اوسېدونکي بیا له ټولو هېوادوالو څخه غواړي چې د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه دې د بهرنیو توکو پر ځای د مېرمنو له لوري تولید شوو توکو څخه ګټه پورته کړي.

تبصرې 0