د پکتيکا نېزه وهونکي وایي: چې د دې تاریخي او لرغونې لوبې لپاره دې ټول اړین سهولتونه رامنځته شي او د یادې لوبې ډګرونه دې د بیا ځل لپاره تاوده شي.
نېزه وهنه چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو او په ځانګړي ډول پکتیکا کې خورا زیاته تاریخي مخینه لري او دغه لوبه د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې، د ودونو، اخترونو او داسې نورو ورځو د نمانځلو پر مهال ترسره کېږي او ګڼ شمېر لیدونکي او مینوال لري.
د نېزې وهنې تاریخي او لرغونې لوبې مشر ګل عزیز وویل: چې د نېزې وهنې تاریخي لوبه چې په دې ولایت کې زیاته تاریخي مخینه لري او هره اوونۍ یې په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې سیالۍ وي.
ګل عزیز زیاته کړه: چې د د غې خوندورې او لرغونې لوبې لپاره که د لوبې په اصولو برابر لوبغالی جوړ شي نو د دې ولایت سانګي وهونکي به لا ډېر پرمختګ وکړي.
نوموړي وویل: ( پکتیکا وال د نیزې په وهلو کې خورا زیات مهارت لري، چې پنځه ځلې یې د هېواد په کچه لیګونه په خپل نوم کړي دي)
د نیزې وهنې لوبې یو تن مینوال نعمان وویل: چې په دې ولایت کې دي د ټولو پخوانیو دودیزو لوبو د بیا ژوندۍ کولو او په ځانګړي ډول د نېزې وهنې تاریخي او لرغونې لوبې لپاره دي زیات کار وشي.
نعمان زیاته کړه: ( پخونۍ دودیزه لوبه نیزه وهنه به هغه وخت بېرته خپل ارزښت پیدا کړي چې اړوند امارتي ادارې د دې لوبې لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي).
آس سپور منور مبارز وویل: چې د دې لوبې مینوال تر پخوا ځکه کم شوي، چې له یو پلوه د دې لوبې لوبغالي نشته او په غیر معیاري لوبغالو لوبې ترسره کوي او له بل پلوه د دغې لوبې ځای اوس نړیوالو لوبو کرکټ، فوټبال او نورو نیولی دی.
مبارز زیاته کړه: ( د دې لوبې ډګر تودولو په پار اړتیا چې د حکومت ترڅنګ شخصي خلک پانګونه وکړي او د لوبو لپاره خصوصي لوبغالي جوړ کړي).
په ورته مهال بیا د دودیزو لوبو مدیر حزب الله همنوا وویل: چې دوی تل هڅه کوي په دې ولایت کې د ټولو دودیزو لوبو ډګرونه تر بل هر وخت تاوده وساتي او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري.
همنوا زیاته کړه: (د نیزې وهنې لوبې په پکتیکا کې زیات پرمختګ کړی، چې څو ځلې یې د زون او هېواد په کچه سیالی په خپل نوم کړې دي).
د نیزه وهنې لوبې یو بل تن مینوال زمریالی هم په خپلو خبرو کې د بدني روزني او ورزش چارو آمریت څخه په مننې زیاتوي، چې په پخوانیو دودیزو لوبو کې چې پخوا کوم خوند او هغه اوس پکې نه لېدل کېږي.
دی وایي: ( چې د نیزې وهنې لوبه به پخوا ډېره په مینه او ولولو ترسره کېده او ګڼ شمېر لېدونکي به یې له ځان سره لرل، خو اوس کم رنګې شوې دي).
د پکتیکا بدني روزنې او ورزش آمر ډاکټر محمد عثمان سیرت وویل: د پخوانیو مړو لوبو بیا ژوندۍ کول او د دغو لوبو ډګرونه تر بل هر وخت تودول یې کاري لومړیتوب دی او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې هم لري.
سیرت وویل: د امارت په راتلو د دویزو لوبو په برخه کې د پام وړ کړنې ترسره شوې او لا هم هڅه کوي چې دغه برخه بیخي په ځان بسیا کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه: ( چې میاشت وړاندي افغانستان دبدني روزني او ورزش عمومي مشر مولي حمدالله وثیق دې ولایت کاري سفر کړی چې، د سفر موخه یې د ورز په برخه کې شته ستونزې او غوښتنې له نېږدې کتل او اورېدل و او د دې تر څنګ یې په دې ولایت کې خوندورې او تاریخي لوبې نیزې وهنې د معیاري لوبغالي د چارو پیلول ول، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي او د نیزه وهنې سیالیو لپاره به چمتو شي.
د يادونې وړ ده، چې په پکتيکا کې د نېزې وهنې دوديزې لوبې ترڅنګ يو شمېر نورې پخوانۍ هېرې شوې لوبې د ورزشي چارو امريت له لوري بيا راژوندۍ شوې چې د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې يې سيالۍ ترسره کېږي.
تبصرې 0