د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د انجلۍ پر سر زیات ولور اخېستو ګن شمېر ځوانان دې ته اړ کړي چې په قانوني او غیر قانوني ډول نورو هېوادونو ته مسافر شي او خپل د خاپوړو وطن پرېږدي.
پکتیکاوال ځوانان چې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره لاس اوګرېوان دي او دې ستونزې او د انجلۍ پر سر زیات ولور له امله نه شي کولای چې په ځوانۍ کې واده وکړي او یوه کورنۍ جوړه کړي.
دوی د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له مسوولینو، قومي مشرانو او نورو اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوي چې د انجلۍ پر سر دې ولور نه اخېستل کېږي او که اخېستل کېږي نو ډېر مناسب ولور دې واخېستل شي، څو ځوانان نورو هېوادونو ته د تلو لپاره اړ نه شي.
د پکتیکا اوسېدونکی سمندر لالا زیاتوي، چې د انجلۍ پر سر زیات ولور اخېستل ډیر ناوړه دود دی او په کار ده چې دغه ناوړه دود ته د تل لپاره د پای ټکی کیښودل شي .نوموړی زیاتوي ، چې د دغه ناوړه د دود د پاللو له کبله د هیواد په ځانګړي ډول د پکتیکا ګڼ شمیر ځوانان اړ شوي ، چې خپل خوږ وطن پریږدي او نورو بهرنیو هیوادونو ته مسافر شي.
(( د لوړ ولور د پوره کولو او د دغه ناوړه دود د پاللو له کبله زمونږ شمېر ګلالي ځوانان دې ته اړ شوي، چې خپل د خاپوړو ځای پرېږدي او په پردیو هېوادونو کې د مسافرۍ ورځې شپې تېرې کړي)).
د ښرنې اوسېدونکی دېرش کلن نوید وایي، چې تر اوسه د مالي ستونزو له کبله نه دی توانېدلی چې کوژده وکړي .
دی زیاتوي، څو کاله مې پاکستان کې پرلپسې مزدوري وکړه او دا چې کلدارې خپل ارزښت بایللی کوژده خو پر ځای پرېږده چې په هغه پیسو د کور ګذزاره هم ونه شوه.
(( څو کاله په پاکستان کې وم هلته مې مزدوري کوله کلدارې خو ارزښت بایللی چې راغلم په هغه پیسو مې د کور ګذزاره ونه شوه کوژده، خو پر ځای پرېږده، زه دېرش کلن یم په مالي لحاظ لا د دې توان نه لرم چې کوژده وکړم ځکه ډیر بې وزله یم )).
د پکتیکا اطلاعاتو کولتور ریاست د ځوانانو چارو امر محمد ذاکر نایاب وایي ، چې په ټولییز ډول یې هڅې پیل کړي چې د لوړ ولور تر څنګ په نورو برخو کې هم ناوړه دودونه له منځه یوسو .
(( د پکتیکا په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د لوړ ولور د مخنیوي لپاره بیلابیل پروګرامونه په پام کې له چې په پلي کیدو سره به یې دغه ناوړه دود له منځه لاړ شي ، په ټولییز ډول زمونږ هڅه دا ده چې په دې برخه کې عام پوهاوی رامنځته کړو او خپلې هڅې لا ګړندۍ کړو ))
قومي مشر ناصر وایي ، چې پکتیکا کې څو ځله د لوړ ولور د مخنیوي په موخه په قومي کچه تړونونه شوي جې بیا وروسته نه دي عملي شوي او پایله یې نه ده ورکړې .
ناصر زیاتوي ، چې اوس یې اوس مو له امر بالمعروف ریاست سره په ګډه د همغږۍ تړون کړی او که پلی شي نو لیرې به نه وي ، چې پکتیکا د لوړ ولور ناوړه دود له منځه لاړ شي .
(( تاسو ته بهتره مالومه ده ، چې پکتیکا کې مخکې کلونو کې څو څو ځله د لوړ ولور د مخنیوي په موخه قومي تړونوه شوي چې بیا وروسته نه دي عملي شوي ، خو دا ځل مو له امر بالمعروف ریاست سره په ګډه د همغږۍ تړون کړی که پلی شوي نو پکتیکا کې به د لوړ ولور ناوړه دود له منځه لاړ شي ))
د مرکز ښرنې یو بل اوسېدونکی مرجان وایي: چې په مرکز کې د قومي مشرانو او امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست له لوري تړون تړل شوی، چې د عملي کولو په پار یې باید ټول یو له بل سره همکار شو.
(( که د لوړ ولور مخه ونیول شي، نو په دې سره به له یوې خوا دغه ناوړه دود له منځه لاړ شي او له بل لوري به مو ځوانان د نورو هېوادونو ته له مسافرۍ خلاص شوي وي اوس ډېری ځوانان حتی د ځوانۍ عمر يې هم لا نه وي بشپړ کړی چې دوی نورو هېوادونو ته ځي)).
د یني عالم محمد نبي وايي، چې ولور په اسلام کې روا دی، خو د ولور دغه پیسې به ټولې واده شوې انجلۍ ته ورکول کېږي.
((ولور ته په عربي ژبه کې مهر وایي ، د دغه پیسو حق واده شوې نجلۍ لري چې د خاوند کورنۍ ته یې بښي او یا پرې سوداګري کوي ، خو زمونږ په ټولنه کې چې پیسې اخیستل کیږي واک یې ټول د جنۍ له پلار سره وي ))
د ښرنې اوسیدونکي له اسلامي امارت غواړي ، چې ځوانانو ته دې په خپل وطن کې د کار زمینه برابره کړي څو پردیو هیوادونو ته له تګ خلاص شي .
(( زمونږ غوښتنه دا ده چې د لوړ ولور ناوړه دود دې له منځه یووړل شي او تر څنګ یې له اسلامي امارت غواړو چې ځوانانو ته پر خپل وطن د کار زمینه برابره کړي څو بهرنیو هیوادونو ته له تګ خلاص شي)).
د پکتیکا د امر بالمعروف ریاست استازی نورخان د اسلامي امارت په راتګ سره دغه ولایت کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه کوټلي ګامونه اخېستل شوي دي او لا هم هڅه کېږي چې په دې برخه کې د پام وړ ګامونه واخېستل شي.
((د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې مو اصلاحي تړون ترتیب کړی چې، د نجلۍ پر سر به درې سوه زره افغانۍ اخېستل کېږي او سرغړوونکو ته به سزا ورکول کېږي، د دې تر څنګ په پام کې لرو چې دغه تړون ټولو ولسوالیو ته وغځوو)).
د پکتیکاوالو ځوانانو پر خبره چې د لوړ ولور له کبله ټولنه کې بیلابیلې ستونزې رامنځته کیږي او په کار ده ، چې د له منځه وړلو لپاره یې ځوانان، مشران او حکومتي چارواکي په ګده کار وکړي، څومو په سیمه او ټولنه کې له یو پلوه د دغه ناوړه دودمخنیوی وشي اوله بله پلوه به مو ځوانانو د بهرنیو هیوادونو له محتاجۍ خلاص شي.
تبصرې 0